لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي اېم د جرګې برخه وال: د سېند حکومت او ملتپالې ډلې دې پښتونو په ضد د فساد مخنیوي وکړي


د نېشنل دیموکراتیک غورځنګ صوبای مشر احمد جان وويل چې سېند دی له دغه ډول بحرانونو څخه وژغوري چې هلته پښتانه ورسره مخ دي، د سنده حکومت او هلته ملتپال ګوندونه د فساد د مخنیوي لپاره خپل رول ادا کړي
د نېشنل دیموکراتیک غورځنګ صوبای مشر احمد جان وويل چې سېند دی له دغه ډول بحرانونو څخه وژغوري چې هلته پښتانه ورسره مخ دي، د سنده حکومت او هلته ملتپال ګوندونه د فساد د مخنیوي لپاره خپل رول ادا کړي

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د پښتون د تحفظ مومنټ له لوري د بېلا بیلو سیاسي ګوندونو جرګه وشوه بلوچستان سیاسي مشرانو وویل چې د حیدر اباد له پېښې وروسته د یوه سازش له مخې د مظلومو ولسونو تر منځ د فساد لاره هواره شوې.

د نېشنل دیموکراتیک غورځنګ صوبای مشر احمد جان وويل چې سېند دی له دغه ډول بحرانونو څخه وژغوري چې هلته پښتانه ورسره مخ دي، د سنده حکومت او هلته ملتپال ګوندونه د فساد د مخنیوي لپاره خپل رول ادا کړي.

د وومن ډیموکریټک فرنټ مشرې فاطمه خلجی وویل پښتون یو تاجر قام دی چې په ټوله نړۍ کې تجارت کوي، په امرېکه او جاپان کې موجود دي دلته په پاکستان کې هم د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پښتانه په مختلفو ښارونو کې اوسیږي او کار کوي، "و فساد کونکو ته دا موقع مه ورکوئ چې زموږ دودونه مات کړي."

د عوامی نشنل ګوند د صوبای اسمبلی غړي اصغر خان وويل ًموږ د عدم تشدد په سیاست باور لرو.

د پاکستان پيپلز ګوند یو صوبای مشر بسم اللہ خان کاکړ وویل د هغو كسانو نه پوښتنه كوي چې د دوه كسانو ترمېنځه شوې پېښې ته د لساني شكل وركولو سره په سنده كې لساني فساد ته لاره هواروي٬ سندهي او پښتانه پر څه شخړه كوي۔ عدالت او قانون شته، چې هر څوک جرم وکړي باید محکمې ته وړاندې شي.

هغه وويل، د قامونو په وېشلو سره خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دسيسې روانې دي.

د جرګې نورو مشرانو د حيدراباد پېښه وغندله او ويې ويل، چې دې پېښې ته ژبي بڼه ورکول کېږي، چې د غندنې وړ ده، موږ پر سوله باور لرو، په قام او ژبي په تعصب باور نه لرو، د حقونو لپاره به مبارزه کوو. د یو فرد عمل باید په ټول ملت پورې و نه تړل شي، د جرګې برخوالو وويل په سندهـ کې پښتانه سخت کارونه کوي، هغوي هلته د چا په ځمکه قبضه کولو لپاره نه دي تللي. د سندهـ حکومت او هلته ملتپال ګوندونه باید د فساد د مخنیوي لپاره د خپلی ونډ ی رول ترسره کړي.

د سېند په حیدر آباد ښار کې د یو هوټل مالک سره دخوراک کولو په پېسو باند ه جګړه کې د یو تن د وژل کېدو وروسته پولیس د هوټل مالک نیولی دی. د پېښې وروسته په سوشل ميډیا وډیوګانو کې وېل کېدل چې سېند کې دپښتو کاروبارنو په زوره تړل کېدل.

پولیسو وايي چې د وژل شوې کس په ضد مقدمې هم ثبت دي. سېند حکومت له خوا د پېښې د پلټنې له پاره کمیسن پرانستل شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG