لاس رسیدونکی لینک

 
ملګري ملتونه: افغانستان کې په درو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 81 ملکي وګړي وژل شوي
تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان کې په درو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 81 ملکي وګړي وژل شوي


ملګرو ملتونو د افغانستان د امنیتي او بشري حالت په اړه په یو رپوټ کې ویلي، د تېر 2024 کال د نومبر میاشتې له پیله د 2025م کال د جنورۍ تر اخره په دغه هیواد کې په امنیتي پېښو کې لږ تر لږه 81 ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر په رپوټ کې د 2024م کال د نومبر، دسمبر او د روان کال د جنورۍ اړوند پېښو او مسایلو ته ځای ورکړل شوی دی. دا رپوټ د مارچ په شپږمه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راروانې دوشنبې- ګل په ورځ د افغانستان د حالت د ارزونې تر غونډې مخکې خپور شوی دی.

په رپوټ کې امنیتي پېښو، د ملکي مرګ ژوبلې، د مخکیني حکومت د کارکوونکو د وژلو او نیولو پېښو، پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو د حکومتي محدودیتونو او د افغانستان او پاکستان پر پوله د جګړو اړوند پېښو ته ځای ورکړل شوی دی.

د دې رپوټ له مخې په دغه موده کې 37 سړي، 8 ښځې، 18 نجونې، 18 هلکان وژل شوي او د ښځو، نجونو او ماشومانو په ګډون لږ ترلږه 111 ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په رپوټ کې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یو زیارت باندې د وسلوالو برید ذکر هم شوی چې پکې 11 کسان وژل شوي وو. دا پېښه د تېر 2024 کال د نومبر په 21 پیښه شوې وه او ذمه واري یې داعش خراسان پر غاړه اخیستې وه.

په رپوټ کې په کابل کې په دسمبر میاشت کې د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په ودانۍ کې ځانمرګي برید ته هم اشاره شوې چې پکې د کډوالو وزیر او د سراج الدین حقاني تره خلیل الرحمان حقاني له څو نورو طالب چارواکو سره ووژل شو. ددې برید ذمه واري هم داعش پر غاړه اخیستې وه.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې په دغه ټاکلې درې میاشتنۍ موده کې په ځینو ولایتونو کې له جګړو د پاتې چاودیدونکو توکو په چاودنو کې د نجونو او هلکانو په ګډون لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي او د ښځو او ماشومانو په ګډون 36 کسان نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د مخالفو وسلوالو بریدونه

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو بریدونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي په دغه موده کې د احمد مسعود په مشرۍ «د مقاومت ملي جبهې» او د یاسین ضیاء په مشرۍ «د افغانستان د ازادۍ جبهې» په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو خلاف لسګونه بریدونه کړي دي.

د رپوټ له مخې د درو میاشتو په موده کې د طالبانو پر اهدافو باندې 91 بریدونه شوي دي. د رپوټ نتیجې ښيي چې د مقاومت ملي جبهې د 53 بریدونو او د افغانستان د ازادۍ جبهې د 21 بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، په دغه موده کې د 15 نورو بریدونو ذمه واري لا تراوسه هیڅ کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د افغانستان د تېر حکومت د پوځیانو د وژلو او نیولو دوام

ملګرو ملتونو ویلي، د تېر 2024م کال د نومبر له لومړۍ ورځې د روان کال د جنورۍ تر پایه یې د افغانستان د مخکیني حکومت د امنیتي کسانو د قتل، خپلسره نیونو او اذیت 40 پیښې ریکارډ کړې دي.

په رپوټ کې ویل شوي د طالبانو د مشر د عمومي بخښنې باوجود طالبانو د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو غړی وژلی دی. ملګرو ملتونو ویلي په دې موده کې یې یواځې د یو پخواني امنیتي تن د وژنې پېښه ریکارډ کړې ده.

د ملګرو ملتونو رپوټ وایي په دغه موده کې طالبانو په خپلسره ډول 37 کسان نیولي او 18 کسان نور یې په اذیت کړي دي. ملګرو ملتونو ویلي طالبانو له بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکړی دی.

پر پوله نښتې

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي د تېر کال د نومبر له پیل راهیسې د روان کال د جنورۍ تر پایه د طالبانو د حکومت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې شپږ نښتې شوې دي.

رپوټ وایي په دغو نښتو کې تر ډېره له درنو وسلو کار اخیستل شوی، چې وایي له امله یې ملکي وګړو ته هم زیان رسېدلی دی.

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو له برید وروسته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ څو ځلې نښتې شوي دي.

په دې رپوټ کې ویل شوي ددغو نښتو ډېرې یې د تېر کال د دسمبر په وروستیو کې د خوست ولایت د علي شېر په ولسوالۍ او د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ اړوند سیمو کې شوي دي.

ملګري ملتونه په هرو درو میاشتو کې د افغانستان د بشري او امنیتي حالت په اړه د امنیت شورا ته رپوټ وړاندې کوي او دغو رپوټ په دې هېواد کې د مستندو معلوماتو په بنیاد جوړیږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو دغه تازه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې دغسې رپوټونه چې نړیوالو ادارو ترتیب او خپاره کړي، د خپل حکومت خلاف د تبلیغاتو د کمپېن یوه برخه ګڼلې او هغه یې رد کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG