لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ په ظاهره توګه د بایډن کامیابي منلې مګر پخپلې ماتې اقرار نه کوي


ډانلډ ټرمپ په هغه ورځ چې مېډیا په انتخاباتو کې د بایډن ګټل اعلان کړل
ډانلډ ټرمپ په هغه ورځ چې مېډیا په انتخاباتو کې د بایډن ګټل اعلان کړل

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ د لومړي ځل دپاره داسې یو ټویټ وکړ چې ښکارېده په صدارتي انتخاباتو کې یې د ډېموکرېټ جو بایډن په ګټلو اقرار کړی، خو وروسته یې وویل چې خپله ماته نه مني.

ټرمپ د یو لړ ټويټونو په لیکلو سره بیا هم خپلو دغو بې بنیاده دعوو ته دوام ورکړ چې ګني د هغه سره د شوې درغلۍ له کبله یې انتخابات بایللي دي.

رېپبلېکن ډانلډ ټرمپ د دې نه انکار کړی چې په رسمي ډول دې په انتخاباتو کې د پخواني نایب صدر جو بایډن په وړاندې خپله ماته ومني، که څه هم د امریکا ټولو لویو رسنیو او خبري تنظیمونو ویلي چې بایډن په انتخاباتو کې د ۲۷۰ الکټرال کالج ووټونو نه زیات ګټلي دي. د امریکا په انتخاباتو کې په ۵۳۸ الکټرال کالجونو سیالي کیږي او هرچا چې کم از کم ۲۷۰ الکټرال کالج ووټونه وګټل، هغه کامیاب ګڼل کیږي او د جنوري په شلمه (۲۰) د صدارت سوګند پورته کوي.

د امریکا منتخب صدر جو بایډن، د نوامبر لسمه، وېلمنګټن
د امریکا منتخب صدر جو بایډن، د نوامبر لسمه، وېلمنګټن

ډانلډ ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ په خپل ټویټر، بایډن ته په اشارې سره ولیکل، «هغه وگټله ځکه چې انتخاباتو کې درغلي وشوه.»

ټرمپ ورپسې بیا هم د انتخاباتو په هکله بې بنیاده الزامونه تکرار کړل او ویې ویل چې د ووټونو په شمار کې ګني څارونکو ته د څار اجازت ندی ورکړ شوی. ټویټر کمپنۍ د ټرمپ په ټویټ نښه کېښوده چې وایي «د انتخاباتي درغلیو په اړه دا دعوه متنازعه ده.»

یوه گېنټه پس، ټرمپ د انتخاباتو د نتیجې په هکله د خپل د نظر وضاحت ورکړ او ویې لیکل، «هغه (بایډن) یوازې د جعلي خبرونو د مېډیا له سترګو دا انتخابات وګټل. زه هېڅ ماته نه منم. مونږ ته اوږده لاره په مخ کې ده. دا یو داسې انتخابات و چې پکې لاسوهنه وشوه.»

بل اړخ ته د وایټ هاوس دپاره د جو بایډن د آینده دفتر مشر یا چيف آف سټف ران کلېن، اېن بي سي ټي وي سره په خبرو کې ویلي، «د ډانلډ ټرمپ د ټویټر پاڼه، نه جو بایډن له صدارته لېرې کولی شي او نه یې صدر کولی شي. دا کار د امریکا خلکو کړی دی.»

په ټوله امریکا کې د انتخاباتي دفترونو چارواکو وي او اې او نورو خبري ادارو ته ویلي چې په انتخاباتو کې یې هېڅ کوم د پراخې درغلۍ شواهد ندي موندلي، صرف د انتخاباتو د ورځې او د ووټ شمارلو ځیني واړه مشکلات و چې هغه د انتخاباتو غټه نتیجه نشي بدلولی.

که څه هم په هغو ایالتونو کې چې د بایډن او ټرمپ سیالي پکې ډېره نږدې وه، د انتخاباتو په اړه د څو مقدمو اورېدنه لا نده شوې، خو ټرمپ په دا څو ورځو کې تر اوسه ډېرې داسې مقدمې په عدالتونو کې بایللي چې پکې د انتخاباتو او د ووټ شمارلو د بې نظمیو دعوې شوې وې.

د انتخاباتو رېپبلېکن څارونکی اېډ وایټ او ډېموکراټه څارونکې جېن کېلهارټ په پېنسلوېنیا کې د رایو په یو مرکز کې ووټ شمارنه څاري
د انتخاباتو رېپبلېکن څارونکی اېډ وایټ او ډېموکراټه څارونکې جېن کېلهارټ په پېنسلوېنیا کې د رایو په یو مرکز کې ووټ شمارنه څاري

دا چې ټرمپ تر اوسه په انتخاباتو کې د بایډن ګټل ندي منلي، د امریکا په معاصر سیاسي تاریخ کې یوه بېسارې پېښه ده. که څه هم په امریکا کې کوم داسې قانون نشته چې بایلونکی کاندید باید هرو مرو خپله ماته ومني، مګر دا لسګونه کاله کیږي چې هرځل انتخاباتو کې، بایلونکی کاندید خپل سیال ته مبارکي ورکړې او خپله ماته یې منلې ده.

ټرمپ سربېره په دې چې د خپلې ماتې له منلو یې انکار کړی دی، د خپلې انتظامیې چارواکي او حکومتي ادارې یې د جو بایډن د ټیم سره د واک اختیار د انتقال کولو په پروسه کې له همکارۍ نه ایسار کړي دي. ټرمپ د امریکا د استخباراتو چارواکي هم تر اوسه ندي پرېښودلي چې منتخب صدر جو بایډن ته قامي سلامتیا او د نړۍ د حالاتو په اړه ورځېني راپورونه ورکړي.

په دې دریځ باندې، د ډېموکراتانو یو سنېټر برني سنډرز چې پخپله یې یو وخت په مقدماتي سیالیو کې د جو بایډن رقیب پاته شوی و، په ډانلډ ټرمپ اعتراض کړی دی.

د ټرمپ د انتظامیې د قامي سلامتیا پخوانی سلاکار جان بولټن هم په خپلو رېپبلېکنانو غږ کړی چې باید د جو بایډن د کامیابۍ تسلیمي وکړي.

په دې وخت کې، جو بایډن د یو نوي حکومت د جوړېدو په خاطر له خپلو سلاکارانو سره جلسې کوي او د کابینې د غړو په ټاکلو غور کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG