د جنوبي کوریا د صدر یون سک یول په ضد د مواخذې دویم تحریک کامیاب شوی چې له دې وروسته به اوس هغه د صدارتي ذمه واریو ترسره کولو جوګه نه وي.
د خالي په ورځ د جنوبي کوریا په قامي اسمبلۍ کې د مواخذې په تحریک ترسره شوي د رایې ورکولو عمل کې د پارلیمان 204 غړو د دې تحریک په پلوۍ اؤ 85 یې په مخالفت کې راي ورکړې دي.
د مواخذې یا ګوښه کولو د تحریک له کامیابېدو وورسته صدر د خپلو اختیاراتو د استعمالولو اؤ د خپلو فرایضو ترسره کولو نه منعې کړل شوې دی.
د دویم تحریک د کامیابېدو یو نقل صدر اؤ بل اییني عدالت ته لېږل شوی دی.
تر دې وروسته به د جنوبي کوریا اییني عدالت د 180 ورځو دننه د خپل منصب نه د صدر د لرې کولو یا بحالولو غوڅه پرېکړه کوي اؤ که هغه له عهدې لرې کړل شي نو په دوؤ میاشتو کې دننه به په ملک کې نوي صدارتي انتخابات کولی شي.
تېره اوونۍ هم د صدر خلاف د مواخذې وړومبی تحریک پارلیمان ته وړاندې کړل شوی ؤ خو د واکمن ګوند د غړو د بایکاټ له امله صدر د مواخذې نه بچ شوی ؤ.
د صدر خلاف د شوؤ احتجاجي مظاهرو له امله دهغه د خپل ګوند پیپل پاور پارټۍ څو غړو اشاره کړې وه چې هغوي به د مواخذې په دویمه راي کې د صدر په ضد خپلې راي کاروي.
د صدر له لوري له مارشل لاء لګول کېدو وروسته په زرګونو خلک د جنوبي کوریا پلازمینه سول کې د سختې یخنۍ باوجود سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ غوښتنه یې کوله چې صدر دې له خپل منصبه ګوښه اؤ کرفتار کړل شي.
د خالي په ورځ چې کله د مواخذې په دویم تحریک راي ورکړل کېدې نو هم په سلګونو کسان د پارلیمان د ودانۍ مخې ته ورټول شوي وؤ.
د جنوبي کوریا صدر په دریم دسمبر د شپې په ملک بېړنۍ مارشل لا لګولې وه اؤ په ټيلي ویژن یې خپله وینا کې ویلي وؤ چې هغه سره د ایین د تحفظ لپاره تر دې د بل ګام پورته کولو هیڅ لاره نه وه.
هغه په خپله وینا کې په اپوزیشن د پارلیمان د کنټرول کولو ، د شمالي کوریا سره د خواخوږۍ لرلو اؤ د ریاست په ضد د فعالیتونو د لارې د حکومت د مفلوج کولو تورونه لګولي وؤ.
د صدر له دې ګام یوازې څو ساعته وروسته قانون سازانو د مارشل لا په ضد خپلې راي ورکړې وې چې له هغې وروسته صدر د مارشل لا نه پشا شوی ؤ.
پارلیمان ته د قانون سازانو دننوتلو د مخنیوي په غرض په دغه موقعه ګڼ شمیر پولیس اؤ امنیتي اهلکاران ځاي پځاي کړل شوي وو خو قانون سازانو د امنیتي ځواکونو محاصره ماته کړې وه اؤ پارلیمان ته په ننوتلو بریالي شوي وؤ.
د جنوبي کوریا د قانون له مخې پارلیمان کې د اکثریتي رایو په لرلو سره مارشل لا پورته کېدای شي .
تر مارشل لا پورته کېدو وروسته صدر پخپله وینا کې پخپل دې اقدام بخښنه غوښتنې وه خو له استعفا ورکولو یې ډډه کړې وه.
( ددې رپورټ مواد د ایسوسي ایټډ پریس څخه اخستل شوي)
Forum