لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له لکي مروت وروسته باجوړ کې هم پولیسو په احتجاج لاس پورې کړی


File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا له لکي مروت سیمې وروسته افغانستان سره په پوله پرته قبایلي ضلعه باجوړ کې هم پولیسو په احتجاج لاس پورې کړی دی.

په پولیسو د چټک شوؤ هدفي بریدونو په ضد پیل شوؤ دې احتجاجونو کې برخه وال پوځ اؤ استخباراتي شبکې ناامنۍ کې په لاس لرنه تورنوي .

د چهارشنبې په ورځ د لکي مروت پولیسو د خپل احتجاج په دریمه ورځ د سیمې دوؤ نورو مقاماتو منجیواله چوک اؤ دره پيزو کې هم احتجاجي پرلت پيل کړی.

د سیمې نه سرچینې وي او اې ډیوه ته وایي ددې احتجاجونو له امله د لکي مروت ښار ته غځېدلې ټولې لارې تړلې پرتې دي.

په لکي مروت کې د پولیسو دا احتجاجي لړۍ د نهم ستمبر نه پېل شوې ده اؤ پولیس غوښتنې کوي چې دوي ته دې بشپړه اختیار ورکړل شي.

د پولیسو بله غوښتنه داده چې پولیس ځلمو اؤ افسرانو ته دې تحفظ ورکړل شي پولیس لاین دې د خفیه ادارو له مامورینو خالي کړل شي.

د لکي مروت پولیس تور لګوي چې ترهګريز بریدونه د پوځ په خوښه روان دي اؤ وایي که چرې دوي ته واک ورکړل شي نو په دریوؤ میاشتو کې دننه به ترهګري ختمه کړي.

ددغه ضلعې پولیس پخپل احتجاج کې غوښتنه لري چې د پولیسو یونین باید بحال اؤ په غیر خوندي لرې پرته سیمه پرته د براګي تاڼه دې ختمه کړل شي.

اوړمه ورځ په احتجاج بوختو پولیسو ویلي وؤ چې د هغوي په ملاتړ د بنو،ټانک اؤ ډيره اسماعیل خان پولیسو هم دې احتجاج ته رادانګلي دي اؤ زیاته کړې یې ده چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو دوي به د خپل احتجاج لړۍ پسې پراخه کړي.

په لکي مروت کې پولیسو دا احتجاجونه وروسته له هغې پيل کړي چې د تېرې یوې اوونۍ په مهال د نامعلومه وسله والو بریدونو کې پينځه پولیس ووژلی شول.

په ټولنیزو رسنیو ددې احتجاجونو بیلا بیلې ویډیو ګانې خپرې کړل شوي چې پکې لیدل کیږي پولیس له یونیفارم بغیر وسلو په لاس لاریون کوي، سړکونه یې تړلي اؤ د پوځ ګاډي له لارې ستنوي.

پوځ لا د لکي مروت د پولیسو لخوا په هغوي د ترهګرۍ د سرپرستۍ کولو تورونو ته څه ځواب نه دی ویلی خو تر دې مخکې چې کله هم په پوځ دغسې تورونه لګول شوي نو پوځ ویلي، د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یې درنې قربانۍ ورکړي اؤ خپل ګڼ شمیر ځوانان اؤ افسران یې د وطن د امن له خاطره قرباني کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ د لکي مروت تر څنګ قبایلي ضلعه باجوړ کې هم پولیسو په احتجاج لاس پورې کړی دی اؤ ویلي یې دي چې هغوي نور د پرله پسې هدفي بریدونو اؤ د پولیس عسکرو د وژنو له پېښو تنګ شوي دي.

د پاکستاني ټي وي چینل آج نیوز له مخې د باجوړ پولیسو د پولیس لاین په میدان خار کې د احتجاجي پرلت اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې دوي به د پولیو ډیوټۍ هم نه ترسره کوي.

تېره ور باجوړ کې د پولیو ډلې په حفاظت مامورو پولیسو باندې وسله والو ډزې کړې وې چې پکې د لقمان عمر په نوم یو پولیس اؤ د ابو هریره په نوم د پولیو د مخنیوي د پروګرام کارمند وژل شوی ؤ.

څيړونکي وايي، د خېبرپښتونخوا حکومت چې د صوبې د پوليسو د قوت سېوا کولو دپاره کوم ګامونه اخستي، دا په خپل ځای ښه اقدام دی. خو اصل خبره، د ترهګرۍ ضد پاليسيانې بدلول او په حقيقت کې د ترهګرۍ د ختمولو پرېکړه کول دي کوم کار چې د مرکزي حکومت او واکمنه قوتونه په لاس کې دي.

په 29م اګست د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د کابينې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د صوبې د جنوبي ضلعو ټانک او لکي مروت د پوليسو د قوت سېوا کولو دپاره 791 نوي پوليس به ګمارلی شي.

د دې ترڅنګ د ترهګرۍ د قضيو دپاره د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي دپاره د 16 پراسيکيوټرانو منظوري ورکړل شوې او دې سره د پوليسو دپاره د لسو بکتر بند محافظ ګاډو منظوري هم ورکړل شوې ده.

خبریال مشتاق یوسفزي وي او اې ډيوه سره خبرو کې ويلي، خېبرپښتونخوا کې دا وخت بدامني ډېره سېوا شوې او خپله د صوبې او امنيتي ادارو مشران وايي، دا حالات هغې پله روان دي کوم چې د 2007 نه تر 2014 پورې وو.

د يوسفزي په خبره، "د پراسيکيوټر سېوا کول يا ګمارل خو هغه وخت په کار راځي، چې اول خو ترهګر ونيول شي او عدالت ته وړاندې شي نو د صوبې په جنوبي ضلعو کې خو حالات دومره خراب دي چې پوليس د شپې ګزمې نه شي کولی، او په پوليس چې څومره بوج اچول کيږي، د صوبې د پوليسو اوږې د دې د اوچتولو توان نه لري".

نوموړی وايي، "ترهګري قامي مسله ده او د پاکستان د فيصلې کولو واکداران په اسلام اباد کې ناست دي، د پښتنو په سیمه جګړه روانه ده خو پيل کړې پښتنو نه ده، دا مرکزي پيل کړې او مرکز به یې ختموي. پاکستان کې وخت په وخت دعوې شوي چې د ترهګرو ملا ماته کړل شوې نو ترهګر بيا څنګه راپاڅي".

ښاغلی يوسفزی وايي، "پاکستان ته به خپلو پاليسيانو ته کتل، او سوچ ورته پکار دی، او که واقعي دوی غواړي چې ترهګري ختمه شي، نو د ټولو صوبو خلکو ته به يو شان حقونه ورکول او هغوی ته په نظر کتل وي او د ګاونډيانو سره به هغه شان سلوک کول وي کوم چې نړیوال اصول دي، د هغې وروسته به په پاکستان کې امن راځي".

د پاکستان حکومتي او پوځي مشران وايي د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د وروستي ترهګر د ختمولو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي. پاکستان د جون په میاشت کې د ترهګرۍ او توندرۍ ضد د عزم استحکام په نوم عملياتو منظوري ورکړې او د دغو عملياتو دپاره 20 اربه روپۍ هم منظور کړل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG