لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام په جنګ کې د پاکستاني وسله والو ډلو کردار


د دسمبر په اتمه نېټه چې کله د شام وسله واله ډله د شام سرښار دمشق ته ننوتله نو په اردو ژبه کې یو ځوان د دمشق په تاریخي امیه جومات کې په یوه ویډیو کې وویل، "استاجي! ستا شاګردان شام ته راورسېدل او شام یې فتح کړو الحمدالله".

سرچینو وي او اې ډیوه ته وویل چې دا پښتون زلمی د چترال سره تعلق لري او د صوفي محمد د تحریک نفاد شریعت محمدي نه متاثره وو.

دا وسله وال زلمی د نورو ګڼ شمېر افغان او پاکستاني ځوانانو سره د شام په جنګ کې جنګېدو.

ټي ټي پي د شام په جنګ کې څه کوي؟

د پاکستان وتلی خبریال او څېړونکی نصرت جاوید وایي، دا څه نوې خبره نه ده. د عرب هیوادونو د "اخوان" تنظیم اثرات په افغانستان او پاکستان دواړو وو. وایي "په افغان جنګ کې دا ډېر مظبوط شول".

د نصرت جاوید په وینا د اخوان مطلب د اسلام نړيواله ورورولي وه، وایي دوی کتل چې څنګه به پښتانه مشران عرب ملکونو ته تلل او د جنګ د پاره به یې چندې راټولولې.

د جاوید په وینا په افغانستان کې د جهاد په نوم د جنګ باني عبدالله عزام د فلسطین نه پس په شام کې د اخوان غړی وو او دلته نه ړومبی سعودي عرب اؤ بیا پېښور ته راغی:

"د هغه په مشرۍ په زرګونو عرب ځوانان پېښور او افغانستان ته راغلي وو. د عبدالله عزام د جنګ نه وروسته دا کوشش وو چې د پښتانه اؤ عرب ځوانان شام ته بوځي او فلسطین پرې آزاد کړي. څو کاله وړاندې داسې رپوټونه وو چې د افغانستان اؤ پاکستان نه ځوانان د کورنیو سره شام ته تللي دي".

د هیئت تحریر الشام په ګټه کې د ټي ټي پي جنګیاليو ډلو څه کار؟

د پاکستاني طالبانو سرچینې وایي، د عربانو سره د دوی د مشرانو ټینګې اړیکې وې. په عراق اؤ شام کې چې کله د القاعدې جنګ روان وو نو په دا وخت په دسمبر 2013ء کې د ایران شیعه مسلک عالم آیت الله کاظم د نړۍ ټول اهل تشیعه ځوانانو ته فتوا ورکړه چې د سني په ضد شام کې جنګ ته راشي.

په دې کې د زینبیون شیعه وسله والې ډلې له خوا په سوونو جنګیالي د پاکستان نه شام ته لاړل. همدا وجه وه چې سني عربانو دوی ته خواست وکړو چې شام ته طالبان راولېږي. دغه شان ګڼ شمېر پاکستاني جنګیالي شام ته لاړل او د پخواني شامي صدر بشار الاسد په ضد وجنګېدل.

د طالبانو سرچینو زیاته کړه چې د دې لپاره “کتیبات مهاجرون” په نوم یوه ځانګړې څانګه د عرب وسله والو ډلو له خوا جوړه کړی شوې وه. ډېر ځل داسې شوي دي چې د شام په خاوره سني او شیعه ځوانان د یو بل په ضد جنګېدلي دي.

نوموړي خبریال، لیکوال او محقق ضیاء الرحمن چې د شام په جنګ کې د پاکستاني طالبانو په کردار تحقیقي مقاله لري، د دې خبرو سره متفق دی او وایي، د فتوې نه وروسته ډېر ځوانان شام ته تللي وو.

د ضیاء الرحمن په وینا شام ته د جګړې لپاره د حافظ ګل بهادر د ټي ټي پي جنګیالي تللي دي. وایي د دوی مشري به هلته ابو جعفر الیبي کوله چا سره چې د یورپ او د منځنۍ اېشیا جنګیالي موجود وو:

"دې نه علاوه حافظ سعید اورکزي به هم کسان لېږل کوم چې بیا وروسته پخپله یې افغانستان کې د داعش بنیاد کښېښود. په شام کې د لشکرجهنګوي ډېر خلک وو. د شام ترهګري فرقه ییزه وه او په سوونو شیعه سني پاکستانیان په دغه جګړه کې بوخت وو".

خو بل اړخ ته په دمشق کې کارکوونکی د شام ځایي خبریال سلطان الکنج وایي، هغه په تېرو لسو کالو کې د هیئت تحریر الشام او د پښتنو طالبانو په منځ کې نزدې اړیکې نه ویني.

د الکنج په وینا کوم تعلق چې د پاکستان او افغانستان طالبانو د القاعده او داعش سره وو هغه په اوسني جنګ کې د هیئت تحریر الشام سره نه ښکارېده:

"البته دا امکان لري چې ابو محمد الجولاني القاعده نه مجاهدین شورا کونسل، داعش، النصره فرنټ، جبهت فتح الشام کې پاتې شوي دي نو خصوصي توګه په القاعده اؤ داعش کې کېمپونو کې به خامخا دده تعلق د ټي ټي پي جنګیالانو سره پاتې شوی وي".

په دې حقله د جېمز ټاون فاونډېشن سره کارکوونکی محقق ریکارډو ولې وایي، کله چې په عراق او شام کې د القاعده او داعش په منځ کې اختلاف راغی نو بیا د پاکستان جنګیالیو ته مسئله جوړه شوه. ریکارډو وي او اې ډیوه ته وویل:

"پاکستاني او خصوصاً ټي ټي پي ته بیا انتخاب کول وو چې القاعده، داعش او جبهت النصره کې یو تنظیم ته لاړ شي. چونکې وسایل ډېر د القاعده او داعش سره وو ځکه د دوی اکثریت القاعده او داعش ته لاړل. همدغه وجه ده چې داعش لکه د القاعده په شان افغانستان او پاکستان ته راغلو".

پاکستان د ایران په زینبیون بریګېډ سترګې ولې پټې کړې وې؟

هر کله چې جنوري 2024م کې د امریکې له خوا یمن ته د ایران له خوا د میزایلو په سمګلنګ کې ککړ د زینبیون کسان ونیول شول نو پاکستان په اپرېل 2024م کې په زینبیون بریګېډ بندیز ولګولو.

خبریال او لیکوال ضیاء الرحمن وایي، داسې نه وه چې پاکستان پرې سترګې پټې کړې وې، وایي په کراچې کې یې ډېر اهل تشیعه نیولي وو چې د دغو فرقه ییزو ډلو سره یې تعلق درلود:

"همدا وجه ده چې د دوی دپاره کراچۍ کې وخت په وخت د بې درکۍ کېمپونه لګېږي. ښکاره اپرېشن ځکه نه ښکارېدو چې دغه ځوانان به د زیارتونو په بهانه تلل اوهلته تلو باندې بندیز نه به ایران هم خفه کېدو. 2024م کې د سمګلنګ نړیواله واقعه کې د پاکستان نوم راتلل او بیا د ایران سره تاوتریخوالي راتلو سره پاکستان په دغه تنظیم بندیز ولګولو".

په شام کې د شیعه مسلک پاکستاني جنګیالي به اوس څه کوي؟

د پاکستان طالب جنګیالیو په شان په سلګونو اهل تشیعه جنګیالي کوم چې د ایران په وینا د زینبیون په شکل کې د پخواني صدر بشارالاسد سره ولاړ وو د سني جنګیالیو ډلو د راتګ سره په شا شوي دي.

د نیولاینز انسټیټیوټ سینېر ډایریکټر او لیکوال ډاکټر کامران بخاري وایي، ایران خپل جنګیالي داسې نه پرېږدی.

بخاري وایي ایران د اسرایل په جنګ کې ډېرې ضربې وخوړلې خو بیا هم ولاړ دی، هغه زیاتوي د زینبیون لښکر چې د پاکستان جنګیالي دي، ایران د شام د ماتې نه مخکې عراق ته لېږلي دي او هلته یې ورته بندوبست کړی دی:

"ایران به ګوري که په افغانستان او پاکستان کې د ایران د مفاداتو د پاره د لښکر ضرورت شو نو هم دا لښکر به رالېږي. په ایران کې دننه چې داعش کوم درانه بریدونه وکړل نو ښکاري داسې چې ایران به لږ وخت اخلي خو دا لښکر به جنګوي".

د داعش ډلې غړي چې مخکیني افغان حکومت یا نیولي او یا ورته تسلیم شوي وو.
د داعش ډلې غړي چې مخکیني افغان حکومت یا نیولي او یا ورته تسلیم شوي وو.

په شام کې د سني وسله والې ډلې اثرات به په افغانستان او پاکستان کې څه وي؟

په شام کې خلکو هغه وخت خفګان ښکاره کړو کله چې د شام عبوري وزیراعظم محمد البشیر د طالبانو په څېر بیرغ سره مخې ته راغلو، خو وروسته د حکومت له غاړې وضاحت وشو چې ددې بیرغ مطلب د طالبانو په څېر حکومت نه دی.

خو ولې بیا هم څېړونکي وایي دې سره به نړۍ کي د سني اسلامي وسله والو ډلو حوصلې بره کېږي.

خبریال نصرت جاوید وي او اې ډیوه ته وویل، د پاکستان د پاره دا ډېره د تشویش خبره ده:

"دلته چې کومې سخت دریځه وسله والې ډلې دي هغوی به دا سوچ کوي چې د یو غیرمقبول حکومت په ضد که چېرې دوی خپل انځور کې د ولس د پاره د نرمۍ بدلون راولي نو څنګه چې جولاني د القاعدې او داعش نه ځان جدا کړو او د بشارالاسد غوندې مضبوط نظام یې ړنګ کړو نو دا ممکنه ده چې دوی هم بری ومومي".

محقق ریکارډو هم دې خبرې سره اتفاق لري. هغه وایي د افغان او پاکستاني طالبانو خوشالي دا خبره څرګندوي چې دوی د نظریاتو د نفاذ د پاره څومره عقلیت پسند دي.

محقق ریکارډو وي او اې ډیوه ته وویل، دا یوه نوې لار دوی وموندله چې څنګه په سیاسي مخ کې دوی خپله ایجنډه تر لاسه کولی شي:

"یقینا چې په پاکستان او په دې سیمه کې وسله والو ډلو به اوس په دې سټرېټیجي هم کار شروع کړی وي چې د حکومت د پاره د ولس کرکه او نفرت دوی څنګه خپل طاقت جوړولی شي او د وسلې سره سره که دوی د ولس ملګرتیا واخلي نو یو نظام ړنګول څه ډېر ګران کار نه دی".

څېړونکي وایي په شام کې په شیعه او سني فرقه ییزو ډلو کې د پاکستاني جنګیالانو موجودګي او د جنګ لمبې په غزېدو دي او په را روانو ورځو کې به د داعش او زینبیون په شکل کې دا جنګ د افغانستان او پاکستان په پښتنه سیمه کې پیل کیږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پښین په سرخان کېمپ کې د غېږې نیولو یا پهلوانۍ مېله شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG