لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېرس کې د اولېمپکس لوبو د شروع کېدو نه مخکې د رېل په نظام حملې شوې


د فرانس وزیراعظم ګېبریل اټل وویل د جمعې په سحر د اېس اېن سي اېف د رېل په تنصیباتو د وړاندې څخه ترتیب شوي د تخریب مربوط ګامونه واخیستل شوو. هغه زیاته کړه چې دا ګامونه به د رېل د نظام دپاره درانه او سنګین نتایج ولري
د فرانس وزیراعظم ګېبریل اټل وویل د جمعې په سحر د اېس اېن سي اېف د رېل په تنصیباتو د وړاندې څخه ترتیب شوي د تخریب مربوط ګامونه واخیستل شوو. هغه زیاته کړه چې دا ګامونه به د رېل د نظام دپاره درانه او سنګین نتایج ولري

د فرانس سرښار پېرس کې د جمعې په ورځ د اولېمپکس لوبو مقابلې د شروع کېدو د دستورې نه څو ګنټې مخکې په ښار کې د رېل په نظام حملې شوي چې چارواکو د تخریک ګام بللی او په نتیجه کې يې د سلګونو زرګونو مسافرو دپاره د سفر مشکلات پېدا کړي دي.

د رېل په نظام د جمعې د ورځ حملې په داسې حال کې شوې چې د اولېمپکس د پرانېستې په دستوره کې توقعو ده چې تر ۳۰۰۰۰۰ پورې خلک به شرکت کوي او په ښار کې د امن او امان دپاره سخت اقدامات شوي دي.

په حملو کې د رېل نظام ته اورونه اچول شوي چې له امله يې د فرانس اېټلانټېک، شمالي او مشرقي کرښې متاثره شوي، د رېل ګاډو حرکت منسوخ کړی شوی دی او وېل کېږي چې تر ۸۰۰۰۰۰ پورې د مسافرو سفرونه به د ګډوډۍ نه وځپل شي، په داسې حال کې چې د ګرمۍ په رخصتیو کې د مسافرون شمېره هم زیاته شوې.

د فرانس وزیراعظم ګېبریل اټل وویل د جمعې په سحر د اېس اېن سي اېف د رېل په تنصیباتو د وړاندې څخه ترتیب شوي د تخریب مربوط ګامونه واخیستل شوو. هغه زیاته کړه چې دا ګامونه به د رېل د نظام دپاره درانه او سنګین نتایج ولري.

د اېس اېن سي اېف مشر جین پيیر فرانډو حمله کوونکو د فایبر اپټېک کېبلو ته اورونه اچولي دي چې رېل چلوونکو ته د تحفظ دپاره معلومات ورسووي.

د مسافرو د خدماتو مشر کرېسټوف فېنيشی وویل د پېرس او د فرانس د شمالي او مشرقي برخو ترمنځ رېل ګاډي د ۹۰ منټو نه تر دوو ګنټو پورې ځنډېلي دي. هغه د مسافرو نه غوښتنه کړه چې د رېل ګاډي په اړه د پېش ګي اطلاع ترلاسه کولو بغېر دې سټېشن ته نه ورځي.

فرانډو وویل د رېل کارکوونکو چې د شپې په وخت د مرمت کار کوي په مرکزي فرانس کې يې غېر متعلقه خلک وليدل او کله چې پولیس ته خبر ورکړی شو نو دغه کسان وتښتېدل.

د پېرس او د برطانيې سرښار لندن ترمنځ هم ګڼ شمېر رېل ګاډي ځنډېدلي دي. دا خبره یوروسټار نومې رېل کمپنۍ وکړه. ځینې رېل ګاډي چې های سپيډ یا تېز رفتاره نه دي، نورو کرښو ته اړول شوي دي.

امنیتي سرچینو ای اېف پي خبري ادارې ته وویل استخباراتي ادارې کوښښ کوي چې د رېل په نظام د تخریب په ګامونو کې د ککړو کسانو تعین وکړي.

سرچینې وویل د اور لګولو طریقه د ګس (چپ) لاس د انتهاپسندو د طریقې سره مماثلت لري چې پخوا يې حملې کړې دي.

د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د رېل په نظام حملې دلاسه په شمالي جرمني کې د رېل نظام ګډوډ شوی و. د ګس لاس یو انتهاپسند وېب پاڼې د دې حملې ذمه واري ومنله.

د جمعې په سحر په فرانس کې د رېل په نظام حملې په داسې حال کې وشوې چې هم په دې ورځ ماښام به د اولېمپکس مقابلو د پرانېستل کېدو دستوره کې تر ۷۵۰۰ پورې برخه اخېستونکي شرکت کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG