لاس رسیدونکی لینک

 
قلعه عبدالله:د ایف سي ځواک په کیمپ د وسله والو ډله ییز برید کې دوه عسکر وژل شوي
تازه خبر

قلعه عبدالله:د ایف سي ځواک په کیمپ د وسله والو ډله ییز برید کې دوه عسکر وژل شوي


د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان په پښتون میشت سیمه قلعه عبدالله کې وسله والو د ایف سي ځواک په یوه کیمپ ډله ییز برید کړی چې پکې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي اؤ ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

پوځ دعوه کړې چې د ترهګرو دا برید یې شنډ کړی اؤ د دوؤ ځانمرګیانو په ګډون یې پينځه ترهګر وژلي دي.

د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار د بیان له مخې،د 27مې او 28مې جنورۍ په منځ شپه کې د قلعه عبدالله په ګلستان سیمه کې ترهګرو د چاودېدونکو موادو څخه ډک موټر د امنیتي ځواکونو د پوستې یا څوکۍ د حفاظتي دېوال سره ټکر کړی دی.

پوځ منلې ده چې دې برید کې دوه عسکر وژل شوي چې د هغوي نومونه د ناېیک طاهر خان اؤ لانس ناېیک طاهر اقبال ښودل شوې دي.

د سیمې څخه ازادې سرچینې وایي چې دا ځانمرګي برید ؤ چې د ایف سي ځواک په یوه کیمپ شوی دی چې هغوي ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې د برید په مهال امنیتي ځواکونو د وسله والو برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ د ډزو په تبادله کې یې ټول پینځه واړه ترهګر وژلي دي.

د پوځ بیان کې په صفا ټکو کې نه دي ویل شوي چې دا یو ځانمرګي برید ؤ خو پکې منل شوې ده چې ترهګرو خپل د چاودیدونکو موادو څخه ډک ګاډی د امنیتي پوستې یا څوکۍ د یو دېوال سره ټکر کړی دی.

همدا شان پوځ منلې ده چې وژل شوؤ پینځوؤ ترهګرو کې دوه تنه ځانمرګیان وؤ.

خو د پاکستان په امنیت نظر لرونکې پاکستاني رسنۍ "خراسان ډایري " ویلي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) اړوند چېنلو دعوه کړې چې دا برید د ټي ټي پي وسله والو کړی دی.

په بلوچستان کې په پوځ اؤ نورو ادارو د کېدونکو زیاتره بریدونو پړه بیلتون پاله وسله واله ډله بلوچ لبریشن ارمي پغاړه اخلي .

خراسان ډایري په ایکس رسنۍ لیکلي، چې د ټي ټي پي اړوند چېنلو د قلعه سیف الله په برید کې د ککړ ځانمرګي تن پېژندګلو د سوات د محمد په نوم مخې ته راوړې ده چې خلکو به د ډاکټر په نوم بللو.

خراسان ډایري وایي برید کې دوه د ایف سي عسکر وژل شوي اؤ 11 نور ژوبل شوي دي خو د پوځ بیان کې بیا د ژوبل عسکرو هیڅ یادونه نه ده شوې.

تر دې پېښې وړاندې د یکشنبې - اتوار په ورځ هم د بلوچستان په خضدار سیمه کې په لویې سړک د پوځیانو د وړونکي یو بس مخې ته چاودنه شوې وه چې پکې دوه پوځيان وژل شوي اؤ 14 نور ژوبل شوي وؤ.

په بلوچستان کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعاله دي چې په وروستیو میاشتو کې یې خپل بریدونه زیات کړي دي.

دوی نه یواځې پر پاکستاني امنیتي ادارو بلکې د ګوادر په ګډون په صوبه کې د ټولو پرمختیایي منصوبو پر کارکوونکو بریدونه کوي

په اتمه جنورۍ د بلوچستان صوبې د خضدار ښار سره نزدې په زهري بازار کلي کې وسله والو په ډله ییز بريد کې د ليویز یوه تاڼه، د نادرا دفتر او یو غېر حکومتي بېنک سوځولي وو.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي، بي اېل اې په ټولنيزو رسنيو د حملې ذمه واري منلې وه.

تر دغو پېښو وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې هم په تربت کې په یوه بس کې چاودنه شوې وه چې څلور کسان پکې وژل شوي اؤ 32 نور ژوبل شوي وؤ.

څيړونکي وايي، په بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې د وسله والو بېلتون غوښتونکو ډلو د چټک شوؤ بریدونو څخه معلوميږي چې دوی خپل قوت او توان سېوا کړی دی.

د بلوچستان بلوڅ بېلتون غوښتنونکي د پاکستان په مرکزي او صوبايي حکومتونو تور لګوي چې په صوبه کې یې په قدرتي وسايلو کې د ځايي خلکو حق تروړلی دی.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي صوبه کې په غټه کچه پرمختيايي پروژې روانې دي چې پکې د چين په پيسو د سي پېک پروژه هم شامله ده

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG