لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیه له شام څخه د بهرنیو وګړو په ایستلو کې مرسته کوي


په شام کې د بشارالاسد د حکومت له ختمېدو سره چې سرښار دمشق د باغیانو لاس ته ورغلی، په دې هېواد کې بهرني وګړي د وتلو هڅه کوي او ترکيه په دې برخه کې له یو شمېر هغو هېوادونو سره مرسته کوي چې غواړي په خوندي توګه د خپلو وګړو د را وتلو په اړه ډاډمن شي.

د ترکیې سفارتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ترکي څانګې ته ویلي، د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه د خپل مځکني پوځ په لوجسټیک ملاتړ له شام څخه د درېیم هیواد د وګړو د ایستلو په برخه کې مرسته کوي.

سرچینو ټینګار کړی د درېیم هیواد له هغو وګړو سره په احتیاط مرستې کېږي چې غواړي له شام څخه ووځي ځکه چې وایي‌ ترکیه غواړي د یرغمل کېدو په څېر د امنیتي خطرونو مخه ونیسي.

ترکیې په اکتوبر کې د حزب الله او اسرایل ترمنځ د شخړې په وخت له لبنانه د دریم هیواد د وګړو په ایستلو کې د خپلې مرستې کار لږ محتاط او پټ ساتلی وو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، په دغو عملیاتو کې انقرې د اکتوبر تر 16مې د امریکې، کېنېډا او برتانیې په ګډون د 21 هېوادونو 2,120 بهرنیو وګړو ته د ترکیې له هوایي لارې خپلو هېوادونو ته په رسېدو کې مرسته کړې وه.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت سرچینو وي او اې ته وویل، په دواړو انخلاګانو کې دوی د اړتیا وړ پوځي ګاډو او عسکرو مرسته کړې ده.

له شام څخه د بهرنیو وګړو په ایستلو کې د ترکیې عملیات په ځانګړې توګه ځکه مهم بلل شوي دي چې د دمشق هوايي ډګر د یکشنبې- اتوار په ورځ د صدر بشارالاسد له تېښتې وروسته بند شوی دی.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ یوه خبریال ویلي، وسلوال یاغیان یې ولیدل چې د دمشق د هوایي ډګر شاوخوا ولاړ وو، خو د هوایي ډګر مشر انیس فالو د کره وخت له ښوولو پرته اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"انشاءالله، هوایي ډګر به زر پرانستل شي ځکه چې موږ په بشپړ ډول کار کوو".

سفارتي سرچینو وي او اې ته وویل، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپلو سیالانو سره په ټیلیفوني خبرو کې د هیوادونو له نومونو ښکاره کولو پرته د ترکیې له لارې د بهرنیو وګړو د ایستلو په اړه خبرې وکړې.

پاکستان ایټلي

پاکستان او ايټلي هغه هېوادونو دي چې له ترکيې سره يې د خپلو وګړو د خونديتوب په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د دسمبر په اتمه له فیدان سره په ټیلیفون پر دې موضوع خبرې کړې دي.

په شام کې امریکایي وګړي

امریکې د 2012م کال له فرورۍ راهیسې په شام کې خپلې سفارتي چارې ځنډولې دي، خو چیک جمهوریت له هغه وخت راهیسې په دې هیواد کې د امریکې د حفاظتي قوت په توګه کار کړی دی.

د سه شنبې- نهې په ورځ د امریکې بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه امنیتي خبرتیا کې ویلي، چیک جمهوریت په دې وخت کې په شام کې د امریکایي وګړو په را ایستلو کې مرسته نه شي کولای.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د چارشنبې- شورو په ورځ د وي او اې ترکي څانګې ته په یوه بیان کې وویل، "موږ له امریکایي وګړو سره په تماس کې یو چې د را وتلو په پروګرام STEP کې یې نومونه لیکلي یا له موږ سره په مخامخ رابطه کې دي".

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې د شام په ګاونډیو هیوادونو کې د امریکې سفارتونه هغو امریکایي وګړو ته قونسلي مرستې چمتو کوي چې د را وتلو توان لري.

د ملګرو ملتونو موجودیت

د ترکیې سفارتي سرچینو دا هم ویلي چې ترکیه په شام کې د ملګرو ملتونو له ټیمونو سره د اړتیا په وخت کې لوجیسټیک او امنیتي مرسته کوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر ویلي، که څه هم حالت "ډېر ناارامه او معلوم دی او دا نه ده معلومه چې کومې ډلې په کنټرول کې دي، خو وایي دوی په شام کې د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG