د شام حکومت چې د روس ملاتړی دی د خپلو هغو سیمو- چې د داعش په ولکه کې دي- د بیرته راګرځولو په هڅه کې د هغوی په وړاندې جګړه کوي.
امریکا دریځ لري چې په دې جګړه کې ښکېله نه ده. هېدر نوارټ چې د امریکې د خارجه وزارت ویانده ده په دې اړه وايي: "که چېرې زمونږ سرتېرو ته ګواښ کېږي یا دوی له خطر سره مخ کېږي نو مونږ به د طاقت له استعمال نه ډډه نه کوو".
د امریکا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکې په مشرۍ ایتلافي او ځایي ملیشې له له ترهګرو سره په جګړه بوخت وو، چې د شام حکومت پلوه عسکرو د توپخانې، ټېنکونو او توغندیو په وسیله ورباندې برید وکړ.
د دفاع وزارت ویانده وايي د ایتلافي ځواکونو له خوا هوایي او د توپخانې بمبارۍ د دې برید په ځواب کې شوې دي. خو روس د ایتلافي ځواکونو پر دغو بمباريو- چې وایي لسګونه کسان پکښې مړه شوي- کلک غبرګون ښودلی دی.
د ملګرو ملتونو لپاره د روس سفیر وسیلي نبینزیا په دې اړه د ایتلافي ځواکونو دریځ رد کړی او د ترهګرۍ په ضد د هغوی مبارزه یې دروغجنه بللې ده:
"دوی ادعا کوي چې له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي، خو مونږ ګورو چې حقیقت داسې نه دی، ځکه دوی له هغو کسانو سره جنګ کوي چې په ریښتیا په شام کې له نړیوالې ترهګرۍ سره جنګېږي".
خو د پېنټاګان ویاند وویل چې روس د ایتلافي ځواکونو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې دوی او د دوی ملاتړي شامي ځواکونه به له ایتلافي عسکرو سره جنګ نه کوي. د دفاع وزارت ویاندې ډانا وائټ وايي، اصل هدف یې داعش ته ماتې ورکول دي: "مونږ د شام له حکومت سره جنګ نه غواړو. هر هغه ګام زموږ په زیان دی چې په شام کې د داعش خلاف جګړې څخه زموږ پام بلې خواته اړوي".
په شام کې د حکومت پلوه ځواکونو په وړاندې ایتلافي هوایي بریدونو په هیواد کې د مختلفو ګوندونو تر منځ تاوتریخوالی زیات کړی دی.
د شام له پلازمېنې دمشق سره نیژدې د غوټا په سیمه کې د مخالفو وسلوالو په وړاندې د حکومتي عسکرو ناترسه بمبارۍ په دې اوونۍ کې شاوخوا ٢٠٠ ملکي وګړي وژلي دي.
د شام په کورنۍ جګړه کې امریکا له ترکیې سره- چې په ناټو ځواکونو کې د امریکا متحد دی- هم اختلافات لري او نه غواړي امریکا د کردانو او نورو هغو وسلوالو ډلو ملاتړ وکړي، چې په شام کې د داعش خلاف په جګړه بوخت دي.
ترکیه دا وخت د شام په لوېدیځ کې د کردانو له یو شمېر ملېشو سره په جګړه بوخته ده او غواړي چې امریکایي ځواکونه له دې ځایه ووځي. په شام کې د امریکايي عسکرو قومندان مېجر جنرل جېمي جرارډ - چې په وروستیو کې منبیج سیمې ته تللی- د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د وتلو هیڅ منصوبه نه لري:
"زه د ترکیې د ارادو په اړه خبرې نه شم کولای، هغه څه چې زه پرې پوهېږم دا دي چې دلته موږ د سیمې د ارامۍ لپاره راغلي یو. زموږ مشرتابه لکه خارجه وزیر ریکس ټیلرسن په دې اړه موږ ته کار په ګوته کړی او موږ به تر هغې دلته یو، چې سیاسي چاپېریال ارام شوی نه وي".
د شام لپاره د سولې نړيوالې خبرې د تاوتريخوالي په کمولو کې پاتې راغلي دي، د شام د کورنۍ جګړې له لاسه په میلينونو خلک له دې سیمې کډه شوي دي.