لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: په ډیورنډ ځینې پېښې شوي دي، پاکستان: په پوله به ازغن تار سر ته رسوولی شي


د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار وايي، په 2021 کال کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار وايي، په 2021 کال کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي

طالبانو ویلي د ډیورنډ په کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ "ځينې پېښې" شوي دي او پکار ده چې د دواړو ملکونو چارواکي دا مسله حل کړي.

په ډیورنډ کرښه د پېښو خبره د طالبانو د خارجه دفتر ترجمان عبدالقهاربلخي په ټوېټر خپل پېغام کې وکړه.

بلخي وویل طالبان د مفاهمت، خبرو او د ښه ګاونډیتوب په بنیاد مسلې په حل کولو یقین لري او په دې مسله به د سفارتکارۍ دلارې خبرې وکړی شي.

بلخوا د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار وايي، په 2021 کال کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي، په شمالي وزيرستان کې په (دوه توی) علاقه کې کامياب پوځي عمليات شوي او د افغانستان سره په ټوله پوله د پاکستان حکومتي عملداري په ځای کړی شوې ده

د شورو/ چهارشنبې په ورځ (5جنورۍ) خبري غونډې ته د پوځ وياند وويل، په اګست 2021 کې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه ناڅاپه ووتل او د هغې له امله د راجوړو شوو حالاتو نېغ اثر د پاکستان په امنیت شوی، پاکستان دغه حالات څاري، د افغانستان سره په نړيواله پوله د سيمو د ازغن تار لګولو کار نزدې 94فيصده پوره کړی شوی او د ايران سره په پوله د 71فيصده نه زيات کار ترسره شوی دی.

هغه وويل د پاکستان او افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول د وخت سخت ضرورت دی، جوړول يې د خلکو وېشل نه، بلکې خوندي کول دي.

بابر افتخار وويل، ازغن تار به په خپل ټاکلي وخت پوره کولی شي، خو نوموړي ټاکلې موده ياده نه کړه. هغه وویل دوی د دغه ازغن تار لګولو دپاره قربانۍ ورکړي، او زياته يې کړه دا د امن تار دی، او سر ته به رسولی شي او قايم به وي.

د پوځ وياند وويل، که په پوله يوه دوه پېښې شوي، هغه په طريقه سره حل کولی شي، چې بنیادي مقصد يې امن ترې ترلاسه شي. پاکستان او افغانستان په حکومتي کچه يوځای والی (هم اهنګي) لري.

بابر افتخار په پوله د پېښو خبره په داسې حال کې وکړه چې په وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ځواکونو په پوله په ځينو علاقو کې د پاکستان د پوځ لخوا لګول شوی د سيمو ازغن تار لرې کړی وو.

پوځي وياند وويل په پوله د امنيت دپاره په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې نور امنیتي سرتيري ګمارل شوي دي.

هغه دا هم وویل، چې د افغانستان سره د تورخم، خرلاچي، غلام خان، انګور اډه، باديني او چمن پولې د لارې ټول کاروباري او تګ راتګ يقيني او سمبالولی شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله

د پوځ وياند د افغانستان سره په پوله د ترسره شوو پېښو پوښتنې ته په ځواب کې وويل، په پوله په ځايي کچه پېښې شوي او د پاکستان حکومت د افغان حکومت سره دغه مسله شريکه کړې ده د پاکستان د افغان حکومت سره ښې اړیکې دي، څه مسله نشته، په پوله د ازغن تار کار روان دی او روان به وي.

هغه وویل، پاکستان د افغانستان سره پولې ته ډېورنډ لاين نه وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ نړیواله پوله يې بولي.

خو افغانستان د پاکستان سره پوله (ډېورنډ) په رسمیت نه مني او تل يې دريځ خپل کړی چې د دغه پولې مسله به د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه کوي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د ګل، دوشنبې، په ورځ په ډیورنډ کرښه د پاکستان د ازغن تار د لګولو په سر راپورته شوي مسله د سفارتکارۍ د لارې د حل کولو خبره وکړه.

شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې یو خبري کنفرنس ته وویل چې پاکستان په دې معامله خاموشه ندی پاتې او دې حقله د طالبانو سره په رابطه کې دی.

افغانان ډیورنډ "فرضي" کرښه بولي

د وي او ای د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د افغانستان د پخوانو صدرانوحامد کرزي او د اشرف غني په حکومتونو کې په ډیورنډ د کټارو په سر د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ خونړۍ جګړې شویدي.

د ډیورنډ کرښه په اتلسوه درې ایتایم کې په هندوستان د برطانوي راج او د افغانستان د امیر عبدالرحمان خان تر منځ د یوې معاهدې وروسته قایم شوي ده. دا کرښه د هغه وخت د برطانوي راج د یو چارواکي مورټمر ډیورنډ په نامه یادېږي.

د وي او ای اشنا څانګه د ډیورڼد په اړه خپل يو رپورټ کې وايي د افغانستان تېرو حکومتونو دا کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ رسمي سرحد نه دی بللی.

په افغانستان کې ډیورنډ د فرضي کرښې په نامه هم یادېږي.

د افغان چارو پاکستانی څېړوونکي احمد رشید د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې ویلي افغان حکومتونو د ډیورنډ کرښې په اړه سخت دریځونه لرلي او د کرښې نه د اغزن تارونو په لېرې کولو طالبان هم دا ښيي چې هغوی د پاکستان زیر اثر ندي.

تحریک طالبان پاکستان او داعش

د پوځ وياند وویل، تحریک طالبان پاکستان چې غېر رياستي عناصر دي، ډز بندي ورسره په 9 دسمبر ختمه شوې ده، او پوځي عمليات روان دي، د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه هغه وویل، د افغان حکومت په خواست دا خبرې پېل شوې وې، او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته يې ویلي وو چې ټي ټي پي به افغان خاوره نه کاروي، او ټي ټي پي خپلمنځي اختلافات لري او ځينې شرطونه يې د منلو نه دي.

بابر افتخار وویل، د ټي ټي پي پرضد عمليات او جګړه روانه ده.

نوموړي زياته کړه، ترهګرې ډلې داعش، ټي ټي پي او نورې چې د پولې پورې غاړې پټې وې، او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووتل، نو دغه ډلې فعاله شوې، بيا د افغان حکومت سره رابطه وشوه، بيا ټي ټي پي ځينې حملې وکړې خو کومه غټه حمله يې نه ده کړې، او نه کامیاب شوي دي.

د پاکستان د حکومت سره د ډز بندۍ ختمولو وروسته ټي ټي پي په قبايلو ضلعو او خېبرپښتونخوا کې په امنیتي سرتيرو د يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

ټي ټي پي په وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د تازه ترسره شوي بريد زمه واري منلې په کوم بريد کې چې د پاکستان پوځ د څلور پوځي سرتيرو وژل تاييد کړي وو، پوځ ویلي وو د ټي ټي پي پرضد عملياتو او نښته کې يو ترهګر سره د وسلې نيول شوی وو.

پوځي وياند وویل، داعش د پولې د پورې غاړې ته موجودګي لري، په پاکستان کې د داعش هغه رنګ موجودګي نشته. په پاکستان کې چې کوم وسله وال بريدونه او ترهګري کوي پرضد به يې عمليات کولی شي.

د افغانستان په اړه نوموړي وويل، په افغانستان کې روان حالات يو زور انساني بحران پېدا کولی شي چې نېغ اثر به يې د پاکستان او سيمې په امنیت پرېووځي، د پوځ مشر په بېلابيلو ليدنو کې دا خبره په ښکاره په ګوته کړې ده.

اپرېشن ردالفساد

هغه وويل په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې ترهګرې ځالې ختمې کړی شوي دي، په 2021 کې د 60زره نه زيات عمليات شوي دي، په 2021 کې 890 تهرېټ الرټس يا د خطرې خبرداری ورکړی شوی او د 70فيصدو مخنيوی پکې شوی دی. بلوچستان او پښتونخوا کې د پوليو ټيمونو په هدف شوي خو بيا هم کمپاينې شوي دي.

هغه وویل په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوی دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

هغه وویل په تېر کال 2021 کې 248 افسرانو او سرتيرو قربانۍ ورکړي دي خو دغه پوښتنې ته چې (په عملياتو کې څومره ترهګر وژل شوي)؟، نوموړي په دغه اړه کره شمېره ور نه کړه.

نوموړي د هند سره په پوله هم خبرې وکړې.

د پخواني وزيراعظم نواز شريف سره د جوړي او ملک ته بيرته راتګ په اړه پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل، د جوړ جاړي هيڅ ډول خبرې نشته دا تشې اوازې دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG