لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل نازولو نه په پېښور کې د لوښو وینځلو غوښتنه،حماسه وایي د کډوالۍ سختۍ به هېرې نه کړي


د جون په شلمه د کډوالو د نړیوالې ورځ په مناسبت د وي او ای ډیوه سره مرکه کې د کابل ۵۳ کلنه حماسه وایي، د کډوالۍ ژوند د هغې څخه وطن، موسیقي، د اولادونو علمي، صحافتي اؤ هنري فعالیتونه تروړلي دي اؤ اوس هغوي د یو داسې احساس سره مخ دي لکه بې ځاله مرغۍ چې په ډکو شپې سبا کوي
د جون په شلمه د کډوالو د نړیوالې ورځ په مناسبت د وي او ای ډیوه سره مرکه کې د کابل ۵۳ کلنه حماسه وایي، د کډوالۍ ژوند د هغې څخه وطن، موسیقي، د اولادونو علمي، صحافتي اؤ هنري فعالیتونه تروړلي دي اؤ اوس هغوي د یو داسې احساس سره مخ دي لکه بې ځاله مرغۍ چې په ډکو شپې سبا کوي

"حماسې" نه يوازې دا چې د افغانستان په څېر يوه عنعنوي او مذهبي ټولنه کې تر ډيرې مودې د موسيقۍ بيلا بيل آلات غږولي دي بلکې د طالبانو په تېره دوره کې چې کله هغوي د نجونو پر زدکړو بنديز ولګاوه نو هغې د خپل ژوند په بيه په پټه افغان نجونو ته زدکړې ورکولې خو وطن يې نه پرېښودو.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې طالبان يو ځل بیا په افغانستان واکمن شول نو په علم او موسيقۍ مئينه حماسه هم د لکونو نورو افغانانو په څېر وطن پرېښودو او د کډوالۍ ژوند ته اړ شوه.

د جون په شلمه د کډوالو د نړیوالې ورځ په مناسبت د وي او ای ډیوه سره مرکه کې د کابل ۵۳ کلنه حماسه وایي، د کډوالۍ ژوند د هغې څخه وطن، موسیقي، د اولادونو علمي، صحافتي اؤ هنري فعالیتونه تروړلي دي اؤ اوس هغوي د یو داسې احساس سره مخ دي لکه بې ځاله مرغۍ چې په ډکو شپې سبا کوي.

هر څو که حماسه اوس په فرانسه کې د خپلو اولادونو سره یو خوندي اؤ پرامنه ژوند کوي خو هغې ته نن هم د کابل نه د راوتلو اؤ پېښور ته د راتللو هغه قیامت خیزه ورځ په سترګو کې چوکه ده کله چې طالبانو افغانستان کې د یو جمهوري نظام په نسکورولو د ټوپک په زور په اقتدار قبضه وکړه اؤ د دوي نور په افغانستان کې د ژوند کولو امید ختم شو.

حماسه ددغې ورځې په یادولو سره وي او ای ډیوه ته وایي په کابل د طالبانو له قبضې وروسته چې پېښور ته د پناه وړلو په خاطر کله له خپلو دوو بچیانو رزما اؤ بصیر(مستعار نومونه) سره د تورخم په پوله واوښته نو کابل کې پاتې کورنۍ او د پاکستان راتلونکي ژوند یې زړه ولړزاوه.

په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې طالبان يو ځل بیا په افغانستان واکمن شول نو په علم او موسيقۍ ورکه مئينه حماسه هم د لکونو نورو افغانانو په څېر وطن پرېښودو او د کډوالۍ ژوند ته اړ شوه
په اګست کال ۲۰۲۱م کې چې طالبان يو ځل بیا په افغانستان واکمن شول نو په علم او موسيقۍ ورکه مئينه حماسه هم د لکونو نورو افغانانو په څېر وطن پرېښودو او د کډوالۍ ژوند ته اړ شوه


خو وایي خوشحاله په دې وه چې خپل زوی او لور یې د طالبانو له منګولو وژغورل او ډاډه وه چې اوس یې مرګ نه ګواښي.

حماسه له دې مخکې په ځلونو پاکستان ته راغلې وه خو ۲۸ کلن بصیر او ۲۴ کلنه رزما لومړی ځل ؤ چې پاکستان ته راغلي وؤ.

د حماسې پېغلې لور رزما د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په افغانستان کې وړومبی د صحافت په څانګه کې اؤ وورسته په یوه لوړه حکومتي څوکۍ دنده ترسره کوله اؤ زوي یې بصیر هم د مطبوعاتو یوه پېژندلې څېره وه اؤ د صحافت له لارې یې نوم ګټلی ؤ.

رزما وایي مور یې د موسیقۍ سره د جنون تر حده مینه درلوده ، هغې نه یوازې په شوقیه ډول سندره ویله بلکې د موسیقۍ بیلا بیل الات یې هم غږول اؤ همدا لامل ؤ چې هغې هم له خپلې مور اثر واخستو د موسیقۍ سره یې مینه پیدا شوه اؤ د هارمونیه اؤ طبلې غږولو رسمي زده کړې یې ترلاسه کړې اؤ بیا به یې کله کله په کور دننه اؤ کله د ملګرو په محفلونو کې طبله اؤ هارمونیه هم ښه ډاډه غږوله اؤ له خوښیو ډک ژوند یې کولو.

رزما وایي کابل ته د طالبانو په ننوتلو د دوي د ژوند ټوله نقشه د سترګو په رپ کې بدله شوه اؤ وایي صحافت، حکومت ، موسیقي ملګري ، محفلونه هر څه ترې پاتې شول اؤ نن د خپلې مور سره چې د پېښور په لوري روانه وه نو په شا، شا یې کابل ته کتل خو هیڅ نه پوهیده چې دا څه وشول اؤ په مخکې به څه پېښیږي؟

رزما وایي هغې په کابل کې له خپلو ملګرو د پاکستان د پولیسو د ناوړه چلند په اړه ډېر څه اوریدلي وؤ اؤ پېښور ته د تګ په وخت یې د سفر په مهال په زړه کې خورا ویره اؤ اندېښنې پرتې وې خو وایي مور ورته په لاره ډاډ ورکولو چې هیڅ هم نه کېږي.

هغه وایي سربېره پر دې چې مونږ د پاکستان په رسمي ویزه له پولې راوښتي وو خو له تورخم څخه تر پېښوره په لاره پولیسو ښه ولوټلو.

“ما مې مور ته مخ کړ چې راتلونکي چیک پوانیټ کې پولیسو ته پېسې ورنکړې، دا خو مو کرلي نه دي زموږ حقه حلاله ګټه په رشوت مه ورکوه خو مور مې راته وویل بچیه د پیسو غم مه کوه پرېږده چې تر پېښوره په امن او امان ورسېږو”

هغه وایي په بل چیک پواینټ کې رانه پولیسو وپوښتل له کوم ځایه راغلي یئ ؟ مور مې ځواب ورکړ، کابل نه راغلو دا مو ویزې دي خو وایي پولیس مې مور ته وکتل او وې ویل “ترورۍ دا څومره بیګونه دې بار کړي چرس مرس خو پکې نشته”

وایي مور مې ورته وویل “نه بچیه موږ د عزت او آبرو خلک یو بچي مې خبریالان دي” خو وایي پولیس ورته وویل خو بیا هم دا هرڅه باید وپلټوو.

رزما وایي مور مې پولیسو ته په خوښه د بېګونو لټولو اجازه ورکړه خو پولیسو چې بېګونو ته نظر وګرځولو نو وې ویل “مورجانې ډېره ګرمي ده څه د چائ،پاني غم به دې کړی و او ما به هم درته دعا کړې وای”

رزما وایي مور مې ورور ته وکتل او د سترګو په اشاره یې پوی کړ چې دوه زره کلدارې ورته ورکړي.

هغه وایي بصیر پولیس ته وویل وروره دا یو پنځه سویز به دې بس وي؟ خو پولیس په زرو رضا شو او په پای کې یې وویل “ترورۍ زما نیا هم افغانه ده زه د وزیرستان یم د وطندارۍ لحاظ مې درته وکړ دعاوې کوه راته “

رزما وایي ما مې په حیرانیتا مور ته وکتل “دا څنګه لحاظ و چې پیسې یې واخستې هغه هم بې دلیله” خو وایي مور مې نور د سوال ځواب حوصله نه لرله د سترګو په اشاره یې راته وویل چې نور حساب کتاب بس کړه.

حماسه وایي هغې هېڅ کله له افغانستان څخه د وتلو فکر نه و کړی د مجاهدینو او طالبانو مخکینۍ دوره یې هم په افغانستان دننه تېره کړې وه او د خپلو ماشومانو په ګډون یې د سیمې ټولو ماشومانو ته پټې زدکړې ورکولې .

خو د حماسې په وینا” دا ځل هرڅه فرق کوه ما باید د ځان پرته د خپلو اولادونو په اړه هم فکر کړی و ،لور او زوی مې د جمهوري نظام پېژندل شوي کارکوونکي وو او خپله هم د موسیقۍ د برخې فعاله وم ځکه خو مې هغه وطن چې ۵۳ کاله مې پکې تېر کړی وو د وحشت لارویانو ته ورپریښود او په بهیدونکو اوښکو مو الوداع وویل”

حماسه هغه سختې هم یادوي چې کله یې په پېښور کې د ډير چاودون وروسته په کرایه یو کور ونیولو اؤ بیا ددغه کور د مالک مېرمنې ورته یوه ورځ وویل “ما فکر کاوه چې تاسې به دلته راشئ او زما لاس به سپک شي دا د کور کارونه به ستا لور راته کوي”

حماسه وایي په فکر کې ډوبه شوه چې هغه لور چې په کابل پوهنتون کې یې د ماسټري تر کچې سبق ویلی او له نارینه و سره یې اوږه په اوږه کار کړی او د افغانستان د خلکو د پرمختګ لپاره یې په بیلابیلو برخو کې خورا زیاتې ملي او نړیوالې لاسته راوړنې درلودې نن یوه داسې ښځه چې یوه ورځ هم ښوونځي ته نه ده تللې او د الف او ب په فرق نه پوهیږي توقعو لري چې دا ورته لکه مزدوره د کور کارونه وکړي.

حماسه وایي “مونږ کرایه داران وؤ نوکران نه وؤ ځکه نو د کور د مالک د مېرمنې په دې خبرې اورېدو مې له سر یوه لوخړه پورته شوه خو ټوله غوسه مې دغربت او مهاجرت خواریو ته په کتلو سره کنټرول کړه او ورته مې وویل چې “موږ خو تاته کرایه درکوو مفتو کې نه اوسو چې ستا کارونه وکړو هو که ستونزه لرې نو مزدوره ونیسه موږ به یې تنخا ورکړو”

حماسه وایي ددغه ځواب په اورېدلو سره د کور د مالک مېرمنه غوسه شوه چې کابلۍ ته د خپل پیسو زور ماته مه ښکاره کوه، الله دې افغانیان او افغانستان تباه کړي ستاسو له وجې د حیات آباد د کورونو کرایې آسمان ته لوړې شوي”

که څه هم د حماسې لور او زوی د پښتونخوا له ډېرو نامتو څېرو سره پېژندګلوي درلوده خو دوی هيچاته هم نه وو ویلي چې پاکستان ته راغلي .

د حماسې لور د جمهوري نظام یوه لوړ پوړې کارکوونکې وه او هغه ډارېده چې لور ته یې دلته څه خطر پېښ نه شي .

رزما او بصیر چې د افغانستان په ټولنه کې فعال وګړي پاتې شوي وؤ وایي، په پېښور کې بیکارۍ او بې روزګارۍ نور په ذهني بیماري اخته کړي وؤ اؤ دواړو هڅه وکړه چې خپله د صحافت څانګه کې کار وکړي.

رزما وایي د پښتونخوا د ملګرو په مرسته مونږ دواړو ورور اؤ خور کار وموندو که څه هم د امتیاز له اړخه مونږ د افغانستان په پرتله یو په لسه ټیټه سطحه کې ګټه درلوده خو د ذهن بدلولو لپاره او د اړیکو پراختیا لپاره مو دا ښه فرصت وګڼلو.

هغه وایي يو ځل بیا د رسنیو په ډګر کې کار او فعالیت د دوي کورنۍ ته ښه او مثبته روحیه وبښله او د پښتونخوا د خبریالانو ټولنو هم دوي ته تل دا احساس ورکولو چې پښتونخوا اوس هم د دوی خاوره او خپل کور دی .

“زمونږ خوشبخته کورنۍ که څه هم د صحافیانو له بشپړ ملاتړ څخه برخمنه وه خو د حکومتي فیصلو په وړاندې بیا د پښتونخوا درانه او خواږه ملګري هم بې وسه وو”

رزما وایي کله به چې بصیر له دفتر څخه د راتلو له ټاکلي وخت څخه یوه دقیقه هم ناوخته کړه نو مور به مې په کور کې ناکراره وه چې پولیسو به نیولی وي که بل مصیبت به ورپېښ شوی وي.

حماسه وایي زما د پټې ناکرارۍ په محسوسولو اؤ زما د پام بدلولو په خاطر مې زوي بصیر او لور مې رزما ماته وړاندیز وکړو چې مفکوره څېړنیز مرکز ته باید لاړه شم او هلته خپل هنري فعالیتونو ته دوام ورکړم.

هغه وایي بچو یې د مفکوره څېړنیز مرکز په اړه د افغان هنرمندانو نه اوریدلي وؤ چې د افغان هنرمندانو کلک ملاتړ کوي نو ځکه ما هم زړه ښه کړو اؤ هلته مې تګ راتګ پیل کړ.

د حماسې په خبره بیا یې له مفکورې بهر په خصوصي ډول له یوه پاکستاني هنرمند څخه د موسیقۍ د زده کړو لړۍ پیل کړه خو وایي دا موده لنډه وه ځکه لومړی ځل هغې ته چا دا احساس ورکړ چې مهاجره ده او استاد ورته وویل چې “ته باید خوشحاله اوسې چې په تا د عدالت فورمۍ نه ډکوم ځکه ته مهاجره یې او مهاجرو ته زده کړه غیرقانوني ده “

حماسه وایي له دغې خبرې اوریدو وروسته یې زړه موړ شو اؤ بیا نوره د موسیقۍ صنف ته لا نه ړه .

حماسه وایي د هغې لپاره دا هم یو مسلسل اذیت ؤ چې کله به یې زوي بصیر له کوره بهر ووتلو نو سترګو به یې هغه لار لټوله چې پولیس پرې ولاړ نه وي او وایي د پولیس ویره زمونږ کورنۍ ته په کابوس بدله شوې وه.

هغه وایي دوی په پاکستان کې څلور ځله د ویزو د تمدید یا مودي غځولو لپاره غوښتنه کړې وه خو هرځل به دا غوښتنه ردیدله.

وایي د ویزو د معیاد ختمیدو نه وروسته به پاکستان کې پرله پسې بیلابیلو ادارو تنګول اؤ ژوند یې پرې حرام کړی ؤ خو وایي بیا به د پښتونخوا د ځېنو بارسوخه ملګرو په منډو ترړو مسله د یو څه وخت لپاره سړه شوه خو د دوي اندېښنو اؤ ویرو د ختمېدو نوم نه اخستو.

حماسه وایي دا اندېښنې یې وروسته له هغې نورې هم زیاتې شوې چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې بې اسناده کډوال د ۲۰۲۳ د اکټوبر د ۳۱ نیټې وخت لري چې له پاکستان څخه ووځي .

حماسه وایي د هغې لپاره دا هم یو مسلسل اذیت ؤ چې کله به یې زوي بصیر له کوره بهر ووتلو نو سترګو به یې هغه لار لټوله چې پولیس پرې ولاړ نه وي او وایي د پولیس ویره زمونږ کورنۍ ته په کابوس بدله شوې وه
حماسه وایي د هغې لپاره دا هم یو مسلسل اذیت ؤ چې کله به یې زوي بصیر له کوره بهر ووتلو نو سترګو به یې هغه لار لټوله چې پولیس پرې ولاړ نه وي او وایي د پولیس ویره زمونږ کورنۍ ته په کابوس بدله شوې وه

هغه وایي له دې اعلان وروسته خو زما اؤ د بچو د شپې خوبونه مو حرام شول ، شپه اؤ ورځ به په دې فکر کوؤ چې کله به پولیس راځي ، مونږ به نیسي ، بیا به مو د تورخم په پوله اړوي اؤ طالبانو ته به مو په لاس ورکوي.

هغه وایي د کور مالک هم هره ورځ بصیر څخه د دوی د ویزو د تمدید غوښتنه کوله ځکه د پولیسو لخوا پرې فشار ؤ او دوی ورځ تر بلې خبره غځوله ځکه د پاکستان حکومت یې نه ویزه رد کوله او نه یې تایید کوله دوی په منځ کې پاتې وؤ.

خو وایي د اکټوبر په مه۳۰ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت دې کورنۍ ته یو سند ولېږلو چې په ترڅ کې یې پولیس نه شول کولی دوی بیرته افغانستان ته ولیږي.

رزما وایي له هغې څخه یوه پېښوري خبریال وپوښتل چې ستاسو څه پوزیشن دی؟ نو ما ورته د زړه له درده وویل چې “کافرې امریکې د مسلمان پاکستان له کړاو څخه بچ کړو” خو وایي چې په دغه خبره هغه خبریال له دې څخه خفه شو.

اؤ بلا اخره په پاکستان کې د حماسې، رزما اؤ بصیر دا زړه ستړی شېبې وروسته له هغې پای ته ورسېدلې چې په دوي پسې له اسلام اباده زنګ ووهل شو چې تاسو باید فرانسې ته د تګ لپاره فلاني وخت له ځان د اسلام اباد هوایي ډګر ته ورسوئ.

اؤ نن چې هغوي په فرانس کې خوندي ژوند کوي خو هم وایي په وطن پسې خفه دي،د وطن په محفلونو پسې خفه دي، وایي د فرانسې ژوند اؤ اسایشونه د دوي لپاره هیڅ مانا نه لري ، دوي نن هم داسې احساس کوي لکه د مرغیو ځاله چې ورانه شي اؤ په ډکو شپې سبا کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG