لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ وایي د حکومت لومړی کار یې د کډوالۍ نظام سمول او د ګرانۍ قابو کول دي


منتخب صدر ډانلډ ټرمپ به د راتلونکي کال د جنورۍ مياشتې نه صدارتي ماڼۍ يا وایټ هاوس ته ځي خو نوموړي د وړاندې نه د خپلو راتلونکو څلورو کالو د پاره د کورنۍ تګلارې په اړه منصوبه بندي پېل کړې ده.

ټرمپ د انتخابي ګټې په شپه په خپله وینا کې ویلي وو، "مونږه به پخپل ملک کې هر څه سموو، نن شپه چې مونږ کوم تاريخ جوړ کړی د دې يوه وجه ده، او هغه وجه هم دغه ده چې مونږه هر څه سم کړو".

ټرمپ پخپلو انتخابي جلسو کې د ولس سره ژمنې کړي چې هر کال به په ميلینونو غېرقانوني کډوال وباسي. د منتختب صدر ټرمپ لومړۍ ترجيج د کډوالۍ نظام يا ايميګرېشن سمول دي. هغه ویلي خپلې پولې به مضبوطوي:

"مونږه به غواړو چې خلک زمونږه ملک ته راشي، خو هغوی دې په قانوني لاره راشي".

‌څېړونکي وايي په دې کار به په اربونو ډالرو مصرف راځي ‌او لوی لوی تنظيمونه او وفدونه به ورله ټاکل وي چې تر اوسه يې هېڅ تفصيل نه دی ورکړی شوی.

خو د پولو د ساتنې د پاره د ټرمپ ټاکلي افسر ټام هومن د یوې ګنټې په خپرونه کې ويلي، هغه به په کورونو کې نه بلکې د کار په ځايونو کې غېرقانوني کډوال لټوي.

د ټرمپ دويمه ترجيج به د ګرانۍ قابو کول وي.

منتخب مرستيال صدر جې ډي وېنس وایي، "په انتخاباتو کې د تاريخي ګټې وروسته به مونږه د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ په اقتصاد کې هم لويه بريا ترلاسه کوو".

ټرمپ ژمنه کړې امريکا ته به لومړيتوب ورکوي‌ او په بهرنيو توکو به ټېکسونه لګوي خو په سوشل سيکورټي او په ټیپس کې ورکړل شوو پېسو باندې به ټېکس ختموي. هغه وایي:

"امريکايانو مونږه ته يو تاريخي او مضبوطه انتخابي ګټه راکړې ده".

په دغه لويه انتخابي ګټه ټرمپ د ټېسلا او سپېس اېکس مالک ايلن مسک او پخوانی صدارتي حريف وېوېک راماسوامي د حکومتي چارو د څار د ادارې مشران ټاکلي دي چې په افسرانو او حکومتي اخراجاتو به نظر ساتي.

د کانګرس په دواړو برخو کې د اکثريت له کبله به د ټرمپ لخوا د خارجه وزارت، ‌دفاع، کورني امنيت، او ماحولياتي تحفظ اېجنسۍ دپاره ټاکل شوي مشران په آسانۍ سره ومنل شي.

په دوی کې د ملګرو ملتونو او اسرايل د پاره سفيران هم ټاکل شوي دي او په حکومتي دفترونو کې تر 4,000 پورې خالي څوکيو باندې به هم ټرمپ د خپلې خوښې افسران ټاکي.

د 70 نه کمې ورځې پاتې دي چې منتخب صدر ټرمپ به واک اختيار په خپلو لاسو کې واخلي،‌ او د هغه د انتظاميې واضح عکس به ښکاره شي،‌ خو د هغې نه وړاندې دا يوه خبره په ډاګه ده چې د ټرمپ واکمني به د باېډن نه بيخي بدله وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG