لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د خارجه او دفاع وزارتونو په ګډون د خپل حکومت د مهمو څوکیو لپاره کسان ونومول


له ښي اړخ مارکو روبیو، پیټ هیګسیت، جان رټکلیف، مایکل والټز، کریسټي نوم او ایلیس سټیفانیک.
له ښي اړخ مارکو روبیو، پیټ هیګسیت، جان رټکلیف، مایکل والټز، کریسټي نوم او ایلیس سټیفانیک.

د امریکې منتخب صدر ډانالډ ټرمپ به د خپل راتلونکي حکومت واک په رسمي توګه د 2025م کال د جنورۍ پر 20 کار تر لاسه کوي، خو له اوسه یې لا د خپلې کابینې او حکومت د مهمو پوستونو لپاره یو شمېر ریپبلکن سیاستوال نومولي دي.

ټرمپ په ټاکنو کې تر بریا وروسته په فلورېډا ایالت کې په خپل کور کې له خپلو نیزدې کسانو او د واک د منتقلۍ له ټیم سره د صدارت د دویمې دورې لپاره د خپلو حکومتي تګلارو د جوړولو په اړه سلا مشورې کوي.

ټرمپ د سه شنبې- نهې په ورځ د دفاع وزیر، د کورني امنیت د ادارې مشر، د سي آی اې مشر، د حکومتي کارکردګۍ د ادارې مشر، په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیره، د ملي امنیت سلاکار او په اسرایل کې د امریکې سفیر او نور کسان وټاکل.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د رسنیو د رپوټونو له مخې، کېدای شي د فلورېډا ریپبلکن سنېټر مارکو روبیو د امریکې د بهرنیو د چارو وزیر یا سټېټ سیکرټري په توګه د ټرمپ انتخاب وي.

53 کلن مارکو روبیو د ایران، کیوبا او چین په اړه د سختو دریځونو په خپلولو مشهور دی. هغه د کیوبا د یوې کډوالې کورنۍ اولاد دی او د فلوریډا په میامي کې زېږېدلی دی.

روبیو یو وکیل، سیاستوال او د فلوریډا د ډېرې مودې سنېټر دی، چې له 2011م راهیسې د امریکې په سېنټ کې دی.

هغه د امریکې د 2016م کال په صدارتي ټاکنو کې د ټرمپ سیال وو، خو دواړو سیاستوالو په وروستیو کلونو کې نیزدې اړیکې لرلې دي.

د دفاع وزیر پیټ هېګزیت

ټرمپ په یوه جلا بیان کې اعلان وکړ چې د فاکس نیوز د سیاسي پروګرامونو چلوونکی او پخوانی پوځي افسر پیټ هېګزیت به یې په راتونکې کابینه کې د دفاع د وزیر په توګه دنده ولري.

هېګزیت په 2003م کال کې د امریکې له پرینسټن پوهنتونه فارغه شوی او له هغه وروسته په پوځ کې د خدمت پر مهال په عراق او افغانستان کې دندې تر سره کړې دي.

د دفاع د وزیر په توګه د هېګزیت نومول کېدل د ډېرو د توقعاتو خلاف ده چې ددغې څوکۍ لپاره یې د ځینو پېژندل شویو څېرو د نومول کېدو اټکل کاوه. هېګزیت د ټرمپ د تګلارو کلک ملاتړی دی او له بهره یې د امریکايي سرتېرو د را ستنېدو پلوي کوله.

د سي ای اې مشر جان رېټکلیف

ټرمپ د سه شنبې- نهې په ورځ اعلان وکړ چې د استخباراتو د ملي ادارې پخوانی مشر جان رېټکلیف یې د مرکزي استخباراتي ادارې (سی ای اې) د مشر په توګه غوره کړی دی.

رېټکلیف د ټرمپ د لومړي صدارت په وروستیو اتو میاشتو کې د استخباراتو د ملي ادارې مشر وو او له هغه وړاندې یې د امریکې په استازو اېوان کې د ټېکساس د استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د داخلي امنیت وزیره کریسټي نووم

د رسنیو د رپوټونو له مخې، د جنوبي ډیکوټا ګورنره کریسټي نووم د هوم لېنډ سیکیورټي یا کورني امنیت ادارې د مشرۍ لپاره د ټرمپ انتخاب دی.

52 کلنه کریسټي نووم د ټرمپ کلکه ملاتړې ده، چې لومړی د صدارتي ټاکنو لپاره د هغه په ممکنه مرستیالانو کې هم شامله وه.

مېرمن نووم د سویلي ډیکوټا په واټرټاون کې زېږیدلې او اوس د امریکې په حکومت کې د یو ډېر حساس پوسټ ذمه واري پر غاړه اخلي. هغه د سایبري ګواښونو یا ترهګریزو اقداماتو د مخنیوي سره سره به د غیرقانوني مهاجرینو پر ضد د ټرمپ د ایجنډا په عملي کولو کې هم رول ولوبوي.

کریسټي نووم په سیمه کې د ایران د ناارامه کوونکو سیاستونو په ځانګړې توګه د اسرایل خلاف اقداماتو په وجه د تهران په ضد د شدید عمل ملاتړې ده. هغې وار په وار د حماس په څېر ترهګرو ډلو د ملاتړ او د بشري حقونو د سرغړونې له امله پر ایران نیوکې کړې او د تهران خلاف یې د سخت چلند غوښتنه کړې ده.

د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز

مایکل والټز د امریکې د کانګرس د استازو اېوان ریپبلکن غړی او د ملي امینت د سلاکار څوکۍ ته نومول شوی دی.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، مایکل والټز د امریکې د پوځ یو پخوانی پوځي دی چې په افغانستان، افریقا او منځني ختیځ کې یې هم دنده تر سره کړې او کېدای شي د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار شي. مایکل والټز د چین، ایران او طالبانو خلاف د سخت دریځ له کبله مشهور دی.

هغه د فلوریډا په بوینټن بیچ کې زېږېدلی او د ویرجینیا په پوځي انسټیټیوټ کې یې د نړیوالو اړیکو زده کړې ده. والټز د ترهګرۍ خلاف د مبارزې ملاتړی او په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت یې پرله پسې نیوکې کړې دي.

د سرحدي چارو د ادارې مشر ټام هومن

ټرمپ د دوشنبې- ګل په ورځ د خپل صدارت په لومړۍ دوره کې د کډوالو او کسټم د کنټرول ادارې مشر ټام هومن د سرحدي چارو د مشر "بارډر زار" په توګه نومولی دی.

هومن په داسې حال کې دغې څوکۍ ته ټاکل شوی چې د امریکې د راتلونکي حکومت له مهمو پلانونو څخه یو له دغه هیواده د غیر قانوني مهاجرینو ډله ییز ایستل دي.

62 کلن ټام هومن د نیویارک په ویسټ کارټېج سیمه کې زېږېدلی. هغه د اوباما او ټرمپ په حکومتونو کې د پولیسو پخوانی افسر او د کډوالو د چارو چارواکی وو.

هومن د غیرقانوني کډوالو د ایستلو پلوی او د امریکا په بېلابېلو برخو کې د کډوالو د اوسېدو لپاره د "پناه ځایونو" جوړولو مخالف دی.

هومن امریکا ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو او د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د پولو د کنټرول او د غیرقانوني مهاجرینو خلاف د سختو پالیسیو عملي کول ضروري ګڼي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې الیس سټیفانیک

ټرمپ د یکشنبې- اتوار په ورځ، د کانګرس د استازو اېوان کې د نیویارک ریپبلکن غړې الیس سټیفانیک په ملګرو ملتونو کې د امریکې د سفیرې په توګه ونوموله.

ټرمپ په یو بیان کې مېرمن سټیفانیک د "لومړی امریکا" په تګلاره کې د پرمختګ لپاره "ډېره پیاوړې، سخت کاره او هوښیاره مبارزه" وبلله.

40 کلنه سټیفانیک د نیویارک په الباني ښار کې زېږېدلې او په استازو اېوان کې د ټرمپ په کلکو ملاتړو کې ګڼل کېږي.

له هارورډ پوهنتونه فارغه سټیفانیک اسرایل پلوه ده چې د هارورډ، پینسلوېنیا او ایم آی ټي پوهنتونونو پر مشرانو یې له دې کبله نیوکې کړې چې په کېمپسونو کې یې د اسرایل ضد احتجاجونو ته اجازه ورکړې وه.

هغې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي په کابینه کې د ګډون لپاره یې د ټرمپ بلنه منلې ده.

د ټرمپ د تېر حکومت ځینې شخصیتونه نه ګومارل

ډانلډ ټرمپ په رسمي ډول د هغو دوو اعلی چارواکو د نه ګومارلو اعلان کړی، چې د ده په تېرحکومت کې یې دنده ترسره کړې وه. په دوی کې په ملګرو ملتونو کې د امریکې پخوانۍ استازې نیکي هیلي او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپېیو شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG