د افغانستان پخواني نایب صدر امرالله صالح ویلي د طالبانو خلاف په پنجشیر کې مزاحمت دوام لري او دا چې هغه د افغانستان نه دی وتلی.
بلخوا رویټرز خبري ادارې د جمعې په ورځ د طالبانو د دریو سرچینو له قوله خبر ورکړو چې طالبانو پنجشیر ونیولو.
امرالله صالح د جمعې په ورځ بي بي سي خبري ادارې ته په لېږل شوي وډیو پېغام کې وویل هغه په پنجشیر کې دی او د افغانستان نه د هغه د وتلو رپورټونه بې بنیاده دي.
امرالله صالح وویل په سیمه کې صورتحال په اړه یې غونډې کړي او "هېڅ شک نشته چې صورتحال مشکل دی."
امرالله صالح وویل "مونږ د طالبانو، د دوی د القاعده ملګرو ،د سیمې د ترهګرو ډلو او د سیمې نه د بهر ترهګرو د حملې دلاندې یوو."
هغه وویل پاکستان د دوی په ضد د حمله کوونکو ډلو ملاتړ کوي.
امرالله صالح وویل "مونږ مزاحمت لروو. مزاحمت به تسلېمیږي نا، ترهګرۍ ته به سر نه ټیټوي."
رویټرز خبري ادارې د طالبانو له قوله ویلي چې طالب وسله والو پنجشیر ولایت ونیولو.
رویټرز وویل په سملاسي توګه ممکنه نه وه چې د نورو سرچینو نه د پنجشیر د نیولو د طالبانو د دعوې تصدیق وکړي شي.
د تېرو څو ورځو راهسې د احمد مسعود په مشرۍ کې د طالبانو د مخالفینو او د طالب وسله والو ترمنځ د پنچشیر په سر د جګړې رپورټونه مخې ته راځي.
د رویټرز د تازه رپورټ نه وړاندې دواړو خواو یو بل ته د زیان رسولو دعوې کړي دي.د جمعې په ورځ رویټرز خبري ادارې وویل دریو طالب سرچینو ورته وویل چې طالبانو پنجشیر ونیولو او دا ډول یې په ټول افغانستان واک اختیار په ځای کړو.
د دې نه وړاندې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د مخالفې ډلې مشرانو د طالبانو هغه دعوې رد کړې دي چې وایي تېره شپه یې د شوتل او خاوک ولسوالۍ نیولې دي.
پنجشېري وسلوال وایي چې کاپیسا ته نیژدې په دربد او د بغلان د اندراب ولسوالۍ په خاوک سیمه کې یې له طالبانو سره درنه جګړه روانه ده.
په شوتل ولسوالۍ کې د احمد مسعود د ډلې یوه کمانډر وي او اې ته وویل، چې طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره بریدونه وکړل خو وایي د دوی وسلوالو بیرته پر شا وتمبول.