لاس رسیدونکی لینک

 
د طالبانو حکومت: په جبري ډول د افغان کډوالو ستنول افغانستان کې د مرستو پر بهیر اغېز کوي
تازه خبر

د طالبانو حکومت: په جبري ډول د افغان کډوالو ستنول افغانستان کې د مرستو پر بهیر اغېز کوي


په کال کې د چین سفر د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره.
په کال کې د چین سفر د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنېدونکو د چارو وزیر په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د مرستې رسولو پر بهیر باندې له ګاونډیو هیوادونو په جبري ډول د افغان کډوالو د ور ستنېدو د بهیر پر اغېزو خبرې کړي دي.

دغه وزارت د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او په افغانستان کې د چین د سفیر ژاو شینګ له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د چین پر مرستو هم خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، "مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین سفیر ته ښه راغلاست وایه او زیاته یې کړه چې له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه د افغان کډوالو را ایستل په کور دننه د مرستو په رسولو اغېز کړی دی".

د وزارت د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ مولوي عبدالکبیر ته له افغانستان سره د خپل هیواد د اقتصادي مرستو ډاډ ورکړی او ویلي دي د چین حکومت افغان کډوالو ته د ښارګوټو د آبادولو په برخه کې مرستې ته چمتو دی او پلان لري چې په افغانستان کې کډوالو ته یو شمېر کورونه ور جوړ کړي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر افغانستان ته په جبري ډول د ستنېدونکو افغان کډوالو د ستنیدو د اغېزو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې ایران او پاکستان له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې په ګڼ شمېر له خپلو هیوادونو د افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال تنظیم (ای او ایم) د یو رپوټ له مخې د 2024 کال له جنورۍ تر دسمبر میاشتې پورې یواځې له ایرانه 1.2 میلینه افغان کډوال خپل ملک ته ستانه شوي، چې وایي په دوی کې 67 فیصده په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

ای او ایم ویلي په دغو ستنو شویو افغان کډوالو کې یواځې 324,000 کسانو ته چې پکې 24,700 کسانو ته د ځانګړي ملاتړ په ګډون مرستې برابرې شوي دي.

پاکستان د 2023 کال په اکتوبر میاشت کې له هېواده د قانوني اسناد نه لرونکو بهرنیو وګړو د شړلو پریکړه کړې وه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو این ایچ سي آر) د یو رپوټ له مخې د 2025 کال تر لومړیو ورځو له دې هیواده 8,25000 افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د 2025 کال له پیل راهیسې هم له پاکستانه یو ځل بیا د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر چټک شوی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي افغان کډوالو ته د 2024م کال د دسمبر تر 31مې په اسلام اباد کې د اوسېدو لپاره د اجازتنامې شرط ایښي وو، خو د 2025م کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پوليسو نه یواځې د دوی نيول پیل کړل بلکې افغانستان ته یې د هغوی د ستنولو لړۍ هم تېزه کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي‌ له هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت اندېښنې ته په جواب کې د فرورۍ په 20مه ویلي وو، چې د غیرقانوني کډوالو د ایستلو لړۍ له 2023م کال راهیسې پیل شوې او وایي تمه لري‌ د طالبانو حکومت به هغوی ته د ژوند مناسب چاپېریال برابر کړي.

په تېرو دوو میاشتو کې پاکستان یو ځل بیا له خپله هېواده خصوصاً له اسلام اباد او راولپینډۍ ښارونو په سلګونو افغان کډوال خپل وطن ته ستانه کړي دي او د کډوالو دا ډول ناڅاپي ایستلو د اسلام اباد او د طالبانو د حکومت تر منځ خرابې اړیکې لا له خطر سره مخ کړې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د فرورۍ په 19مه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورته له دغه هیواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان تایید کړی، چې له مخې به یې په لومړي پړاو کې افغان کډوال له اسلام اباد او پینډۍ ښارونو او بیا به له ټول هیواده وایستل شي.

دغه سفارت ویلي وو چې له پاکستاني چارواکو او نړیوالو ادارو سره په ناستو کې یې په دومره لنډ وخت کې د ټولو افغان کډوالو پر ایستلو او په دې هکله د پاکستان د یواړخیزه پرېکړې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

د پاکستان د پارلمان او سرحدونو د چارو وزير امیر مقام د فرورۍ په 24مه وي او اې ته ویلي، په اسلام اباد او راولپینډۍ کې مېشت اسناد لرونکي افغانان دې پېښور ته کډه شي او چې قانوني اسناد نه لري هغه به د تورخم پر لار افغانستان ته ستنوي.

په پاکستان کې دا مهال 1.4 میلین افغان کډوالو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد لري د روان 2025 کال د جون تر 30 نېټې پورې د اوسېدو اجازه ورکړه ده.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې اوس مهال 3.1 میلین افغانان په پاکستان کې اوسیږي. وایي‌ په دوی کې هغه افغانان هم شامل دي چې په دغه هیواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د ملګرو ملتونو د رپ،ټ له مخې اوس مهال په ایران کې تر 4.5 میلینه پورې افغان کډوال په قانوني توګه او له اسنادو پرته ژوند کوي، خو ایراني چارواکي په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمېر تر پینځه میلینه زیات ښيي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG