لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمه وایي پښتونخوا کې په پینځوؤ میاشتو کې 117 ترهګر اؤ 65 پولیس وژل شوي


File Photo
File Photo

په خېبر پښتونخوا کې ترهګرۍ ضد محکمې دعوه کړې ده چې د روان کال په اوږدو کې یې په بېلابیلو عملیاتو کې 117 ترهګر وژلي اؤ 299 نور یې ژوندي نیولي دي.

د سي ټي ډي له لوري مخې ته راغلي دستاویزات ښيي چې په تېرو پینځوؤ میاشتو کې د صوبې په 26ؤ ضلعو کې د ترهګرۍ 237 پېښې مخې ته راغلي چې په دې پېښو کې 65 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 86 نور ژوبل شوي دي.

د سي ټي ډي د ستاویزاتو له مخې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې شوي چې شمېره یې 40 ښودل شوې اؤ ویل شوي چې دغلته د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 20 ترهګر وژل شوي اؤ شپږ نیول شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمه وایي چې په ډیره اسماعیل خان کې د تندلاریتوب 37 پېښې مخې ته راغلي چې پکې 17 پولیس وژل شوي اؤ 14 ژوبل شوي دي.

دستاویزاتو کې دعوه شوې ده چې په ډيره اسماعیل خان کې 23 ترهګر وژل شوي اؤ 32 نور ژوندي نیول شوي دي.

په ټانک کې د ترهګرۍ د پېښو شمېره 33 ښودل شوې اؤ ویل شوي په دې پېښو کې 5 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 2 ژوبل شوي دي.

همدا شان سي ټي ډي بیا په ټانک کې په یاده موده کې د 16 تندلارو د وژلو اؤ 4 د نیولو دعوه کړې ده.

د دستاویز له مخې بنو کې د ترهګرۍ په 22ؤ پېښو کې 5 پولیس وژل شوي اؤ 9 ژوبل شوي دي اؤ ددې تر څنګ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 9 ترهګر وژل شوي اؤ 13 نیول شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې ویلي چې په لکي مروت کې د ترهګرۍ په 18 پېښو کې 5 پولیس وژل شوي اؤ 2 ژوبل شوي دي اؤ دغلته 9 ترهګر هم بیا د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي اؤ 8 نیول شوي دي.

دستاویز ښیي چې په جنوبي وزیرستان کې د روان کال په اوږدو کې د ترهګرۍ 8 پېښې رامنځته شوي چې ده پولیس پکې وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي اؤ 8 ترهګر هم پکې وژل شوي دي.

سي ټي ډي وایي په هنګو کې درې نیول شوي اؤ په کرک کې د ترهګرۍ په دریوؤ رامنځته شوؤ پېښو کې درې ترهګر وژل شوي اؤ څلور نور نیول شوي دي.

باجوړ کې بیا په تېرو پینځوؤ میاشتو کې د ترهګرۍ 14 پېښې مخې ته راغلي چې د وژل شوؤ پولیسو شمېره پکې 11 ښودل شوې اؤ ویل شوي چې 32 پولیس ژوبل شوي هم دي.

په خېبر کې د ترهګرۍ په 22ؤ پېښو کې 8 ترهګرو د وژلو اؤ 12ؤ د نیول کېدو دعوه شوې ده.

سي ټي ډي وایي د صوبې په سر ښار پېښور کې د ترهګرۍ 14 پېښې مخې ته راغلي چې7 پولیس پکې وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي اؤ ددې تر څنګ 2 ترهګر هم وژل شوي اؤ دوه نیول شوي هم دي.

تر دې وړاندې د مې په میاشت کې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان هم دعوه کړې وه چې یوازې د مې میاشت کې یې په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه کړي چې دې کې یې تر ټولو زیات 36 بریدونه د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې کړي دي.

ټي ټي پي دعوه کړې وه چې دې بریدونو کې ټول 90 عسکر وژل شوي اؤ 124 نور ژوبل شوي چې هغې کې 103 پوځيان،65 پولیس ،38 د ایف سي عسکر اؤ 8 تنه د امن کمیټیو غړي وؤ.

د اسلام اباد سنټر فار ريسرچ اينډ سيکيورټي سټډيز نومې ادارې ترمخه د کال 2023م د لومړيو دريوؤ مياشو په مقابله کې د کال 2024م هم دومره موده کې د ترهګرۍ پېښې17 فيصدي سېوا شوي دي۔

رپورټ کې ويلي شوي په 245 بريدونو او پوځي عملياتو کې 432 څلور سوه او32 کسان وژل شوي او 370 ژوبل شوي دي۔

د رپورټ ترمخه په دغه پېښو کې دوه نوي فيصده په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي۔ په رپورټ کې د نورو صوبو په اړه څه نه دي ويل شوي۔

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG