لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ‏T20‎‏ نړيوال کپ: امریکې په لومړۍ سيالۍ کې کېنېډا ته په اووه وکټو ماتې ورکړه‏


د کرکټ د ‏T20‎‏ شل اووريزه نړیوال کپ ‏‎2024‎م په لومړۍ سيالۍ کې امریکايي لوبډلې کېنېډا ته په اووه وکټو ماتې ورکړه.‏

د امریکا په ډېلس کې ترسره شوې سيالۍ ټاس/ پچه کوربه لوبډلې امریکا ګټلې، خو لومړی بېټنګ یې د کېنېډا لوبډلې ته ورکړی او د کېنېډا لوبډلې په ‏ټاکلو شلو اوورونو کې په پينځه لوبغاړو اوټ کېدو ‏‎194‎‏ رنزونه جوړ کړي وو.‏

د کېنېډا په لوبغاړو کې ناونيت دهليوال په ‏‎44‎‏ بالونو 61‏‎ ‎‏ رنزونه او نيکولس کيرتن په ‏‎31‎‏ بالونو ‏‎51 ‎‏ رنزونه جوړ کړي وو.‏

په ځواب کې امریکايي لوبډلې ټاکلی هدف په درېو لوبغاړو اوټ کېدو په ‏‎18‎م اوور کې پوره کړو او سيالي یې وګټله.‏

امریکايي لوبغاړو کې اېرن جونز په ‏‎40‎‏ بالونو 90 رنزونه جوړ کړل او اوټ نه شو هغه د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو، د امریکايي لوبډلې بل لوبغاړي ‏انډرس ګوس په ‏‎46‎‏ بالونو ‏‎65‎‏ رنزونه جوړ کړل.‏

په امریکا کې په لومړي ځل د کرکټ د نړيوالو سياليو پيل کېدو په اړه پاکستان کې د امریکې سفير ډانلډ بلوم د پاکستانۍ لوبډلې دپاره نيکې پيرزونې ‏وړاندې کړي دي.‏

په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کړې ويډيو کې نوموړي ويلي، پاکستان کې خلک کرکټ خوښوي او په ګرميانو کې هم دلته هر ځای کرکټ کيږي.‏ بلوم زياته کړې، د لوبو دپاره مینه پاکستان او امریکا کې شريکه ده. ‏


د کرکټ د ‏T20‎‏ شل اووريزه نړیوال کپ ‏‎2024‎م سيالۍ په امريکا او ويسټ انديز کې ټاکل شوي دي، شل لوبډلې پکې برخه اخلي چې په پينځه ګروپونو ‏وېشل شوي، او ټولې ‏‎55‎‏ سيالۍ به پکې کيږي.‏

پاکستان به خپله لومړۍ سيالي په شپږم جون د امریکا سره او د افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ سيالي په څلورم جون د يوګنډا سره کوي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG