لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د انساني قاچاق په تور نيول شوی ټولنيز فعال اېف ايي ای ته په بدني ريمانډ ورکړل شو


د امریکې څخه د روانېدو نه دوه ورځې وړاندې د صارم برني يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې هغه په کې ويلي، ګڼو کسانو په هغه د تورونو ‏لګولو هڅه کړې خو هغه به یې د ثبوتونو سره ځواب کوي
د امریکې څخه د روانېدو نه دوه ورځې وړاندې د صارم برني يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې هغه په کې ويلي، ګڼو کسانو په هغه د تورونو ‏لګولو هڅه کړې خو هغه به یې د ثبوتونو سره ځواب کوي

په پاکستان کې ټولنيز فعال او د صارم برني ټرسټ نومې تنظیم مشر صارم برني د کراچۍ په هوايي اډه مرکزي ‏تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) نيولی او د زیارت پنجشنبې، په ورځ عدالت هغه اېف ايي ای ته د دوو ورځو په بدني ريمانډ ورکړو.‏

صارم برني د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کراچۍ په هوايي اډه امریکې نه د ستنېدو په مهال د اېف ايي ای چارواکو ونیولو.‏

د اېف آی اې چارواکو ويلي، صارم برني د امریکې په شکايت نيول شوی، په هغه تور دی چې د هغه ادارې صارم برني ويلفير ټرسټ انټرنيشنل په غېر قانونه توګه ماشومان په امریکا کې مېشتو جوړو ته ورکړي دي.‏

چارواکو ويلي دوی ته ويل شوي چې دغه ماشومان د ټرسټ د مرکز مخې ته پرېښودل شوي وو خو په پلټنو کې معلومه شوې چې دغه ماشومان د ‏میاندو پلارانو په رضا په مبینه توګه امريکې ته لېږل .‏

د انساني قاچاق ضد محکمې چارواکو د وي او ای اردو څانګې ته ویلي ‏‎17‎‏ ماشومان د قاعدې خلاف امریکې ته لېږل شوي او دوی یې شواهد ترلاسه کړي دي.‏

د صارم برني ښځې عاليه صارم ویلي، په خاوند یې بې بنياده تورونه لګول شوي دي.‏

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه صارم برني د زیارت، پنجشنبې، په ورځ عدالت ته وړاندې کړل شو او د اېف آی اې وکیل د هغه د بدني ريمانډ غوښتنه وکړې چې د هغه نه نورې ‏پلټنې کوي او عدالت هغه بیا د دوو ورځو په بدني ريمانډ اېف آی اې ته حواله کړو.‏

د امریکې څخه د روانېدو نه دوه ورځې وړاندې د صارم برني يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې چې هغه په کې ويلي، ګڼو کسانو په هغه د تورونو ‏لګولو هڅه کړې خو هغه به یې د ثبوتونو سره ځواب کوي.‏

ځينې رپورټونه وايې، د صارم برني مېرمن او د ادارې نور کسان یې په هم پلټنو کې شاملې دی شي.‏
صارم برني د خپل ورور انصار برني سره په ګډه د انصار برني وېلفير ټرسټ نومې اداره کې مرستیال مشر و چې کومه اداره چې په کال ‏‎1980‎م کې جوړه شوې ‏خو د دوی ترمنځ د اختلافاتو د خبرونو مخې ته راتلو وروسته صارم برني بيا په کال ‏‎1990‎‏ کې د صارم برني ټرسټ انټرنيشنل په نوم خپله اداره جوړه کړې ‏وه.‏

د ادارې ترمخه، دوی بې کوره ښځو او ماشومانو ته سر پناه ورکوي، ښځو ته قانوني مرستې او بې وسه جينکو د ودونو سره بې اولاده جوړو ته ‏ماشومان هم ورکوي.‏

د پاکستان په لوي اقتصادي ښار کراچۍ کې د ايدهي او چهيپا په نوم نورې امدادي ادارې هم بې اولاده جوړو ته ماشومان ورکوي، یادې ادارې وايي دوی ته ‏په ښار کې ځای په ځای او د دوی د مرکزونو مخې ته پرتو زانګوګانو کې نوي زېږېدلي ماشومان ترلاسه کيږي چې زياتره جينکۍ وي او هغه بيا دوی ‏په خپله طريقه بې اولاده جوړو ته ورکوي.‏

پاکستان کې د ماشومانو چاته ورکولو دپاره قانون نشته، ځکه د دغسې کولو دپاره د ګارډين شپ يا امانتي سرپرستۍ طريقه خپلولی شي، د کومې لاندې ‏چې ماشوم د ‏‎18‎‏ کالو عمر ته رسېدو وروسته ازاد يا خپلواکه کېدی شي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG