لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ: مونږ یقیناً د ایران سره د جنګ نه ځان ساتل غواړو


د سعودي عربستان د تیلو په مهمو مرکزونو د ډرون بریدونو وروسته پېدا شوي تاو تریخوالي په ترڅ کې امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي د امریکايي عسکرو لخوا په ایران څه قسمه برید به د سعودي عرب په مرکزونو شوو بریدونو برابر وي.

د ګل په ورځ سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت چې کله د امریکایي صدر نه د خارجه چارو سېکتر ماېک پمپیو لخوا نېغ به نېغه په ایران د دغه بریدونو د تور لګولو په اړه پوښتنه وشوه نو صدر ټرمپ ووېل:

٫٫ ځه فکر کوم چې مونږ یو شان یو. زما په فکر مونږ غواړو چې د دغه خبرې اخیرۍ شمیرې معلومې کړو، بیا به څه قسمه فیصله کوو.٬٬ صدر ټرمپ زیاته کړې چې دا خبره به ډیر زر معلومه شي چې د دغه بریدونو ذمه وار څوک دی.

وړاندې د دغې صدر ټرمپ په اوول دفتر کې د بحرین شهزاده سلمان بن حماد بن عیسا الخلیفه سره د لیدو کتو وروسته خبریالانو ته ویلي وو چې هغه د ایران سره جنګ نه غواړي خو دا يې هم زیاته کړې وه:٫٫ امریکا د بل هر یو هیواد نه زیاته څه قسمه جګړې ته تیاره ده.٬٬ وروسته د دغې امریکايي صدر ویلي ٫٫ سره د دې هر څه چې مونږ ویلي مونږ غواړو چې د جنګ نه ډډه وکړو.٬٬

د صدر ټرمپ نه چې کله یو خبریال دا پوښتنه وکړه چې ایا هغه د سعودي عربستان سره څه قسمه ژمنه کړې چې امریکا به د سعودي عرب حفاظت کوي نو نوموړي په ځواب کې ویلي ٫٫ نه ، ما د سعودیانو سره داسې څه ژمنه نه ده کړې. مونږ له پکار ده چې د سعودیانو سره کښینو او په ګډه په دې کار وکړو.٬٬

امریکايي صدر په دغه مهال دا اعلان هم وکړو چې د امریکا د خارجه چارو سکتر ماېک پمپیو او نور ستر چارواکي به د سعودي عربستان سفر کوي.

د سعودي عربستان د تیلو په مهمو مرکزونو که یو خوا په منځني ختیځ کې اړی ګړی سېوا کړی، د دغه بریدونو وروسته په ګرده نړۍ کې د تیلو بېعې هم ۱۵ فیصله سېوا شوي.

د تیلو بېعې سیوا کیدو په اړه د وي او ای د یوې پوښتنې په ځواب کې امریکايي صدر ویلي ٫٫ مونږ په خپل هیواد کې په پراخه کچه تیل لرو. دغه ګراني به په مونږ څه قسمه اثر وه نه غورځوي. او ځه نه ګڼم چې د دغې به په نړۍ هم څه اثر وي. خو دا خبره ښکاره ده چې دغه زیاتې بېعې به په امریکا هیڅ اثر وه نه غورځوي.

د سعودي عربستان د پوځ ویاند هم د ګل په ورځ دعوه کړې چې د دوي د تیلو په مرکزونو شوو بریدونو کې ٫٫ ایرانۍ وسله ٬٬ کارول شوې.

په یمن کې ایران پلوه هوثي یاغیانو د دغه برید ذمه واري په غاړه اخستې. د دغه برید سره د سعودي عربستان د تیلو پیداوار د ورځ په حساب ۵.۷ ميلینه بیرله کم شوی. خو د امریکا د خارجه چارو سیکتر ماېک پمپیو بې د ثبوتونو وړاندې کولو په ایران تور لګولی او د یمن نه د دغه بریدونو امکان يې رد کړی.

اخوا د عراق میډیايي رپورټونو تر مخه دغه برید د عراق جنوبي برخو نه تر سره شوی چرته چې ایران پلوه ملیشه واک اختیار لري، که څه هم د عراق حکومت دغه خبره رد کړې چې ګنې دغه برید د دوي د خاورې نه شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG