په اوکراېن کې د جګړي په مهال د والدینو لپاره د روسي بریدونو او وسلو نه د خپلو بچو ساتنه یوه مهمه فیصله ګرځیدلې په خاصه توګه د جګړې په لومړي میدانونو کې. په دغه برخو کې زیاتره مرګونه د روسي ډرون بریدونو، بېلسټک میزایلونو، درنو بمونو او د جنګي الوتکو د بمبارۍ د لاسه کیږي. خو روسي پوځیان په دغه جګړه کې یوه داسې وسله هم کاروي چې وړاندې یې چرته هم نه ده کارولې او دغه وسله ډیره وژونکې ده: د زپوریژیا ایټمي پلانټ یا بټۍ.
د اېن پي پي په نامه پیژندل کیدونکی دغه اېټمي پلانټ به پخوا په اورپا کې تر ټولو زیاته بجلي پېدا کوله. په اوکراېن د روس د یرغل په شورو کې روسي ځواکونو قبضه کړی. او د دغه وروسته روس د دغه پلانټ شپږ برخې نیولي دي. په دغه پلانټ څو څو وارې بریدونه شوي او دواړه خواوې یې پړه په یو بل وراچوي.
د بریدونو او تابکارۍ خطرونو د زپوریژیا سیمې زیاتره کورنۍ د ستونزو سره مخ کړي. د دغه ښار زیاتره ماشومانو د مکتبونو کلاسونه نه دي لیدلي، لومړی د کوېډ / کرونا وبا په مهال دغلته مکتبونه تړل شوي وو او بیا د کال ۲۰۲۲م د فرورۍ د میاشتې راپه دېخوا چې د کله نه روس په اوکراېن برید کړی، سکولونه تړل شوي.
په دغه ښار کې هره ورځ د میزایلي او بمي بریدونو وروسته اوس دغلته د ځمکې دننه د مکتوبونو نظام جوړیږي. په ښار کې په ګڼو برخو کې د ځمکې دننه د مکتبونو جوړولو لپاره کار پېل شوی کوم چې به د بمونو او تابکارۍ نه ماشومان خوندي ساتي او پکې به ۱۲۰۰۰ ماشومان خپلې زده کړې کولی شي. د چارواکو په وینا د سکولونو وروسته به دوي دغلته د ځمکې دننه د هسپتالونو نظام جوړوي.
خو په دغه ښار کې د تابکارۍ نه زیات بمونه د هرې ورځې یو خطر دی، د ښار یوه میرمنه کېتهرینا چې ماشومان یې په کورونو کې زده کړې کوي او د هغې مور پخپله د ښار په ۸۸م مکتب کې زده کړې کړې وې، زیاتوي چې د سکول لویه ودانۍ روغه ده خو زده کونکي پکې نشته.
د دغه سکول د ځمکې دننه برخه پوره کیدو ته نژدې ده او کېتهرینا وايي دغلته خپلو ماشومانو لیږلو ته خوشحاله ده. دغه مېرمن وايي د څلورو کالو راهسې په کور دننه د زده کړو د لاسه ماشومان خپل ملګري هم نه پیژني او د ځمکې دننه سکولونه یواځینۍ لار ده چې ماشومان پکې په خوندي لار په کلاس کې زده کړې وکړي.
Forum