لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو اعلان کړی چې د پکتیا ولایت په یوسټېډیم کې به مبینه قاتل ته د مرګ سزا ورکوي


د طالبانو د سپریم کورټ د شمېر ترمخه د اکتوبر په میاشت کې د ښځو په شول ۱۰۰ افغانان په دغه ډول الزاماتو په دورو وهل شوي او د شپږو میاشتو نه تر د دوو کلونو پورې د قېد سزاګانې ورکړی شوي دي
د طالبانو د سپریم کورټ د شمېر ترمخه د اکتوبر په میاشت کې د ښځو په شول ۱۰۰ افغانان په دغه ډول الزاماتو په دورو وهل شوي او د شپږو میاشتو نه تر د دوو کلونو پورې د قېد سزاګانې ورکړی شوي دي

د افغانستان واکمنو طالبانو اعلان کړی چې په پکتیا ولایت کې به یو مبینه قاتل ته د قصاص په بنیاد سزا ورکول کېږي او د پکتیا "ملکي، نظامي ادارو، مسؤولینو، مجاهدینو، علماء کرامو او عام ولس" ته یې بلنه ورکړې چې په دې "صحنه" کې ګډون وکړي.

د طالبانو د پکتیا ولایت د مطبوعاتو دفتر د نهې، سه شنبې، په ورځ په اېکس یو پېغام کې وویل مبینه قاتل ته به سزا د پکتیا مرکز ګرديزد لوبو په سټېډيم کې د شورو، چهارشنبې، په سحر ورکړی کېږي.

طالبانو خبرداری وکړو چې مبینه قاتل ته سزا د ورکولو په "صحنه (منظر) کې عکس، ویډیوګانې او تلیفون بند دی."

که په پکتیا کې دغه تن ته سزا ورکړی شوه نو په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس به دا شپږم تن وي چې په عامه ځای کې به ورته د مرګ سزا ورکړی شي.

طالبانو په خپل اعلان کې نه دي ویلي چې د مرګ سزا به څنګه عملي کوي خو په تېرو وختونو کې د مرګ سزا شوی خلک په ډزو ويشتل شوي دي.

ملګرو ملتونو خلکو ته د سټيډیم په شان په عامه ځایونو کې د طالبانو په سزاګانو د تشویش اظهار کړی دی او دا يې غېر انساني او د انساني وقار په ضد بللي دي.

طالبانو د هم جنس پرستۍ، جنسي عمل، غلا او د شوکې په شان د الزاماتو په سر په سلګونو ښځو او سړو ته د دورو سزاګانې ورکړي دي.

د طالبانو د سپریم کورټ د شمېر ترمخه د اکتوبر په میاشت کې د ښځو په شول ۱۰۰ افغانان په دغه ډول الزاماتو په دورو وهل شوي او د شپږو میاشتو نه تر د دوو کلونو پورې د قېد سزاګانې ورکړی شوي دي.

د ملګرو ملتونو ماهرینو او د انساني حقونو تنظیمونو د طالبانو دغه ډول سزاګانې د انساني حقونو او د نړیوال قانون خلاف ورزي بللي او په طالبان يې غږ کړی چې ويې دروي.

ډیوه وټس اېپ چېنل
ډیوه وټس اېپ چېنل

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG