لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام په حمص او حما ښارونو کې د جګړې دلاسه په زرګونو خلک بې ځایه شوي دي


د باغیانو د پېش قدمۍ د ویرې لهسېرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل د بشارالاسد د علوي مسلک په لسګونو زرګونه خلک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حمص ښار نه وتل
د باغیانو د پېش قدمۍ د ویرې لهسېرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل د بشارالاسد د علوي مسلک په لسګونو زرګونه خلک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حمص ښار نه وتل

د شام په حمص او حما ښارونو کې جګړې نه د پناه اخیستلو دپاره په زرګونو خلک بې ځایه شوي دي او په هېواد کې د جنګ د څارنې یو تنظیم د جمعې په ورځ وویل حکومتي ځواکونو د حمص او د حما ښارونو ترمنځ په لویه یو پل په هدف کړی دی. په حما او حلب ښارونو د باغیانو د قبضې وروسته حکومتي ځواکونو د حمص د تحفظ دپاره ګامونه پورته کړي دي.

د انساني حقونو او د جنګ د څآرنې تنظیم سېرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل جنګي جهازونو په الرستن نومې پل او د پل شا او خوا یو شمېر حملې وکړې او حکومتي ځواکونه کوښښونه کوي چې د حما او د حمص ترمنځ لویه لاره قطع کړي او حمص محفوظ کړي.

جهادي ډلې حیه تحریر الشام د یوې هفتې نه مخکې راهسې د حکومت خلاف حمله شروع کړې ده.

ابزروېټري وویل د باغیانو د پېش قدمۍ مخه نیولو دپاره حکومتي ځواکونو د حمص په شمال کې په لویه لاره د خاورې انبارونه جوړ کړي دي. حمص د شام دریم لوی ښار دی او د حما نه د ۴۰ کلومېټرو په فاصله پروت دی.

د باغیانو د پېش قدمۍ د ویرې لهسېرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل د بشارالاسد د علوي مسلک په لسګونو زرګونه خلک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حمص ښار نه وتل.

باغیانو د زیارت، پجشنبې، په ورځ د ښار په لارو کوڅو کې د حکومتي خواکونو سره د جګړو وروسته په حما قبضه وکړه او په ټېلېګرام خپله پاڼه يې وویل ښار په مکمله توګه ازاد کړی دی. وسله والو د ښار ځمکه ښکل کړه او هوايي ډزې یې وکړې. حما د شام څلورم لوی ښار دی.

د ښار ګڼ شمېر اوسېدونکو د وسله واولو هرکلی وکړو او د ای اېف پي خبري ادارې فوټوګرافر ولیدل چې ځینې کسانو د شام د صدر بشارالاسد يه یو دیوال لګېدلی یو پوسټر ته اور واچولو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د شام د دفاع وزیر علي عباس ټینګار وکړو چې ځواکونه په عارضي ډول د یوې حکمت عملۍ دلارې په شا شوي دي. په یو بیان کې چې سرکاري خبري ادارې سانا نشر کړې عباس وویل حکومتي ځواکونه اوس هم په سیمه کې موجود دي.

تر تېرې هفتې پورې د کلونو راهسې د شام خانه جنګي نسبتاً خاموشه وه خو څېړونکي وايي په کې د بیا شدت امکان و ځکه چې شخړه په حقیقت کې هواره کړی شوې نه ده.

د حیه تحریر الشام ډلې مشر ابو محمد الجلاني په انټرنېټ نشر شوي یو وډیو پېغام کې وویل وسله وال يې حمص ښار ته ننوتلي چې د هغه په قول د شام د ۴۰ کلونو زخمونه صفا کړي، چې اشاره يې په ۱۹۸۲ کې د حکومت خلاف راپارېدلي تحریک ته وه چې د چقولو دپاره په حکومتي اقداماتو کې په کې په زرګونو کسان ووژل شوو.

د باغیانو لویه کامیابي په حلب ښار يې قبضه ګڼل کېږي چې د خانه جنګۍ په زیاتره موده کې د حکومت په ولکه کې پاتې شوی دی. د حلب په لورې پېش قدمۍ کې باغیان د څه ډېر مزاحمت سره نه وو مخامخ شوي خو د حما ښار شا او خوا ته سخته جګړه شوي وه.

د سانا خبري ادارې ترمخه صدر بشارالاسد د پوځیانو په تنخاګانو کې ۵۰ فیصد د اضافې اعلان کړی چې دا ډول ځواکونه د جوابي حملې دپاره تیار کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG