په برطانیه کې په یو ټرک کې موندل شوي ٣٩ مړي چینايي شهریان دي چې اته پکې مېرمنې او ٣١ سړي دي. دا خبره د برطانيي پولیس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه.
دغه ټرک د شورو، چهارشنبې، په ورځ د لندن په مشرق کې د ٣٢ کلومېټرو په فاصله د گرېز کلي په صنعتي علاقه کې امدادي کارکوونکو وموندلو.
د ټرک ٢٥ کلن ډرایور چې د شمالي ایرلېنډ شهري دی، پولیس گرفتار د قتل په شک کې کړی دی خو په رسمي ډول پرې فرد جرم نه دی لگول شو.
بېلجیم د دې خبرې تصدیق کړی دی چې د ټرک کنټېنر د بحیره شمال د زيبروگ بندر نه تیر شوی او بیا برطانيي ته رسیدلی دی.
په برطانیه کې په ټرک کې د ٣٩ کسانو د مړو موندل کېدل د هېواد په تاریخ کې د انساني قاچاق بدترینه پېښه بلل کیږي.
په ابتدايی توگه د تفتیش کوونکو خیال و چې دغه ټرک د بلغاریه د هولي هېد بندر دلارې برطانيي ته داخل شوی و خو وروسته پولیس وویل چې دغه کنټېنر ټرک د بلیجیم نه د شورو، چهارشنبې، په ورځ برطانيي یا انگلېنډ ته ورسېدو.
په ټرک کې د موندل شویو مړو شناخت لا نه دی شوی او پولیس ویلي دا به وخت اخلي.
اېسوسي اېټډپرېس خبري ادارې ویلي نیول شوی ډرایور او په ممکنه توگه د ټرک نورو ډرایورانو به د یورپي اتحاد ترمنځ په سفر د نرۍ نه گټه پورته کړې وي او د بېلا بېلو هیوادونو په سرحد به بغیر د تلاشۍتېر شوی وي.
د ټرک په اړه لومړۍ اصلاع د شورو، چهارشنبې، په ورځ د نمر خاته نه وړاندې اېمبولینس سروس ته ورکړی شوه.
په یورپ کې په ټرکونو کې د مړو موندل کېدو پېښې د دې نه وړاندې هم شوې دي.
په کال ٢٠٠٠ کې د انگلېنډ په ډاور بندر کې په یو ټرک کې ٥٨ غیرقانوني کډوال مړه شوې دي او په کال ٢٠١٥ کې په اسټریا کې په یو ټرک کې ٧١ کسان د ساه بندېدو له امله مړه شوي وو په دغو کسانو کې د شام، عراق او افغانستان کډوال شامل و.
ای پي وايي د موجوده داسې ښکاري چې ټرک د انگلېنډ او فرانس ترمنځ د عامې لارې پرځای په بله لار برطانيي ته تللی وي ځکه چې د انگلېنډ د ډاور او د فرانس کېلس ترمنځ د سفر د څارنې جدید نظام پرځای دی.
د بلغاریه حکومت ویلي دا لا نه ده واضحه چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ چې کوم ټرک موندل شوی سفر یې د بلغاریه شروع کړی دی.