لاس رسیدونکی لینک

 
د روس په چېچنیا سیمه کې د یوکرېن ډرون حملې څلور کسان زخمیان کړي دي
تازه خبر

د روس په چېچنیا سیمه کې د یوکرېن ډرون حملې څلور کسان زخمیان کړي دي


په دې تصویر کې په کیف د روس د ډرون حملې منظر ليدل کېږي
په دې تصویر کې په کیف د روس د ډرون حملې منظر ليدل کېږي

د روس د چېچنیا سیمې مشر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د یوکرېن په ډرون حمله کې د پولیس د استوګنې ودانۍ لګېدلي او لږ تر لږه څلور کسان زخمیان شوي دي.

رمضان قادروف په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل ډرون د ودانۍ بام او کړکو ته نقصان ورسوولو او لږ او يې هم ولګولو.

د قادروف ترمخه، دا میاشت په سیمه کې دا دویمه حمله وه چې د پولیس ودانۍ په کې ولګېدله.

د روس د دفاع وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل یو ډرون يې په چېچنیا، څلور يې په کرسک سیمه، درې يې په شمال اوشېټیا او اته نور يې د روس په ولکه کې په کرایمیا سیمه کې راوغورځول.

د یوکرېن د کېروسون علاقې ګورنر د روس د ډرون په حملو کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو تن زخمي شو.

د روس د حکومت کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل روس به د یوکرېن هغه حملې ته جواب ورکوي چې د امریکې ورکړی شوي اي ټي ای سي اېم اېس نومې مزایلې په کې استعمال کړي. روسي چارواکو ویلي امریکايي مزایل د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس په ټېګنروګ نومې ښار کې يه یو هوايي مېدان حمله کې استعمال شوي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

پېسکوف وویل روس به یقینن په مناسب ډول د یوکرېن حملې ته جواب ورکوي.

یو امریکايي چارواکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د امریکا د استخباراتي اندازې مطابق روس په اینده ورځو کې د یوکرېن خلاف په تجرباتي توګه هاپرسانېک بېلېسټېک مزایلې استعمالولی شي خو د یوکرېن په قریباً درې کلن جنګ کې به دغه مزایل څه فېصله کن کردار ادا نه کړی شي.
روس په دې اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي.

د روس صدر ولادېمير پوټن ویلي که یوکرېن د مغربي ملکونو د اوږدې فاصلې په وسلو په روس حملې جاري ساتي نو روس په ممکنه توګه په کيیف کې په اورېشنېک نومې مزایل هغه مرکزونه په نخښه کولې شي چېرته چې فېصلې کېږي.

پوټن ویلي د اورېشنېک مزایلو مخنیوی ناممکن دی او په روایتي وسله هم د اېټمي وسلې په شان د تباهۍ صلاحیت لري.

د مغربي ملکونو ځینې ماهرین وايي د اورېشېنک مزایل منفرد خصوصيت دا دی چې په یو وخت ګڼ شمېر وسلې او مختلف هدوفونه ویشتلی شي. په عمومي توګه دا صلاحیت بېن البراعظمي مزایلي لري چې تر اوږدې فاصلې پورې هدف ویشتلی شي.

خو د دې باوجود هم امریکايي چارواکي وویل روسي مزایل تجرباتي وبللو او ويې وېل روس په لږ تعداد کې دغه ډول مزایل لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG