لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب حکومت ومنله چې سعودي خبریال جمال خاشقجي وژل شوی دی


د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د جمال خاشقجي په اړه د سعودي مامورینو سره خبرو دپاره سعودي عرب ته تللی و
د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د جمال خاشقجي په اړه د سعودي مامورینو سره خبرو دپاره سعودي عرب ته تللی و

د سعودي عرب حکومت په استنبول کې په خپله کونسلګرۍ د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو د خبر پخلې کړی او ويلي يي دي هغه په کونسلګرۍ کې د چارواکو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

دا خبره د جمعې په ورځ سحر وختي د سعودي عرب خارجه وزارت په يو ټوېټ پېغام کې کړې ده او ويلي يي دي دوي په لومړيو پلټنو کې معلومه کړې ده چې خاشقجي په کونسلګرۍ کې د سعودي چارواکو سره په خبرو کې وران شو، لاس یې واچولو او په جګړه کې ووژل شو.

سعودي حکومت ويلي د خاشقجي په مرګ کې يي خپل پينځه اعلا چارواکي برطرفه کړي او ١٨ نور يي نيولي دي.

په لر کړل شوو چارواکو کې د شهزاده محمد بن سلمان مشير سعود القحطاني او د استخباراتو مرستيال مشر مېجر جنرل احمد الاسيري هم شامل دي.

دا لومړی ځل دی چې سعودي عرب اومنله چې جمال خاشقجي د دوي په کونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

د ترکي چارواکو ډېر وړاندې ويلي وو چې د سعودي جاسوسانو خاشقجي په دغه کونسلګرۍ کې د وژلو وروسته هغه ټوټې ټوټې کړې دی او د کونسلګرۍ نه يي ويستلی دی،

امريکا وايي ترکي چارواکو سره د خاشقجي د وژل کېدو غږيز او ويډيو پېغامونه موجود دي.

د سعودي خارجه وزارت بيان وايي باچا سلمان د جمال خاشقجي د قتل د پلټنو لپاره د يو کمېشن جوړولو امر کړی چې په نوې لارو چارو د دغې پېښې پلټنې وکړي او په يوه مياشت کې دننه خپل رپوټ وړاندې کړي.

د ترکي چارواکو ترمخه ١٥ سعودي چارواکي چې ١٢ پکې امنيتي مامورين وو د اکتوبر په دويمه نېټه په استنبول ښارکې د سعودي هغه کونسلګرۍ ته ورغلي وو چرته چې سعودي خبريال جمال خاشقجي هم ورغلی وو او د ورتلو وروسته بېرته نه دی راوتلی.

امريکا د سعودي چارواکو هغه ټېلي فوني خبرې هم رېکارډ کړي چې پکې د سعودي استخباراتي چارواکي د خاشقجي کورته د بوتللو منصوبې تړي.
سعودي خبريال جمال خاشقجي د اکتوبر په دويمه نېټه په استنبول کې د سعودي عرب کونسلګرۍ ته د خپل واده د کاغذونو برابرولو له ورغلی وو خو بيآ د هلته نه بهر نه دی راوتلی.

د هغه چنغلې هغه ته بهر ١١ ګنټې انتظار کړی وو. او چې هغه د کونسلګرۍ نه را ونه وتلو نو د هغه د لادرکۍ په اړه يي په سوشل مېډيا او ټېلي فون خبرونه خواره کړل.او هم هغه وخت يي د انټر نېټ آيي کلاؤډ نه د خاشقجي د اېپل ګړۍ ټول رېکارډنګ خوندي کړو چې پکې خاشقجي د سعودي افسرانو سره په کونسلګرۍ کې څه خبرې کړي او هغه سره کوم تشدد شوی او څنګه وژل شوی دی.د خاشقجي کېدونکې ښځې دغه ټول رېکارډنګ د ترکي چارواکو ته ورکړی .

جمال خاشقجي د سعودي عرب په مدينه ښار کې يه يوه مالداره او مشهوره کورنۍ کې ځېګېدلی. نوموړي په ۱۹۸۳م کې د امريکا نه په جرنلزم کې ډګري ترلاسه کړې او پس له هغې يي په سعودي عرب کې په يو شمېر ځايي او نړيوالو اخبارونو کې کار کړی.

دی د ترکي ډاکټر محمد خاشقجي نوسی دی چا چې د يوې سعودي ښځې سره واده کړی وو او د سعودي د باني کنګ عبدالعزيز السعود ډاکټر وو.

دی د وسلې د وتلي کاروباري عدنان خاشقجي وراره دی چې د يوې اندازې ترمخه په کال ۱۹۸۰ کې ورسره څلور اربه ډالرې وې.

د برطانيې شهزادګۍ ډيانه ملګری ډوډي الفېض هم د جمال خاشقجي نزدې خپلوان وو چې په پېرېس کې د ډيانه سره د موټر په يوه حادثه کې مړ شوی وو.

خبريا جمال خاشقجي به وخت په وخت د سعودي عرب په حکومت او په خصوصي ډول په شهزاده محمد بن سلمان نيوکې کولې، نوموړی کال وړاندې له سعودي عرب له حکومت له وېرې امريکا ته راغلی وو او دلته يي د خودساخته جلاوطنۍ ژوند کو. او د واشنګټن پوسټ اخبار سره يي هم کار کوو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG