د روس د بهرنیو چارو وزارت وایي هیواد یې په لوړه کچه پرېکړه کړې ده چې افغان طالبان به د ترهګرو تنظیمونو د نوملړ څخه وباسي.
رویټرز خبري شبکې د روس د سرکاري خبري شبکې تاس د رپورټ په حوالې ورکولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د صدر ولادیمیر پيوټن د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وینا ده چې ددې پرېکړې عملي کولو لپاره بیلابیلو قانوني مطابق ګامونو اخستو ته اړتیا ده.
ولادیمیر پیوټن د جولاي په میاشت کې ویلي وؤ چې روس د افغانستان طالبان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې خپل ایتلافیان ګڼي.
په اګست کال ۲۰۲۱م کې د افغان طالبانو لخوا په دویم ځل په اقتدار له قبضې کولو راپدیخوا روس پرله پسې د طالبانو سره اړیکې جوړوي خو په روس کې تر دې ساعته د طالبانو تحریک په سرکاري کچه غیر قانوني بڼه لري.
د روس په ګډون د نړۍ یو هیواد هم د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمیت نه دی منلی خو یوازې چین اؤ متحده عرب اماراتو د طالبانو د حکومت سفیران قبول کړي دي.
روس په کال ۲۰۰۳م کې افغان طالبان د ترهګرو تنظیمونو په نوملړ کې اچولي وؤ اؤ اوس ددغه فهرست نه د طالبانو ویستل به د مسکو لخوا افغانستان سره د خپلو اړیکو ځاي ته د راوستلو په لړ کې یو مهم ګام وي.
د جمعې په ورځ خپل یو بیان کې د روس خارجه وزیر سرګئ لاروف ویلي مسکو د طالبانو دحکومت سره د عملي خبرو اترو د برقراره ساتلو په اړتیا قانع ده.
د هغه په خبره" دا ښکاره ده چې له کابل پرته د ستونزو هواری یا د افغان کشالی د حل لپاره خبرې اترې ممکن نه دي"
ماسکو کې د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي اؤ د ګاونډیانو هیوادونو د استازو سره په راجوړه شوې غونډه کې د خبرو په مهال د روس د خارجه وزیر وینا وه چې "مسکو به د کابل سره سیاسي، تجارتي اؤ اقتصادي اړیکو ته د ودې ورکولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي".
هغه که هر څو د طالبانو نوم وانخستو خو د مخدره موادو د پیدوار د مخنیوي اؤ د ترهګرې ډلې داعش سره د جګړې په هڅو کولو یې د افغان مشرتابه ستاینه وکړه.
سرګئ لاروف وویل امریکې ته د افغانستان کنګل کړل شوې پنګې ستنول پکار دي اؤ لویدیځ باید افغانستان کې له شخړو وروسته د بیا ودانۍ په اړه خپل مسولیتونه ومني.
Forum