لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلزار عالم: موسيقې د انسان د فطرت برخه ده، طالبان پې بندیز نشي لګولی


په دې تصویر کې لیدل کېږي چې د افغانستان د موسیقۍ قامي ادارې ارکېسټرا په کال ۲۰۱۳ کې په کابل کې د خبل هنر ښودنه کوي
په دې تصویر کې لیدل کېږي چې د افغانستان د موسیقۍ قامي ادارې ارکېسټرا په کال ۲۰۱۳ کې په کابل کې د خبل هنر ښودنه کوي

د پښتو مشهور سندر غاړی ګلزار عالم وايي که څه هم طالبانو په تېرو وختونو کې په موسیقۍ بندیز لګولی و خو افغانان د موسیقۍ نه منع نه شول ځکه چې موسیقي اورېدل د انسان په فطرت کې شامل دي.

طالبان یوارې بیا په کابل کې واک اختیار ته رسېدلي او که څه یې هم مطبوعاتو ته ډاډ ورکړی چې د موجوده ازادیو به یې احترام کوي خو د موسیقۍ په اړه یې لا څه ښکاره دریځ مخې ته نه دی راغلی او د انساني حقونو فعالان ویره څرګندوي چې په حکومت کې به طالبان خپل پخوانی روش بیا اختیار کړي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ګلزار عالم وویل په موسیقۍ د طالبانو په دور کې د پابندۍ په مهال د موسیقۍ کېسټونه په پېښور کې محفوظ کړی شوي وو او کله چې د طالبانو حکومت ختم شو نو دغه کېسټې افغانستان ته بیا منتقل کړی شوې.

هغه وايي: " مونږه دا هم وليدل چې کله د هغوي ( طالبانو) حکومت ختم شو نو دلته (پېښور) کې په ګودامونو کې چې کومې کېسټې (پټې) پرتې وې او ناکامه شوې وې، نه چلېدې او چا هم نه اورېدې هغه ګودامونه ټول خالي شو او کېسټې افغانستان ته لاړې. هغه خلکو واخستې او د موسيقۍ اورېدل يې شروع کړل او ښه په شوق يې اورېدله."

ګلزار عالم اوس د پښتو موسيقۍ د دودې په غرض جوړ د باچا خان مرکز انګازې پروډکشن هاوس مشر یا ډراېرېکټر دی وايي څوک په زور انسان د موسیقۍ نه نشي لرې کولی ځکه چې "موسيقي د انسان د فطرت برخه ده، چې تر څو پورې انسانان وي دا به اوري، چې کله انسانان ختم شي بيا څه نه شو وېلی."

ګلزار عالم
ګلزار عالم

د انګازې پروډکشن هاوس د هدف په اړه ګلزار عالم وویل د داسې معياري موسيقۍ بحالي غواړي او داسې سندرې خوندي کول غواړي چې د ختمېدو د خطر سره مخامخ دي. "مونږ د پښتو موسيقۍ ډېر مضبوط او غني فوکلور لرو، په حکومتي سطح مونږ سره داسې اداره نشته چې زمونږ فوکلور خوندي کړي او راروان نسلونو ته يې وړاندې کړي. مونږ هڅه کوو چې بدله، ټپه، چاربېته، مصرعيزه، سندره او داسې نور د پښتو صنفونه مونږ هم هغه د زوړ پښتنې رواياتو لکه رباب، ستار، طبله، هارمونيم، سرنده او داسې نورو زړو سازونو سره بيا رېکارډ کړو او خوندي يې کړو."

د انګازې پروډکشن د پرانستې دستوره د اګست د مياشتې په نهمه نېټه په باچا خان مرکز پېښور کې ترسره شوه چې پکې د ژوند د بېلا بېلو فکرونو خلکو سره سره د خېبر پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو سندر غاړو او موسیقارانو او عام ولس ګډون وکړو.

د پښتو يو موسيقار شاکر زېب چې خپله هم سندرغاړی دی وايي د انګازې پروډکشن د سيوري لاندې به هنرمندان معياري موسيقي جوړوي او سندرې به رېکارډ کوي.

هغه وايي:"د انګازې پروډکشن تابيا په دې نيت شوې ده چې پښتانه خپل هنرمندانو سره سره خپل اتلان شاعران هم وپېژني. دلته کې مونږ د ښه شعر انتخاب کولی شو ځکه چې دلته بې لالچه کار دی. "

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG