لاس رسیدونکی لینک

 
واشنګټن سره نږدې د مسافرو هوايي جهاز او د هېلې کاپټر د ټکر وروسته د ۴۰ نه د زیاتو کسانو مړي د سیند نه راوېستل شوي دي
تازه خبر

واشنګټن سره نږدې د مسافرو هوايي جهاز او د هېلې کاپټر د ټکر وروسته د ۴۰ نه د زیاتو کسانو مړي د سیند نه راوېستل شوي دي


د جمعې په ورځ د لمر راختلو سره سم امدادي ادارو خپلې هلې شروع کړې
د جمعې په ورځ د لمر راختلو سره سم امدادي ادارو خپلې هلې شروع کړې

په بېړني حال کې د امدادي ادارو چارواکو د جمعې په ورځ وویل د امریکې سرښار واشنګټن سره نږدې د مسافرو هوايي جهاز او هېلې کاپټر د جنګدو او دواړه جهازونه په سیند کې د غورځېدو وروسته امدادي کارکوونکو د اوبو څخه د ۴۰ نه د زیاتو کسانو مړي راوېستلي دي.

د مسافرو جهاز او هېلې کاپټر د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د رونلډ رېګڼ واشنګټن نېشنل ایرپورټ نومې هوايي اډې سره نږدې په هوا کې وجنګېدل او د هوايي اډې خوا کې سیند ته ورغورځېدل. چارواکو ويلي په پېښه کې څوک ژوندی نه دی پاتې.

د جمعې په ورځ د لمر راختلو سره سم امدادي ادارو خپلې هلې شروع کړې.

د امېرېکن ایرلاینز پرواز په جهاز کې ۶۴ مسافر او د عملې غړي سواره وو. په پوځي هېلې کاپترې د عملې درې عسکر وو.

د دې نه مخکې امدادي کارکوونکو د ۲۸ کسانو مړي راوېستلي وو.

د امریکې د مختلفو ادارو تحقیق کارانو د امېرېکن ایرلاینز د مسافرو د جهاز بلېک باکسز یا د پرواز رېکارډ ساتلو الې موندلي دي. د مسافرو جهاز د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن هېلې کاپټر سره د جنګېدو وروسته په پوټومېک دریاب کې وغورځېدو.

نېشنل ټرانسپورټېشن سېفټي بورډ به د جهاز د پرواز د ریکارډ ساتلو الې او د کاک پېټ د رېکارډر نه معلومات اخلي او د پېښې د اسبابو په اړه معلومات به د ترلاسه کولو کوښښ کوي.

د ایرپورټ په کنټرول ټاور کې په عمومي توګه دوه کنټرولران خو د پېښې په شپه یو کنټرول و. دا خبره د فېډرل اېوېشن اېډمنسټرېشن په تحقیقاتو کې موندل شوې ده.

صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دوه حکمنامې دستخط کړې. په یوه حکمنامه کې د اېف ای ای نایب مشر وګمارل شو او په بله حکمنامه کې د وفاقي حکومت د تنوع اقدامات بېرته واخیستل شوو.

په وایټ هاوس کې د حکمنامې د لاس لیک کولو په موقع ټرمپ وویل ممکنه ده چې د تنوع پروګرام په دې پېښه کې لاس لرلو.

د دفاع وزیر پيټ هېګسېت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل هېلې کاپټر د معمول مطابق د شپې کلیز مشق کولو چې د پرواز په مهال يې څه غلطي وشوه. هغه وویل هېلې کاپټر چې په کوم اوچتوالي پرواز کولو په دې اړه په سمدستي ډول تحقیقات شروع کړی شوي دي.

د مسافرو هوايي جهاز په هوايي اډه د کوزېدو تیار کولو چې د هېلې کاپټر سره وجنګېدو. د ټرانسپورټېشن وزیر وویل جهاز درې ټکړې شو او د هوايي آدې په خوا کې سیند ته وغورځېدو.

د چارواکو په قول هوا او د اوبو څپو د جهازونو ملبه د دوو کلومېټرو علاقې پورې خوره کړې ده.

امدادي کارکوونکو د سیند نه د ۲۸ کسانو مړي راویستلې دي چې په کې د هېلې کاپټر د عملې درې واړه غړي هم شامل دي.

دا په نږدې کلونو کې د امریکا کې د هوابازۍ په صنعت کې د ټولو نه خونړۍ پېښه وه. د دې نه مخکې په ۲۰۰۱ کې د امېرېکن ایرلاینز پرواز په نیویارک کې غورځېدلی و او ۲۶۰ کسان په کې مړه شوي وو.

یادونه: د وي او ای د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پی او روېټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG