د ایران سرکاري رسنۍ وایي د شنبې- خالي په ورځ د هېواد د هرمزګان صوبې په بندر لنګه ښار کې ځانمرګی برید شوی چې پکې د پولیسو د استخباراتي ادارې مشر وژل شوی او د پولیسو یو بل افسر پکې ټپي شوی دی.
د ایرنا خبري ایجنسۍ په رپوټ کې ویل شوي چې چاودنه د پولیسو د تاڼې مخې ته شوې خو دا یې نه دي ویلي چې دا برید چا کړی دی.
په رپوټ کې ویل شوي چې مجتبی شهیدي تختي د بندر لنګه ښار د ملکي خوندیتوب د پولیسو د څانګې مشر وو او د صوبې چارواکو یې مړینه تایید کړې ده.
د ایرنا خبري اینجسۍ له نور تفصیل ورکولو پرته تش دومره ویلي چې چې کله د پولیسو دا چارواکی له خپل یو بل همکار سره له پولیس تاڼې د وتلو په حال کې وو، ځانمرګي برید کوونکي په ځان پورې تړلي مواد هغه وخت وچاودل.
چارواکو ویلي چې په ځانمرګي برید کې دواړه د پولیسو افسران ټپي شوي وو، خو وایي د استخباراتي ادارې مشر وروسته په روغتون یوه سا ورکړه.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې خو د ایران حکومت په وروستیو کلونو کې تر د داسې پېښې پړه پر سني وسلواله ډله جیش العدل او یا پر داعش ډلې ور اچولې ده.
ټاکل شوې څو ورځې وروسته په دې هیواد کې په هغو غبرګو ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو کسانو تلین ولمانځل شي چې د روان کال د جنورۍ میاشتې په دریمه د دې هیواد تر ټولو لوړ پوړي کمانډر جنرال قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې وشول.
د روان کال د جنورۍ په دریمه د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، په دوو چاودنو کې لږ تر لږه 90 تنه ووژل شول او 188 تنه ټپیان شول.
داعش ډلې د سلیماني د تلین په مراسمو کې د ځانمرګيو بریدونو کولو ذمه واري منلې وه خو د شنبې- خالي د ورځې د برید په هکله لا دې ډلې څه نه دي ویلي.
د پاکستان له بلوچستان سره پر پوله پرته د ایران په جنوبي صوبه سیستان بلوچستان کې هم د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د ایراني سرحدي پولیسو پر یوه کاروان وسلوال برید شوی وو چې پکې لږ تر لږه 10 تنه افسران وژل شوي وو.
په سیستان بلوچستان کې په وروستیو کې وسلوالو ډلو پر ایراني سرحدي ځواکونو په وار وار ډله ییز بریدونه کړي او په لسګونو پولیس او سرحدي عسکر یې وژلي دي چې د اکثرو ذمه واري جیش العدل ډلې منلې ده.
د روان کال په اپریل میاشت کې هم وسلوالو- چې چاودېدونکي واسکټونه یې اغوستي وو- په دې صوبه کې په څو ځایونو کې بریدونه وکړل، چې 11 ایراني عسکر یې وژلي وو او امنیتي ځواکونو په جوابي بریدونو کې د 18 وسلوالو د وژلو دعوه کړې وه.
Forum