لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت د بشري حقونو منظمې سرغړونې کوي: د تحفظ د ذمه وارۍ نړیوال مرکز


Afghanistan
Afghanistan

د تحفظ د ذمه وارۍ نړیوال مرکز( The Global Centre for the Responsibility to Protect) ویلي چې په افغانستان کې د طالب چارواکو له لوري عام ولس د بشري حقونو د منظمو سرغړونو سره مخ دی اؤ نورې وسله والې تندروه ډلې هم د عامو خلکو ژوند ته یو ګواښ جوړ شوی دی.

افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سره کار کوونکې دغه مرکز چې د ښځو اؤ نجونو سره د کېدونکي توپیري چلند په اړه هم کار کوي پخپل رپورټ کې ویلي په اګست کال 2021م کې د طالب وسله والو په لاس د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته طالبانو، داعش اؤ نورو بیلابیلو وسله والو ډلو افغانستان کې په پراخه اؤ منظمه توګه له بشري حقونو څخه سرغړونې کړې دي.

د تحفظ د ذمه وارۍ مرکز وایي چې طالب چارواکو د بندیزونو داسې پالیسۍ اؤ تګلارې پځای کړي دي چې ښځې اؤ نجونه د هغوي له بشري حقونو محروموي.

رپورټ کې ویل شوي چې طالبانو په صنفي اساس د توپیري چلند سخت شکلونه پځای ساتلي دي اؤ د ښځو په ضد د هر رقم توپیري چلند د خاتمې د کنونشن یا تړون (CEDAW) څخه ډاګیزې سرغړونې کوي.

یاد مرکز ویلي چې طالبانو د خپلې تیرو نزدې دریوؤ کلنو د واکمنۍ پر مهال له ۵۰ څخه زیات پراخه ځپوونکې تګلارې پځای کړي چې پکې ښځې او نجونې هدف ګرځول شوي دي.

رپورټ وایي چې د طالبانو دغه جابرانه تګلارې ښځو نه په ازادانه ډول د تګ راتګ، د رایې څرګندولو د ازادۍ حق،د روزګار موقعې،سیاسي اؤ ولسي نمایندګي تروړي اؤ تعلیم اؤ روغتیا ته د هغوي لاسرسي محدودوي.

رپورټ وایي داسې برېښي چې طالب چارواکي ښځې اؤ نجونه د خپل بشپړ تسلط تابع کول غواړي اؤ څوک چې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي اؤ د صنفي مساواتو خبره کوي نو هغوي په هدفي توګه وژل کیږي، تښتول کیږي یا هم ځورول کیږي.

رپورټ کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو د امدادي مشن یوناما د بشري حقونو څانګې له 15 اګست کال 2021 نه تر 30م مئی کال 2023م پورې د 3,774 څخه د زیاتو وګړو د وژل کېدو یا هم د زخمي کیدو پخلی کړی.

رپورټ زیاتوي چې په افغانستان کې په دې موده کې په مسلمانو، شیعه هزاره ګانو، سیکانو اؤ نورو لږکیو ناتاره بریدونه شوي،نسلي اؤ مذهبي اقلیتي وګړي پخپل سره توګه نیول شوي، وهل شوي، په عامو محضرونو کې په دار ځړول شوي اؤ د هیواد نه تښتېدلو ته اړ کړی شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي "د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه د ښځو او نجونو د ګوښه کولو لپاره د طالبانو هڅې د هغې له ډلې د جنسیت پر بنیاد د توپیر او تاوتریخوالي په پراخه کچه د هغوی پر وړاندې، په امکاني ډول په جنسي ځورونې او د بشریت په وړاندې په جنایت باندې بدلیږي"

ددغه مرکز په باور طالبان اکثره خبریالان، ملکي کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او د پخواني حکومت مامورین په پراخه او منظم ډول ځوروي.

د طالبانو حکومت لا د تحفظ د ذمه وارۍ د نړیوال مرکز دې رپورټ ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې کله هم نورو هیوادونو یا نړیوالو ادارو په طالبانو د ښځو، نجونو اؤ اقلیتونو د حقونو څخه د سرغړونې تورونه لګوي نو هغوي دا تورونه په کلکه رد کړي اؤ د بې ځایه پروپېګنډې نوم یې ورکړی دی.

تر دې وخته د نړۍ یو هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی اؤ وخت په وخت د نړۍ بیلابیل هیوادونه اؤ ادارې په طالبانو غږ کوي چې خپل حکومت ته باید ټولشموله بڼه ورکړي، د نجونو په تعلیم اؤ ښځو په کار دې بندیزونه ختم کړي اؤ هم دې د اقلیتونو حقوق خوندي کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان د لاندې غوښه د ژمي د موسم مقبول خوراک بلل کېږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG