لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن کې پرلتوال وایي حکومت ورسره ژمنې نه دي پوره کړې او بیا احتجاجي پرلت پیلوي


د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د پرلت کمېټۍ د یو مطبوعاتي کانفرنس په ترڅ کې بیا د احتجاجي پرلت د پیلولو اعلان کړی دی. دوی وایي د پاكستان او افغانستان تر منځ پر چمن پوله په شناختي كارډ او تذكره د تګ راتګ په اړه ورسره شوې وعدې نه دي پوره شوې.

خو د بلوچستان د کوﺭنیو چاﺭو وﺯير مير ضيا لانګو ویلي، پر چمن پوله د خواﺭیکښانو لپاﺭه د ﺭوﺯګاﺭ برابرولو په کاﺭ حکومت بوخت دی خو وایي‌ بې له پاسپوﺭټ هيچاته د تګ ﺭاتګ اجاﺯه نه ورکوي.

د پرلت کمېټۍ وياند صادق اڅکزي د خواﺭیکښو اتحاد له نورو مشرانو سره یو ځای په چمن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د دوی د قید پر وخت ورسره ژمنه وشوه چې پر چمن دﺭواﺯه باندې تګ ﺭاتګ به په شناختي کارډ او تذکره وي خو وایي ژمنې ورسره نه دي پوره شوې.

صادق اڅکزي وويل د پاکستان د پوځ اعلی چاﺭواکو ورسره خبرې وکړې او غوښتنې یې ومنلې او شل وﺭځې مخکې یې په دوی د اوږدې مودې پرلت ختم کړ خو اوس بيا عادي خلکو ته له تړون سره سم پاکستاني چاﺭواکي پر پوله د تګ ﺭاتګ اجاﺯه نه ورکوي:

"نېټه مو لا نه ده ټاکلې خو پر زاړه ځای باندې به بیا پرلت وي او يا به د ايف سي قلعې مخته وي، پرلت به پيل کوواو د احتجاج اعلان به کوو او لویه مظاهره به کوو پرلت دھوکه شوی دی".

مخکې له چمن ښاره هره ورځ په زرګونو کارګر او کوچني سوداګر له افغانستان سرحدي بازارونو ته په پاکستاني شناختي کارډ او له چمن سره څېرمه د افغانستان د سرحدي سیمو خلک په افغان تذکره پاکستان ته تګ راتګ ﺭاکاوه، خو د تېر کال په اکتوبر کې لنډمهاله حکومت له افغانستان سره پر پوله د پاسپورټ شرط نافذ کړ او د دې پرېکړې پر ضد د تېر کال د اکتوبر له 20مې د روان کال د جولای تر 21مې په چمن ښار کې نهه میاشتنی اوږد احتجاجي پرلت وشو.

د بلوچستان د کوﺭنیو چاﺭو وﺯير مير ضياء لانګو دﺭې وﺭځې وړاندې خبري ﺭسنیو ته ويلي وو چې پاکستان به د افغانستان سره تګ ﺭاتګ په پاسپوﺭټ ويزه د پرېکړې څخه پر شا نه شي.

لانګو ویلي وو پر چمن پوله د خواﺭیکښانو لپاﺭه حکومت د ﺭوﺯګاﺭ بندوبست کوي او یواځې رجسټر شوي خواﺭیکښ به اجازه ولري چې وېش منډۍ [سرحدي بازار] ته لاړ شي.

بلې خواته د امنيتي ادارو چارواکي وايي، په چمن کې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د يو سند لرونکي پاسپورټ شرط نه دی منسوخ شوی.

په چمن کې د ملېشه ځواکونو وياند ویلي، له حکومت سره په خبرو کې پرلت کمېټۍ پريکړه کړې ده چې یواځې د چمن ځایي رجسټر شوي خواﺭيکښان په شناختي کارډ د افغانستان وېش منډې ته د تګ اجازه لري او افغان خواﺭیکښان به یواځې د «بابِ دوستي» سره ټیکسي سټېنډ ته د راتلو اجازه ولري.

خو اوس افغان سرحدي چارواکي د چمن په پوله ددغه کاﺭ په مخکې خنډ جوړ شوي او وایي پر حکومتي کچه دې له دوی سره خبرې وشي او د خلکو د تګ ﺭاتګ لپاره دې يوه منظمه تګلاره جوړه کړل چې پوله بيا بنده نه شي.

مخکې د نهه مياشتې مسلسل احتجاجي پرلت له امله نه یواځې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت بلکې د افغانستان ټرانزیټ تجارت هم سخت متاثره شوی وو.

د جولای پر 21مه د کورنیو چارو پخواني لنډمهال وزیر ملک عنایت الله کاسي چې د حکومت او پرلت د مشرانو تر منځ یې منځګړتوب کاوه د خبرو اترو په نتیجه کې یې وویل د لاریون ټولې غوښتنې منل شوې دي.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG