لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا افغانستان څخه دسکرو اخستو له اعلان وروسته دطالبانو حکومت دسکرو نرخ وخیژولو


دپاکستان د وزیراعظم شهباز شریف لخوا افغانستان څخه په ارزانو نرخونو دسکرو یا کویلې داخستو له اعلان نه وروسته افغانستان کې دطالبانو حکومت د سکرو د بیعو لوړولو اعلان کړی دی.

دطالبانو دمالیې وزارت د سه شنبې په ورځ پخپله یوه اعلامیه کې اعلان کړی دی چې وروسته له دې به دهیواد په ټولو ګمرکونو کې د ډبرو سکرو دهر ټن صادرولو بیعه د ۹۰ ډالرو پځاي ۲۰۰ امریکایي ډالر وي.

دطالبانو حکومت دا اعلان وروسته له هغې کړی چې تیره شپه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي وؤ، پاکستان د افغانستان نه د بجلۍ پېدا کولو دپاره په ارزانه بيعه سکاره/ کويله راغواړي او دغه سکاره چې د اعلا معيار دي د نورو هېوادونو په مقابله کې پاکستان ته په نيمایي بیعه تمامیږي.

خو دافغانستان دمالیې وزارت پخپله یوه تازه اعلامیه کې وایي دا چې په نړیوال بازار کې د ډبرو دسکرو بعیې شوې دي دافغانستان دګمارکاتو قانون اؤ دقیمت ګذارۍ دکړنلارې سره سم دمالیې وزارت رهبرۍ د ډبرو سکرو دبیعې لوړولو پرېکړه وکړه.

اعلامیه کې راغلي چې دسکرو بیعه کې به دا لوړوالی سر له نن( سه شنبې) څخه به دهیواد په ټولو ګمرګاتو کې عملي وي.

دمالیې وزارت په اعلامیه کې یادونه شوې ده چې د ډبرو دسکرو له صادراتو څخه دا مهال ۳۰سلنه ګمرګي محصول اخستل کیږي.

تر دې وړاندې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف تیره شپه دپارلیمان غړو ته ویلي وؤ "په ګرده نړۍ کې سکاره/ کويله ګرانه شوې او د پاکستان اربونه ډالره په سکرو خرڅ راځي د بجلۍ په پروژو کې چې په سي پېک کې لګېدلي دي"

نوموړي زیاته کړې وه "د افغانستان نه به د جولايۍ په میاشت کې سکاره راتلل پېل شي او پاکستان به د دې سره د کال په سر دوه اربه ډالره بچ کړي او دا به په روپۍ کې اخستل کيږي ډالر به نه خرڅ کيږي او د بل ملک په مقابله کې به دا په نيم قیمت مېلاويږي او د دغو سکرو نه به د غټو پروژو دپاره بجلي پېدا کيږي"

دافغانستان وتلی خبریال جاوید همیم کاکړ وایي پاکستان به هر کال افغانستان څخه دډبرو سکرو وارداتو کې ۲،۲ میلیارده ډالر ګټه کوي. تر دې مخکې یې په لوړه بیه له لرې سویلي افریقې څخه راوړل.

په ټویټر ښاغلي همیم په پاکستان دنیوکې په توګه لیکلي" تورخم یې د مسافرو پر مخ تړلې ، د پاکستان ویزې ۱۵۰۰ ډالرو ته رسیدلې، خو د ډبرو سکاره ښه پریمانه روان دي. پاکستان د کال دوه میلیارده ډالره ګټه کوي"

دطالبانو دحکومت له لوري د سکرو بیعو کې د لوړوالي پرېکړې ته په ټولنیزو رسنیو تود هرکلی ویل شوی اؤ زیاتره فعالینو دطالبانو په حکومت ټینګار کړی چې دافغانستان قدرتي وسایل ددې هیواد دبې وزله ولس امانت دی اؤ باید دې څخه په توګه عایدات ترلاسه اؤ د ولس په ښګېړه مصرف کړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG