لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په صومالیه کې الشباب یو مذهبي مشر او ١۴ نور تنان وژلي


الشباب د شرېعت د خپلې تشریح دلاندې په ولسي کچه خلکو ته سزاگانې هم ورکوي
الشباب د شرېعت د خپلې تشریح دلاندې په ولسي کچه خلکو ته سزاگانې هم ورکوي

د صومالیه الشباب وسله والې ډلې د یو مذهبي مشر په مرکز حمله کړې ده چې پکې د صوفي مسلک دغه عالم او ١۴ نور تنان وژل شوې دي.

د حکومتي چارواکو او عیني شاهدینو ترمخه، الشباب په گېلکایو کلي کې د شیخ عبدولي علي علمي په مرکز د گل، دوشبنې، په ورځ سحر وختي حمله وکړه.

د کلي اوسېدونکو وویل چې لومړی یوه درنه چاودنه وشوه او بیا ناتاره ډزې پېل شوې. ددې ورسته یو ځانمرگي حمله کونکی په موټر کې د ښاغلي علمي په مرکز ورغلو او نور مسلح حمله کونکي په پښو ور دننه شول.

په شیخ عبدولي علي علمي الشباب تېر کال پس له هغې د مذهب د سپکاوي تور ولگولو چې هغه په یوټیوب ځینې وډیوگانې خپرې کړې.

مذهبي مشران وايي په وډیوگانو کې شیخ عبدولي علي علمي یو تصویر ته اشاره کوي چې ځینې خلک یې داسې گڼي چې د پېغمبر اسلام عکاسي پکې شوې ده. په شیخ عبدولي علي علمي دا تنقید هم کیږي چې د عبادت سره موسیقي غږوي.

ښاغلي علمي د مذهب د سپکاوي تورونه رد کړې و او وېل به چې موسیقي د اسلامي تعلیماتو خلاف نه ده.

الشباب په ښاغلي علمي د حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

امنیتي ځواکونو د حملې وروسته په ځوابي عملیاتو کې دوه وسله وال وژلې دي. داسې رپورټونه هم وو چې یو وسله وال ژوندی هم نیول شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG