لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان مينه والو ته: "په میدان کې به مونږ کوشش کوو او ستاسو دعاګانو ته ضرورت لرو"‏


‏د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان راشد خان ويلي، د خپل هېواد والو مننه کوي چې تل یې په دعاګانو کې یې ياد ساتلي دي او په راروانه مهمه لوبه (سيمې ‏فاينل) کې به یې هم په دعاګانو کې ياد وساتي.‏

راشد خان په خپله فېس بک پاڼه يو ويډيو پېغام کې په مينه د دعاګانو غږ کړی او ويلې يې دي، "په دې وخت کې ستاسو دعاګانو ته ډېر ضرورت لرو او په ‏میدان کې به زمونږ پوره پوره کوشش وي".‏

د شل اووريزه نړيوال کپ ‏‎2024‎م په روانو مقابلو کې د افغانستان کرکټ لوبډله بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سيمې فاينل ته رسېدلې ده.‏

افغان لوبډله به سبا په سيمې فاينل کې د جنوبي افريقې سره مخامخ کيږي.‏

د افغانستان کرکټ بورډ ترمخه ياده لوبه به سبا په ‏‎27‎م جون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت سهار په پينځه بجې پیل کيږي.‏

افغان کرکټ بورډ ویلي، "په پام کې لري چې د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه په کابل کرکټ لوبغالي کې پر لوی سکرین نندارې ته ‏وړاندې کړي".‏

بورډ زياته کړې، "په کابل ولایت کې مېشت هېوادوال کولی شي چې کابل کرکټ لوبغالي ته راشي، دغه ستره لوبه له نږدې ننداره کړي او په ګډه د افغان ‏اتلانو ملاتړ وکړي. د یادونې وړ ده چې یادو مراسمو کې ګډون وړیا دی او ترڅنګ یې ګډون کوونکو ته وړیا خواړه هم ورکول کيږي".‏

بنګله دېش ته په ماتې ورکولو او سيمې فاينل ته په رسېدو د افغانستان په بېلابيلو سيمو کې په پراخه کچه دغه خوشالۍ نمانځل شوي دي.‏

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د بنګله دېش نه د لوبې ګټلو وروسته راشد خان ته اومبارکي ويلې ده.‏

متقي، راشد خان سره په خبرو کې ويلي، "په لومړي ځل سيمې فاينل ته وتل لويه بريا او لوی زېری دی".‏

هغه زياته کړې، "زمونږ پاليسي ده چې سياست او لوبې د يو بله جلا وساتو، لوبې ځوانان د غلطو فکرونو او نشو او اختلافاتو نه راګرځوي، تاسو د ‏افغانانو شمله هڅکه ساتئ، په پاتې دوه لوبو کې بریا درته غواړو".‏

راشد خان متقي سره په خبرو کې ويلي، "لوبډله ښه چمتو ده چې نورې هم ښې لوبې وکړي".‏

بنګله دېش ته په ماتې ورکولو افغان لوبډلې ته د کرکټ يادو پخوانيو او اوسنيو ستورو لوبغاړو هم افغان لوبډلې او راشد خان ته اومبارکي ويلې ده.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG