لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ای د نېب تراميم ردېدل ګټه بلي، مسلم ليګ (ن) وايي "تور قانون په ظالمانه شکل" کې په ځای شوی


سپریم کورټ امر کړی د ترمیمونو وړاندې کومې مقدمې په نېب کې روانې وې هغه باید په یوه اوونۍ کې بحال کړل شي. د دې ترڅنګ سپریم کورټ د غبن په مقدمو  کې د روانو پلټنو د بحالولو امر هم کړی دی
سپریم کورټ امر کړی د ترمیمونو وړاندې کومې مقدمې په نېب کې روانې وې هغه باید په یوه اوونۍ کې بحال کړل شي. د دې ترڅنګ سپریم کورټ د غبن په مقدمو  کې د روانو پلټنو د بحالولو امر هم کړی دی

د پاکستان سپریم کورټ د احتساب په قانون کې شوو وروستيو 10 کې نهه ترامیم مسترد کړل چې پاکستان تحریک انصاف ګوند یې خپله ګټه بلي خو پاکستان مسلم لیګ (ن ) ويلي، "تور قانون په هغه ظالمانه" شکل کې بيرته په ځای شو.

د رپوټونو ترمخه د نېب د ترميمونو ناچله ګوځولو سره سم د پخواني وزیراعظم نوازشریف، پخواني صدر اصف علي زرداري او یو شمېر نورو مهمو سیاسي مشرانو پرضد د غبن مقدمې بحال شوې.

سپریم کورټ امر کړی د ترمیمونو وړاندې کومې مقدمې په نېب کې روانې وې هغه باید په یوه اوونۍ کې بحال کړل شي. د دې ترڅنګ سپریم کورټ د غبن په مقدمو کې د روانو پلټنو د بحالولو امر هم کړی دی.

دسپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ کې درې کسیز بینچ د جمعې په ورځ د نېب په قانون کې د بدلونونو خلاف د پخواني وزیراعظم عمران په خواست محفوظ شوي فېصله واوروله.

د جسټس بندیا په مشرۍ کې په بینچ کې شامل د سپریم کورټ جج منصور علي شاه پرېکړې سره خپل اختلافي یاداښت هم لیکلی دی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند د نېب په قانون کې شوي ترميمونه د عدالت لخوا ناچله ګرځول خپل ګټه بللې ده.

د ګوند يو مشر علي محمد خان ويلي، "د سپريم فېصله تاريخي ده او دا د عمران خان اخلاقي ګټه ده".

هغه په اېکس [پخواني ټویټر] ویلي، "چې څوک هم په حکومت کې پاتې شوي او چا بډې رشوتې نه دي اخستي هغه د احتساب نه ولې ويريږي. کلک احتساب پکار دی. د قوم لوټ شوې پېسه بيرته خزانې ته راتلل پکار دي خو احتساب دې احتساب وي".

او د مسلم ليګ ن ګوند د پنجاب صوبې مشر او د کورنيو چارو مخکيني وزير رانا ثناالله ویلي، "تور قانون په ظالمانه شکل کې بحال شو".

هغه هم په اېکس [پخواني ټويټر] ويلي، "په راتلونکو ورځو کې به معلومه شي عمران خان ته به کوم ډول ضمانتونه ترلاسه کېدل په راتلونکو ورځو کې به عدالت دغه واک نه لري د 13 پورې نزدې قضيې د تحریک انصاف په چيرمېن جوړيږي، اوس دې دغو ته مخامخ شي".

تېر کال د جون په مياشت کې د مسلم لیګ (ن) ګوند په مشرۍ جوړ پخواني ایتلافي حکومت د احتساب په قوانینو کې 27 مهم ترمیمونه وړاندې کړي وو خو د هیواد صدر ډاکټر عارف علوي د دې ترمیمي قانوني مسودې منظوري نه وه ورکړې.

د پارلیمان په ګډه غونډه کې د دې ترمیمي مسودې د منظورۍ نه وروسته دې بدلونونو د قانون بڼه موندلې وه او حکومت یې اعلامیه هم خپره کړې وه.

خو پخوانی وزیراعظم عمران خان د نېب په قوانینو کې د شوو بدلونونو پرضد سپریم کورټ ته تللی، او دریځ یې خپل کړی چې دا ترمیمونه د عامه ګټو پرضد دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG