لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف ګوند اندېښنه ښودلې چې پوځي محکمې ته د عمران خان د وړاندې کولو منصوبه روانه ده


پاکستان کې ستر حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف د نهم مې قضیو کې د پوځي محکمو لخوا عام وګړو ته اورول شوې د بند سزاګانې غیر اییني بللي اؤ ویلي یې دي چې د پخواني وزیراعظم عمران خان پوځي محکمو ته د وړاندې کولو منصوبه روانه ده.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د خالي یا شنبې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې فیلډ جنرل کورټ مارشل په وړومبي پړاؤ کې هغو 25 کسانو ته سزاګانې اورولي چې د نهم مې پېښو کې د لاس لرنې جرم پرې ثابت شوی دی.

د پوځي محکمو لخوا عامو وګړو ته د سزاګانو اورول کېدو عمل ته خپل غبرګون کې د اپوزیشن ګوند پاکستان تحریک انصاف عمومي سکتر سلمان اکرم راجا اؤ وتلي قانون پوهه لطیف کهوسه دخالي په ورځ اسلام اباد کې یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې وویل:

کله چې هم د کوم عام وګړي مقدمه په پوځي عدالت کې چلېدلې ده نو هغه ناسمه وه،دا یو غیر اییني عمل دی.

د سلمان اکرم راجا وینا وه "زما دریځ دی چې هیڅکله هم غیر پوځي وګړی پوځي محکمې ته وړاندې کول نه دي پکار ، زمونږ د ختمولو ناکامه هڅه مه کوئ "

د نهم مې د پېښو مقدمه د پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان اؤ یو شمیر نورو مشرانو پر ضد هم درج ده .

د تحریک انصاف مشرانو اندېښنه وښوده چې د عامو وګړو پوځي محکمو ته د نه وړاندې کولو عدالتي پرېکړه به د اییني بینچ له لارې ختمه کړل شي،عمران خان به هم په دې معامله کې راولړلی شي اؤ پوځي عدالت ته به وړاندې کړل شي.

د سلمان اکرم راجا وینا وه چې که عمران خان پوځي عدالتونو ته وړاندې کړل شوي نو دا به یوه سانحه وي اؤ دا عمل به نه د پاکستان ولس قبول کړي اؤ نه نړیواله ټولنه .

هغه وویل، څه چې د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو سره شوي وؤ، مونږ تر اوسه له هغې نه یو وتلي.

د 9 مې پس منظر

په 9م مې کال 2023 کې د القادر ټرسټ په نوم د غبن قضیه کې پخوانی وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اسلام اباد هایکورټ له ساحې نیول شوی ؤ چې د هغه د ګرفتارۍ په ضد بیا د پي ټي آي فعالانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ.

د دغه احتجاج په مهال په ګڼو پوځي اؤ حکومتي ودانیو بریدونه هم شوي وؤ اؤ اورونه ورته لګول شوي وؤ چې حکومت اؤ امنیتي ادارو یې پړه د تحریک انصاف ګوند په مشرانو اؤ فعالانو اچولې ده .

خو عمران خان اؤ د هغه د ګوند مشران دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي د هغوي د ګوند ختمولو لپاره د نهم مې پېښې د یو سازش په توګه پلان کړل شوې وې.

د پوځ لخوا "ماسټر ماینډ "ته اشاره

د نهم مې د پېښو مقدمې پخپله په عمران خان اؤ د هغه د ګوند په نورو مشرانو هم درج دي اؤ له دغو پښو وروسته عمران خان دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو یې د ګوند تر لسو زرو فعالان نیولي خو د امنیتي ادارو رپورټونه وایي چې د نهم مې د پېښو په تړاؤ 1900 کسان نیول شوي وو .

تېره ورځ د پاکستان پوځ ویلي وؤ ،په صحیح معنو کې به بشپړه انصاف هله وشي چې د نهم مې ماسټر ماینډ اؤ پلان جوړونکو ته د ایین اؤ قانون له مخې سزاګانې ورکړل شي.

آي ایس پي ار ویلي چې د نهم مې پېښو کې د ایین اؤ قانون مطابق کومو مجرمانو ته سزاګانې اورول شوي هغوي د اپیل اؤ نورو قانوني لارو چارو خپلولو حق لري.

د پوځي محکمو لخوا اورول شوې سزاګانې

کومو کسانو ته چې د پاکستان پوځي عدالتونو دا سزاګانې اورولي هغوي ګې د لاهور په جناح هاوس شوي برید کې ککړو جان محمد خان ولد طور خان، محمد عمران محبوب ولد محبوب احمد، عبدالهادي ولد عبدالقیوم، علي شان ولد نور محمد، افتخار ولد افتخار احمد، ضیا الرحمان ولد اعظم خورشید او داؤد خان ولد شاد خان ته د 10، 10 کاله بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

همدا شان بیا په جناح هاوس د شوي برید په تړاؤ فهیم حیدر ولد فاروق حیدر، محمد حاشر خان ولد طاهر بشیر ته د 6، 6 کاله بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

محمد عاشق خان ولد نصیب خان ته د 4 کلن بند سزا اؤ محمد بلاول ولد منظور حسین ته د 2 کلن بند سزا اورول شوې.

مردان کې په پنجاب رجمنټل سینټر د شوي برید قضیه کې رحمت الله ولد منجور خان او عدنان احمد ولد شیر محمد ته د 10، 10 کاله بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

هم د مردان د برید قضیه کې بیا یاسر نواز ولد امیر نواز خان او سیِد عالم ولد معاذ الله خان ته د 2، 2 کاله بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

د پوځ په مرکز یا جي ایچ کیو د شوي برید په قضیه کې راجه محمد احسان ولد راجه محمد مقصود اؤ عمر فاروق ولد محمد صابر ته د 10 کلن بند سزاګانې اورول شوي.

د میانوالي په پي اې ایف هوایي میدان د شوي برید قضیه کې انور خان ولد محمد خان او بابر جمال ولد محمد اجمل خان ته د 10، 10 کاله بند اؤ په بنو چاوڼۍ د شوي برید قضیه کې محمد آفاق خان ولد ایم اشفاق خان ته د 9 سال بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

د چکدرې په قلعه کې د شوي برید قضیه کې داؤد خان ولد امیر زیب ته د 7 کاله بند اؤ د ملتان چاوڼۍ په چیک پوسټ د شوي برید قضیه کې زاهد خان ولد محمد خان ته د 4 کاله بند سزا ګانې اورول شوې دي.

په ملتان کینټ چیک پوسټ د شوي برید قضیه کې خرم شهزاد ولد لیاقت علي ته د 3 کلن بند اؤ فیصل اباد کې د آي ایس آي په دفتر د شوي برید قضیه کې لییق احمد ولد منظور احمد ته د 2 کلن بند سزاګانې اورول شوې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG