لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د ټرمپ د سوګند تر مراسمو مخکې ټیک ټاک خپل فعالیت بند کړ


په امریکا کې د چینایي کمپنۍ د سوشل مېډیا اېپ «ټیک ټاک» په رسمي توګه بند کړل شو او کله چې څوک دا اېپ خلاصوي نو ورته لیکلي وي، "وبخښئ، ټیک ټاک ته دا وخت رسایي نه کېږي".

د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ به د جنورۍ په 20مه د خپل صدارت سوګند کوي، هغه د شنبې- خالي په ورځ ویلي، "ډېر امکان لري" چې د دوشنبې- ګل په ورځ د واک له ترلاسه کولو وروسته ټیک ټاک ته له ممکنه بندیزه د درو میاشتو مهلت ورکړي.

خو ټیک ټاک خپلې اېپ تر هغه مخکې غیرفعاله کړ او لیکلي یې دي، "له بده مرغه په امریکه کې پر ټیک ټاک د بندیز قانون عملي شوی دی، دا په دې مانا ده چې تاسو اوس ټیک ټاک نه شئ کارولی".

ټیک ټاک وایي‌ "موږ خوشحاله یو صدر ټرمپ اشاره کړې چې هغه به له واک تر لاسه کولو وروسته له موږ سره د ټیک ټاک د بیا پیلولو پر حل لاره باندې کار وکړي".

د امریکې د سپریم کورټ قاضیانو د جمعې په ورځ په یوه متفقه پرېکړه کې په ټیک ټاک باندې بندیز تایید کړ.

د یوې چینایي کمپنۍ تر سیوري لاندې چلېدونکی د ټیک ټاک سوشل مېډیا اپلیکېشن نن د یکشنبې- اتوار په ورځ په امریکا کې د بندېدو له خطر سره مخ دی او د دې اېپ 170 میلینه امریکایي کاروونکي یې اندېښمن کړي دي.

ټرمپ این بي سي نیوز ته په یوه مرکه کې وویل، "امکان لري چې د 90 ورځو لپاره یې موده وغزول ځکه چې دا مناسب [کار] دی، که زه د دې کار پرېکړه وکړم، زه به یې شاید د دوشنبې- ګل په ورځ اعلان کړم."

ټیک ټاک دا وخت د امریکې د ابادۍ نیمی خلک استعمالوي او کوچنيو کاروبارونو ته وده ورکوي یو آنلاین کلتور یې جوړ کړی دی او که په امریکا کې بند شي دغه واړه کاروبارونه به هم ورسره اغېزمن شي.

د ټیک ټاک ادارې د جمعې په ورځ وویل، که د صدر جو بایډن اداره د ایپل او ګوګل په څېر کمپنیو ته ډاډ ورنه کړي چې د بندیز په عملي کېدو سره به دوی له نافذوونکو اقداماتو سره نه مخ کېږي، نو د یکشنبې- اتوار په ورځ به په امریکا کې کار نه کوي.

د امریکا په سپریم کورټ کې ټیک ټاک د هغه قانون خلاف اپیل هم بایللی چې غوښتل یې د اتوار- یکشنبې له ورځې نه دې مخکې دا وښیي چې له خپلې ملکیت لرونکې کمپنۍ بایټ ډانس نه د جلا کېدو په اړه یي ګامونه اخیستي دي.

د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د تېر کال د دسمبر په پای کې هم د ملک له سپریم کورټ څخه غوښتي وو، پر ټیک ټیک باندې د فیډرل حکومت ممکنه بندیز دې تر هغه وخته وځنډوي چې د ده حکومت دې مسئلې ته "سیاسي حل" پیدا کړي.

کانګرس د 2024م په اپرېل میاشت کې د رایو له لارې له چینایي کمپنۍ وغوښتل چې که د را روان کال د جنوري تر 19مې ټیک ټاک ونه پلوري بندیز به پرې ولګول شي.

ټیک ټاک او د دې اېپ ملکیت لرونکې کمپنۍ بایټ ډانس له هغه راهیسې په امریکا کې د خپل مشهور اپلیکېشن د آنلاین ساتلو لپاره مبارزه کوي.

ټیک ټاک او بایټ ډانس کمپنۍ غوښتي چې دا قانون ختم کړل شي او سپریم کورټ د دې مقدمې په اورېدو رضا شوی، خو که عدالت د بایټ ډانس په ګټه پرېکړه ونه کړي او کمپنۍ له ټیک ټاکه جلا نه شي د ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې به په امریکا کې پر دې چینایي اېپ بندیز ولګیږي.

د امریکې د انصاف وزارت دعوه کوي چې پر ټیک ټیک باندې د چینایي کمپنۍ کنټرول د امریکې ملي امنیت ته په دوامداره توګه خطر پېښوي او د امریکې د کانګرس اکثر غړي د وزارت د دې دریځ ملاتړ کوي.

خو ټیک ټیک وايي د انصاف وزارت له چین سره د دوی د اېپ اړیکې غلطې بیان کړې دي او وایي د ټیک ټاک د موادو د سپارښتنې انجن او د کاروونکو ډېټا په چین کې نه بلکې په امریکا کې ده.

سپینې ماڼۍ د ټیک ټاک د جمعې د ورځې څرګندونې رد کړې او د شنبې- خالي په ورځ یې بیا تکرار کړه چې دا د ټرمپ په راتلونکي ادارې پورې اړه لري چې په امریکا کې د ټیک ټاک د مستقبل په اړه اقدام وکړي.

په واشنګټن کې د چین سفارت د جمعې په ورځ په امریکا تور ولګاوه چې د ټیک ټاک د ځپلو لپاره غیرمنصفانه ریاستي زور کاروي. د سفارت یوه ویاند وویل، "چین به د خپلو قانوني حقونو او ګټو د ساتنې لپاره ټول ضروري اقدامات وکړي."

ټرمپ د خپلې لومړۍ واکمنۍ په پای کې د ټیک ټاک خلاف د امریکې د اقداماتو په پیل کولو کې مرسته کړې وه او خبریالانو ته یې ویلي وو چې هغه به دا اپلیکیشن بند کړي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG