د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ د چین صدر شي جېن پېنګ او ځېني نور غېر ملکي مشران د جنورۍ په شلمه نېټه د صدر په حېث د هغه د سوګند پورته کولو یا اېناګیورېشن دستورې ته رابللي دي خو دا لا نه ده معلومه چې څوک څوک اراده لري چې د کانګرس د ودانۍ په زینو کې کېدونکي غونډه کې شرکت وکړي.
وایټ هاوس ته د ټرمپ د تګ دپاره د انتظامي ډلې ترجمانې کېرولاین لېوېټ فاکس نیوز ټېلې وېژن ته وویل د نومبر په وړمبو ورځو کې شي ته د ټرمپ د سوګند پورته کولو په دستوره کې د ګډون دعوت ورکړی شوی دی خو دا لا نه ده معلومه چې هغه بې قبول کړي او که نا؟
د نومبر په پينځمه نېټه په صدارتي انتخاب کې ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ د امیدوار په حېث د ډېموکرېټېک پارټۍ حریفې او نایب صدرې کاملا هېرېس ته ماتی ورکړو.
ټرمپ به د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدرات د څلور کلونو دورې سوګند پورته کوي. دا دستوره د اېناګیورېشن یا د پرانېستې په نامه هم یادېږي.
لېوېټ دا و نه وېل چې د شي نه علاوه نور څوم غېر ملکي مشران د ټرمپ د سوګند پورته کولو دستورې ته رابلل شوي دي.
په عمومي توګه په اېناګیورېشن کې په واشنګټن کې موجود غېرملکي سفیران شرکت کوي خو د نورو ملکونو سربراهان په کې نه وي.
د سټېټ ډپارټمنټ معلومات څرګندوي چې د کال ۱۸۷۴ راهسې یو غېر ملکي رهنما هم په اېناګیورېشن کې شرکت نه دی کړی.
لېوېټ وویل په اېناګیورېشن کې غېر ملکي مشرانو ته د شرکت بلنه یو مثال دی چې صدر ټرمپ نه یوازې د اتحادي بلکې د حریف ملکونو سره مکالمه پرانېستل غواړي، هغه د هر چا سره خبرو اترو ته تیار خو د امریکې مفادات به د ټولو اول ساتي.
که شي په اېناګیورېشن کې شرکت دپاره واشنګټن ته سفر وکړي نو د ټرمپ د صدارت په دویمه دوره کې به دا وړمبی ځل وي چې د دنیا د دوو لویو اقتصادي ملکونو مشران به د تجارت او د عسکري چارو په شمول په لانجمونو مسلو خبرې اترې وکړی شي.
ټرمپ دړکه کړې چې امریکې ته د چین په درامداتو به درانه ټېکسونه لګوي چې په بيجېنګ دباو زیات کړي چې امریکې ته د فېنټنایل د راوړل کېدو مخه ونېسي او په چین کې د امریکايي مصنوعاتو خرڅلاو زیات کړي.
امریکې د سوشل میډیا اېپليکېشن ټېک ټاک باني کمپنۍ بایټ ډېنس ته د جنورۍ د میاشت د ۱۹ نېټې پورې وخت ورکړی دی چې ټېک ټاک دې خرڅ کړي او که داسې نه کوي نو په اېپ به يې په امریکا کې پابندي ولګول شي. تېره هفته یو امریکايي عدالت په ټېک ټاک د ممکنه بندیز قانون د ایین مطابق وبللو خو ټېک ټاک خپله مقدمه سپریم کورټ ته وړلې ده.
ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په نیویارک ښار کې د سټاک اېکسچېنج مارکېټ د پرانېستلو جرس وغږولو او په دې موقع يې وویل اېناګیورېشن ته ځینې خلک د رابللو په اړه غور کوي. هغه په خصوصي توګه د چا نوم وانخیستلو چې څوک رابلل غواړي.
د روس حکومت یا کرېملېن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل صدر ولادېمير پوټن څه د اېناګیورېشن څه بلنه نه ده ترلاسه کړې.
د صدر منتخب کېدو وروسته ټرمپ د یو شمېر نړیوالو مشرانو سره لیدلي او یا يې خبرې اترې کړي دي او لېوېټ وویل نړیوال مشران ټرمپ سره لیدل غواړي ځکه چې هغه زر اقتدار ترلاسه کړي او د امریکې د طاقت دلارې په امن بحال کړي.
Forum