پولیس وایي دپېښور داودزو سیمه کې یو تن دغیرت په نوم دخپلو دوؤ خویندو په ګډون درې میرمنې وژلې دي دي اؤ بیا دپېښې له ځایه تښېدلی دی.
د داودزئ پولیس تاڼې یو تن چارواکي(ایډیشنل محرر) وي او ای ډیوه د زیارت په ورځ وویل دا پېښه د دادود زۍ په بابوزۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د وژل شوؤ دوؤ جینکو پلار یاسین پولیسو سره دمقدمې درج کولو په وخت ویلي چې دهغه زوئ امجد دخپلو نورو ملګرو په ملتیا پخپلو دوؤ خویندو اؤ د هغوی په یوې ملګرې ډزې کړي اؤ دریواړه یې وژلي دي.
دپولیس سرچینو ډیوه ته ویلي دا وژنې دغیرت په نوم شوي اؤ د وژل شوؤ جینکو ورور شک و چې خویندو یې دسیمې یو هلک سره ناجایزه اړیکې لرلې.
پولیس وایي د ډزو نه وروسته وژونکی اؤ د هغه ملګري دپېښې دځائ نه تښتېدلي اؤ پولیسو دهغوئ دنیولو لپاره ځانګړي ټیمونه جوړ کړي دي.
دپولیس وینا ده چې دپېښې دځائ څخه یې مهم شواهد ترلاسه کړي اؤ د وژل شوؤ جینکو مړي یې دپوسټ مارټم لپاره روغتون ته لیږلي دي.
رپورټونه ښایي چې په دې وروستیو کې پاکستان کې دښځو په ضد دتاؤ تریخوالي لړۍ چټک شوې ده اؤ ګڼ شمیر میرمنې د وژل کیدو ترڅنګ د ذهني اؤ بدني تشدد سره هم مخ شوې دي.
په پاکستان کې يو غېر دولتي تنظيم په خپل مياشتني رپورټ کې ويلي چې سږکال دجولایي په مياشت کې په هېواد کې 133 ښځې تښتول شوي او د 85 څخه زياتې ښځې د جنسي زياتي او تشدد ښکار کړی شوي دي.
د سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن په دې تازه رپورټ کې ويلي شوي چې د جولایي په مياشت کې 108 ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي، 82 ماشومان تښتول شوي او دې مهال نزدې 22 ماشومان وژل شوي هم دي.
سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن او سنټر فار ريسرچ، ډوېلپمنټ اېنډ کميونيکېش په خپل راپور کې وېلي د تېرې جولایي مياشت کې په ښځو د جسماني حملو لږ تر لږه 133 پېښې رپورټ شوي دي.
په دې کې تر ټولو زیاتې 77 زنانه په پنجاب کې د تشدد نښه جوړې کړی شوې دي. سند کې 34،خېبرپښتونخوا کې 16 او اسلام اباد کې په ښځو د تشدد 6 پېښې رپورټ شوي دي.
رپورټ وايي د بلوچستان څخه داسې کومه پېښه نه ده رپورټ شوې.
په رپورټ کې راغلي چې په ټول هېواد کې 133 ښځې تښتول شوي هم دي چې په کې په پنجاب کې 93، سند او اسلام اباد کې په ترتيب وار ډول 20 او 15 ښځې تښتول شوي دي. بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ښځو د تښتولو دوه او درې پېښې رپورټ شوي دي.
د رپورټ ترمخه دغه ډول په ټول هېواد کې د جولایي په مياشت کې د ښځو سره د جنسي زياتي 85 پېښې رامنځ ته شوې دي چې په کې 47 پېښې يوازې د پنجاب نه رپورټ شوي دي. سند کې 16 او په خېبر پښتونخوا کې 11 ښځې د جنسي زياتي ښکار شوي دي.
پدې رپورټ کې ويلي شوي چې د تېر جولاى په مياشت کې 7 ښځې د غېرت په نوم وژل شوي هم دي چې په 4 ښځې په سند او 3 په پنجاب کې وژل شوي دي.
د اېس اېس ډي او اېګزیګټيو ډاېرکټر سيد کوثر عباس ډيوه ته وايي دا رپورټ څرګندوي چې اوس په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو خلاف جرمونه رپورټ کېږي او پوليس مقدمې هم درج کوي.
هغه که څه هم دا ددې يو ښه اړخ دې خو زياتوي ولې بلخوا دا يو منفي اړخ هم په ګوته کوي او هغه دا چې پداسې جرمونو کې زياتره مخکې کاروايي بيا په نظر نه راځي او که وکتل شي نو د ښځو او ماشومانو پرضد جرمونو کې د ککړ تنانو د سزا شرحع د 3 فيصدي نه هم کمه ده.
د رپورټ مطابق سږکال د جولاې په مياشت کې 108 د جنسي زياتي نښه هم جوړ کړې شوي دي چې په کې 42 پنجاب، 32 خېبرپښتونخوا او 21 ماشومان په سنده صوبه کې د جنسي تېريو ښکار شوي دي. اسلام اباد کې 10 او بلوچستان کې 3 ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي دي.
د ورلډ اکنامکس فورم د رپوړټ تر مخه په پاکستان کی هر کال 5000 کسان د غیرت په نوم وژل کیږي او دپاکستان دننه د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو اداره عورت فاونډیشن وایې 70فیصدي ښځې کورنی تشدد سره مخ دي خو پاکستان کې د ښځو د تحفظ دپاره په مرکزي او صوبایي کچه قوانین هم جوړ دي چې ښځې د کورني او جنسي تشدد څخه بچ وساتي.