لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف وایي پاکستان کې د کارکوونکو چینایي وګړو امنیت یې وړومبۍ ترجیح ده


په پاکستان کې د چین په وګړو له پرله پسې مرګوني بریدونو وروسته د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي پاکستان کې د کارکوونکو چینایي وګړو امنیت یې د حکومت وړومبۍ ترجیح ده.

وړمه ورځ د پاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شوي وؤ چې د علاج لپاره د کراچۍ یو روغتون ته رسول شوي دي.

د پاکستان د سرکاري میډیا له مخې کراچۍ کې په چینایي وګړو له شوي برید وروسته د چهارشنبې- شورو په ورځ وزیراعظم شهباز شریف په اسلام اباد کې د چین سفارتخانې ته ورغلی اؤ هلته یې د چین د سفیر جیانګ زاییډونګ سره لیدلي دي.

د پاکستان سرکاري ریډیو وایي په دې لیدنه کې وزیراعظم شهباز شریف کراچۍ کې په چیناني وګړو د شوي برید سخته غندنه کړې اؤ د چین سفیر ته یې باور ورکړی چې پېښه کې ککړو کسانو ته به سخته سزا ورکول کیږي.

وزیراعظم شهباز شریف د چین سفیر ته ویلي چې هغه کراچۍ کې په چینایي وګړو په شوي برید خواشینی شوی اؤ د ژوبلو د پوښتنې اؤ خواخوږۍ لپاره سفارت ته ورغلی.

ښاغلي شریف ویلي چې په دې پېښه کې ککړ کسان به خپل انجام ته رسولی شي اؤ ویلي یې دي چې هغه پخپله د پېښې د پلټنو د عمل څارنه کوي.

نوموړي ویلي چې چین د پاکستان یو پخوانی ملګری دی اؤ پاکستان کې د چین په وګړو داسې بریدونه د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو ته د زیان رسولو ناوړه هڅه ده.

په دې موقع د چین سفیر سفارتخاني ته په ورتګ د وزیراعظم شهباز شریف مننه کړې اؤ هیله یې ښودلې چې هغه به کراچۍ کې په چینایي وګړو شوي برید کې ککړو مجرمانو ته په سزا ورکولو کې خپل کردار ادا کړي.

دا پېښه په پينځم نومبر د کراچۍ ښار په سايټ علاقه کې مخې ته راغلې وه.

تر پېښې وروسته د کراچۍ ښار د جنوبي زون د پوليسو مشر، ډي آی جي اسد رضا د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي وؤ ، چينايي وګړو د لبرټي ټکسټايل يا جامو په کارخانه کې کار کولو اؤ د سه شنبې په سهار پرې ددغه کارخانې ساتونکي ډزې کړې دي.

د پولیسو مشر ویلي وؤ ،د پېښې پلټنې یې پيل کړي اؤ دا معلومولی شي چې د پېښې اصل حقيقت څه دی او په شا یې کومې کړۍ دي؟

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د کراچۍ لياقت نېشنل روغتون ویاند ويلي، روغتون ته دوه ژوبل چينايان ور وړل شوي درملنه یې روانه ده د يو روغتيايي حالت پکې سخت دی.

د سرچينو ترمخه، يو چينايي وګړی دوه او بل اته ډزه لګېدلی دی. خو پوليس چارواکو په دغې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې تېر د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خوله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

د کراچۍ د نړیوال هوايي ميدان نه بهر په چینايي قافله شوې چاودنې ته د کراچۍ پوليسو په خپل رپورټ کې ځانمرګی بريد ویلی چې د ګاډي د لارې شوی وو.

د پوليس رپورټ ترمخه، په برید کې دوه چينايان او يو بل تن د وجود ټکړې ترلاسه شوې، او څو ګاډي تباه شوي وو.

د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ ژي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې په ولسي کچه پاکستان کې د چينايي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.

هغه ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.

د چينايي سفير د بيان په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کوو.

د چين حکومت پرله پسې په پاکستان غږ کړی چې چينايي وګړو ته دې موثره امنيت برابر کړي او د ترهګرو پرضد یې د دواړو هيوادونو په ګډه مبارزه ټينګار کړی دی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG