لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوابۍ:د وسله والو حمله کې پولیس حوالدار وژل شوی


په سمدستي توګه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې خیبر پښتونخوا اؤ دهیواد بیلابیلو سیمو کې په پولیسو د شوؤ زیاتره بریدونو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک یا هم وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده
په سمدستي توګه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې خیبر پښتونخوا اؤ دهیواد بیلابیلو سیمو کې په پولیسو د شوؤ زیاتره بریدونو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک یا هم وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده

دخېبرپښتونخوا په صوابۍ سيمه کې په موټرسايکل سورو نامعلومو وسله والو يو پوليس حوالدار وژلى دى.

دپولیس چارواکو په وینا دا پېښه د زیارت په ورځ دصوابۍ په کډي سيمه کې هاغه مهال رامنځته شوې چې پولیس حوالدار بخت منير له کوره دډيوټۍ لپاره روان ؤ.

دپښتونخوا صوبې دپولیسو د ټویټر په رسمي پاڼه لیکل شوي چې په حوالدار بخت منیر په موټرسايکل سورو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې هغه ساه ورکړې ده.

په سمدستي توګه ددې پېښې پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې خیبر پښتونخوا اؤ دهیواد بیلابیلو سیمو کې په پولیسو د شوؤ زیاتره بریدونو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک یا هم وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده.

په دې وروستيو کې په خېبرپښتونخوا کې په پوليسو او امنيتي ځواکونو دوسله والو لخوا بريدونو کې اضافه لیدل شوې اؤ دوه ورځې دمخه هم په شمالي وزيرستان کې دپوليو په يوه ډله بريد کې دوه پوليس عسکر او يو دپوليو رضا کار وژل شوي وؤ.

تر دې وړاندې د روانې جون میاشتې په لسمه نیټه هم صوابۍ کې دپولیسو په یو ګاډي برید کې دوه پولیس عسکر وژل شوي وؤ.

دمئ میاشت کې دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې په څوکنو سيمه کې دشاه پور سيمې دپوليس ايس ايچ او شکيل خان هم وسله والو وژلى ؤ.

همدغه شان دمئ په میاشت کې پېښور سرکۍ ګيټ سيمه کې ديکه توت پوليس تاڼې په حدودو کې په يو بريد کې دانټلي جنس بيورو يو انسپکټر وژل شوى او دوه نور دايي بي عسکر ژوبل شوي وؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG