لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې په یو شواروز کې د شپږو عسکرو په ګډون نهه کسان وژل شوي،۱۱ عسکر ژوبل شوي


په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې په وروستيو ورځو کې بريدونه زيات شوي دي او د نومبر په لومړيو شپږو ورځو کې تر اوسه لس بريدونه شوي، دا بریدونه بنو، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، وزيرستان، کرم، او خېبر سيمو کې شوې دي
په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې په وروستيو ورځو کې بريدونه زيات شوي دي او د نومبر په لومړيو شپږو ورځو کې تر اوسه لس بريدونه شوي، دا بریدونه بنو، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، وزيرستان، کرم، او خېبر سيمو کې شوې دي

په خېیر پښتونخوا کې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د ناامنۍ پېښو کې د شپږو امنیتي عسکرو په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۱۱ امنیتي اهلکار ژوبل شوي دي.

دا بریدونه د سویلي وزیرستان ترڅنګ په ډیره اسماعیل خان ، بنو، کرم او خېبر کې شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي د جنوبي وزيرستان تحصيل لدها په کړمه سيمه کې د امنيتي ځواکونو په چيک پوسټ د شپې بريد شوی چې په نتيجه کې يې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د امنيتي سرچينو په وينا، بريد کوونکي د تيارې څخه په استفاده له برید وروسته تښتېدلي دي، په سيمه کې د لټون عمليات روان دي، خو تر دې مهال برید کې وسله والو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د سيمې خلک وايي ، بريد څو ساعته دوام درلود، او د سهار تر وخته د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

تر دې مهال کومې ډلې ددې برید زمه داري نه ده منلې نه په دې اړوند د پاکستان د پوځ کوم بیان مخې ته راغلی دی.

دا په بر جنوبي وزیرستان کې روانه میاشت کې دویم برید دی.

د نومبر په دویمه نېټه هم د بر جنوبي وزيرستان سروېکۍ سيمه کې بريد شوی و، چې پکې يو پوځي افسر او ۱۱ نور پوځیان ټپيان شوي وو.

له دغه بريد وروسته، د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي آر د څلورو بريد کوونکو د وژلو دعوه کړې وه.

د بر جنوبي وزیرستان دا هغه سيمې دي چې په ۲۰۰۹م کال کې د “راه نجات” عملياتو په ترڅ کې یې د پاکستان پوځ د هر قسمه ناامنۍ نه د کولو دعوې کړې وې ، خو څېړونکي وایي چې اوسني حالات له معمول نه ډېر خراب او د اندېښنې وړ دي.

بل لوري ته په کوز جنوبي وزيرستان کې د تحريک طالبان پاکستان پخوانی کمانډر او د حکيم الله محسود نږدې ملګری احمد جان چې ورستیو کې حکومت ته تسلیم شوی ؤ د نامالومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د سرچينو په وينا، احمد جان له حکومت سره د ملاتړ په ترڅ کې په سيمه کې وسله وال لښکر هم جوړ کړی ؤ.

سرچېنې وايي هغه دوه ورځې وړاندې د افغانستان پولې ته نږدې د بيرمل تحصيل څخه وتښتول شو، او تېره ورځ يې په ډزو وژل شوی مړی وموندل شو.

دا په درېوؤ ورځو کې په یاده سیمه کې دا رقم دريمه پېښه ده.

پرون د نهې په ورځ هم پر يوه ګاډي ډزې شوې وې، چې پکې يو پوليس اهلکار او درې نور کسان وژل شوي وؤ.

له دې پېښې يوه ورځ مخکې، د حکومت ملاتړی طالب کمانډر اريانه وزیر هم وژل شوی ؤ، چې د دې پېښې مسؤليت تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخستی دی.

په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې په وروستيو ورځو کې بريدونه زيات شوي دي او د نومبر په لومړيو شپږو ورځو کې تر اوسه لس بريدونه شوي، دا بریدونه بنو، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، وزيرستان، کرم، او خېبر سيمو کې شوې دي.

پرون ډیره اسماعیل خان کې د فرنټیر کانسټېبلري په ګاډي د وسله والو برید کې د ایف سي ځواک دوه اهلکار وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. چې زمه داري یې ټي ټي پي منلې ده.

تېره ورځ د خيبر ضلعې په بر قمبرخېل سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد شوی، چې پکې اووه اهلکار ټپيان شوي، او د دې پېښې مسؤليت تحريک طالبان پاکستان منلی دی.

همدارنګه، د کرم په بګن سيمه کې د ځایي خلکو پر ګاډي بريد شوی، چې پکې دوه کسان وژل شوي او يوه ښځه ټپي شوې. د وژل شوو کسانو په اړه ويل کېږي چې هغوی د اتوؤ کلونو له مسافرۍ وروسته له قطر څخه خپل کور ته ستانه شوي وو.

د دې پېښې په غبرګون کې نن په پاړه چنار کې احتجاج هم شوی دی.

په عين حال کې، د کورمې ضلعې یوازینۍ مهمه لاره، ټل-پاړه چنار سړک، د تېرو 26 ورځو راهيسې د خرابو حالاتو له امله تړلی پروت دی.

په همدې موده کې، نن سهار د بنو په جاني خېل سيمه کې د نجونو پر يو جوړېدونکي ښوونځي لاسي بم غورځول شوی، چې کوم ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د ملک د داخله چارو وزارت او د صوبې اعلا وزیر علي امین ګنډا پور په دې پېښو اندېښنه ښودلې او پخپلو بیلابیلو بیانونو کې یې د ترهګرۍ د ختمولو هوډ ښکاره کړی دی.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG