لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‏T20‎‏ نړيوال کپ: هند انګلېنډ ته ماتې ورکړه، سبا به د هند او جنوبي افریقې پایلوبه وي


د ‏T20‎‏ نړيوال کپ ‏‎2024‎م په دويمه سيمې فاينل لوبه کې د هند لوبډلې انګلېنډ ته په ‏‎68‎‏ رنزونو ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې ده، په لومړي سيمې فاينل ‏کې جنوبي افريقې د افغانستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، فاينل يا پايلوبه به سبا په ‏‎29‎م جون د جنوبي افريقې او هند ترمنځ کيږي.‏

د د دفاعي چېمپين انګلېنډ او هند ترمنځ دويم سيمې فاينل په ګيانا کې ترسره شوی، د انګلېنډ کپتان جوز بټلر د لوبې پچه/ ټاس ګټلی خو لومړی بېټنګ ‏یې هند ته ورکړی وو.‏

د هند لوبډلې په لومړي بېټنګ کې په ټاکلو شلو اوورونو کې په اووه لوبغاړو اوټ کېدو ‏‎171‎‏ رنزونه جوړ کړي وو.‏

د هند په لوبغاړو کې زیات رنزونه روهېت شرما ‏‎57‎‏ او سوريا کمار يادیو ‏‎47‎‏ رنزونه جوړ کړي وو.‏

په ځواب کې بيا د انګلېنډ لوبډلې په ‏‎17‎م اوور کې په ټولو لوبغاړو اوټ کېدو ‏‎103‎‏ رنزونه جوړ کړي او په ‏‎68‎‏ رنزونو یې ماتې خوړلې ده.‏

د دفاعي چېمپين انګلېنډ په لوبډله زيات ‏‎25‎‏ رنزونه هېر بروک او په دويم نمبر ‏‎23‎‏ رنزونه بټلر جوړ کړي وو.‏

د هند اېکسر پټېل او کلديپ ياديو درې، درې وکټې او جېسپرټ بومرا دوه وکټې اخستې دي. پټېل د لوبې غوره لوبغاړی ګرځول شوی دی.‏

په لومړي سيمې فاينل کې جنوبي افريقې د افغانستان لوبډلې ته په نهه لوبغاړو ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې وه.‏

د افغانستان ټولې لوبډلې په ‏‎11.5‎‏ اوورونو کې ‏‎56‎‏ رنزونه جوړ کړي او جنوبي افريقې بيا ټاکلی هدف ‏‎8.5‎‏ اوورونو کې په يو لوبغاړي اوټ کېدو پوره کړی ‏وو.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG