لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ار اېس اېف وايي په خبریال مطیع الله جان د "بې بنیاده" الزاماتو غندنه کوي


هغه په اسلام اباد کې د حکومت او د حزب اختلاف ګوندونو او چارواکو نه د سختو پوښتنو لپاره پېژندل کېږي او د پاکستان په لویو عدالتونو کې د قانوني جګړو او مقدمو په اړه د رپوټونو ورکولو یو ماهر خبریال هم ګڼل کېږي
هغه په اسلام اباد کې د حکومت او د حزب اختلاف ګوندونو او چارواکو نه د سختو پوښتنو لپاره پېژندل کېږي او د پاکستان په لویو عدالتونو کې د قانوني جګړو او مقدمو په اړه د رپوټونو ورکولو یو ماهر خبریال هم ګڼل کېږي

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي نړيوالې ادارې رېپورټرز ود اوټ بارډرز، ار اېس اېف، ویلي پاکستاني چارواکو په خبریال مطیع الله جان "بې بنیاده" الزامات لګولي دي چې د غندنې وړ دي او پکار ده چې ختم کړی شي.

ار اېس اېف د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل مطیع الله جان په اسلام اباد کې د مظاهره چیانو خلاف د حکومتي اقداماتو د خبرنکارۍ په سر د نومبر په ۲۷ نېټه ګرفتار کړی شوی و خو درې ورځې وروسته په ضمانت ازاد شوی دی.

په ضمانت د ازادۍ باوجود، ار اېس اېف وویل، مطیع الله جان په يو پولیس افسر خلاف د تشدد، د مرګ دړکو، د وسلې د پټولو او نشۍ توکي د لرلو د الزاماتو سره مخامخ دی.

ادارې وویل په عدالتي کچه د خبریال د ویرول کېدو سخته غندنه کوي او غوښتنه کوي چې په هغه لګول شوي الزامات دې ختم کړی شي.

مطیع الله جان د نیو ټي وي خبریال او په یو ټیوب خپل چېنل مطیع الله جان ټي وي چلوي. ار اېس اېف وایي هغه د پاکستاني "پوځ او د رژیم" نقاد دی.

هغه په اسلام اباد کې د حکومت او د حزب اختلاف ګوندونو او چارواکو نه د سختو پوښتنو لپاره پېژندل کېږي او د پاکستان په لویو عدالتونو کې د قانوني جګړو او مقدمو په اړه د رپوټونو ورکولو یو ماهر خبریال هم ګڼل کېږي.

د هغه خلاف د پولیس کېس یا د ایف آي ار عکس په سوشل میډيا هم خپور شوی و چې په کې په هغه الزام لګول شوی و چې د شپې پاؤ باندې دوه بجې په اسلام اباد کې په یو ګاډي کې روان ؤ پولیسو د هغه ګاډي ته د ودرېدو اشاره وکړه خو هغه د پولیسو د چقولو په غرض په هغوي ګاډي ور وخېژولو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

ایف آي ار کې لیکل شوي چې په ګاډی کې ناست شخص ( مطیع الله جان) چې کله له ګاډي راکوز شو نو هغه په نشه کې ؤ، په مدثر نومې یو پولیس عسکر یې تشدد وکړو، له هغه یې سرکاري ټوپک راښکلو اؤ اؤ هم هغه ټوپک یې پرې راواړولو اؤ د وژنې ګواښونه یې ورته وکړل.

پولیس وایي چې بیا یې دغه تن کله قابو کړو نو د هغه پېژندګلو د مطیع الله جان په نوم وشوه.

پولیسو دعوه کړې ده چې د هغه له ګاډي یې 246 ګرامه نشه اي توکي ایس هم برامد کړي دي.

د ګرفتارۍ وروسته عدالت ته د وړاندې کېدو په موقع مطیع الله جان خبریالانو سره خبرو کې په هغه لګول شوي الزامات ردکړل. هغه وویل هغه د سګرېټ خو څه د چایو نشه هم نه کوي.

هغه وویل په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف په احتجاج کې په مبینه توګه د شوؤ وژنو په کره شمیره معلومولو یې کار کولو اؤ له دغه امله نیول شوی دی.

د ار اېس اېف د جنوبي اېشیا د څانګې مشرې سيلیا مرسېیر وویل د مطیع الله جان خلاف الزامات د هغه د خاموشه کولو دپاره د حکومتي چارواکو د تګلارې برخه ده.

هغې وویل دا "شرمناک ګامونه" د سیاسي تاوتریخوالي په فضا کې د مطبوعاتو په ازادۍ "سنګینه حمله ده."

ار اېس اېف وویل په حکومت د هغه د تنقید په سر په کال کال ۲۰۲۰ کې مطیع الله جان د استخباراتي ادارو اېجنټانو تښتولی و، تشدد یې پې کړی و او د مرګ دړکې یې ورکړې وې.

د ار اېس اېف په بیان د پاکستان د حکومت دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني چارواکي وايي په هېواد کې میډیا مکمله ازادي لري. پاکستاني چارواکي دا خبره ردوي چې په ملک کې خیریالان د تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.

د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د ار اېس اېف د ۱۸۰ هېوادونو د کال ۲۰۲۴ په فهرست کې پاکستان په ۱۵۲ درجه ولاړ ملک دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG