لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانستان، صومالیا، کانګو او شام د ماشومانو لپاره خطرناکې سیمې دي


ریپورټ وایي پروسږ کال په افغانستان، کانګو، شام او برکینافاسو کې په سکولونو او روغتونو باندې د حملو 856 پېښي رامنځته شوي وې او د نجونو تعلیم په ځانګړې ډول په هدف وو
ریپورټ وایي پروسږ کال په افغانستان، کانګو، شام او برکینافاسو کې په سکولونو او روغتونو باندې د حملو 856 پېښي رامنځته شوي وې او د نجونو تعلیم په ځانګړې ډول په هدف وو

ملګرو ملتونو ویلي صومالیا، کانګو، افغانستان او شام د ماشومانو لپاره د جګړو تر ټولو خطرناکه سیمو د نوملړ په سر کې دي.

دغه اداره وایي یاد هېوادونه په هغه تور فهرست کې شامل شوي چیرې چې له ماشومانو سره ډېر ناوړه چلند کیږي او د ثبت شویو ناندریو 60 فیصده پېښې رامنځ ته شوي.

د دوشنبې یا ګل په ورځ د ریپورټ جاري کولو په وخت د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ورجینیا ګېمبا خبریالانو ته وویل نور به په نړۍ کې ماشومان آخري ترجیح نه وي او نه به هم کمه ژغورل سوې ډله وي.

هغې وویل په افغانستان کې د داسې پېښو له دریو څخه د دوو برخو مسولیت د طالبانو پر غاړه او د پاتې نورو زمه وار حکومت او حکومت پلوه ملېشې دي.

ریپورټ وایي پروسږ کال په افغانستان، کانګو، شام او برکینافاسو کې په سکولونو او روغتونو باندې د حملو 856 پېښي رامنځته شوي وې او د نجونو تعلیم په ځانګړې ډول په هدف وو.

هغې وویل “موږ باید د ماشومانو حقونو او جمهوریت ته احترام او امن ولرو”.

مېرمن ګېمبا وویل په کال 2020م کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو لخوا د ماشومانو د ګمارلو، د هغوی د وژنې او کارولو تر ټولو زیاتې پېښي رامنځته شوي وې.

د تېر کال په پرتله د ماشومانو د اغوا په پېښو کې 90 فیصده زیاتوالې دوۍ ډېر اندېښمن کړې دي اوهم په ماشومانوپه د جنسي تېریو او د جنسي تشدد په پیښو کې د 70 فیصده په زیاتوالی د ژورې اندېښمنۍ وړ دی.

ریپورټ وایي په کال 2020م کې د جګړو په وخت د 3200 ماشومانو د تښتول کېدو پخلای شوی وو او له 1268 ماشومانو سره جنسي تېری شوی وو او پدې اړه تر ټولو خرابه وضع په صومالیا کې وه.

ریپورټ وایي په کال 2020م کې د جګړو په وخت د 3200 ماشومانو د تښتول کېدو پخلای شوی وو او له 1268 ماشومانو سره جنسي تېری شوی وو او پدې اړه تر ټولو خرابه وضع په صومالیا کې وه.

د بشري حقونو ډلي له کلونو راهسې په دغه تور فهرست باندې نیوکې کوي او وایي دې کې دوه ګونی چلند ساتل کېږي او ځینې هېوادونه له محاسبې څخه محفوظه پاته شي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان یا سېو د چلډرن مشرې اینګر اېشنګ په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو په سر منشي ږغ کړی چې خپلې پریکړي ته دې بیا کتنه وکړي او په ټوله نړۍ کې دي په جګړو ښکېل فریقین دې په یوه معیار ونیسي.

دې ته په ځواب کې مېرمن ګیمبا وویل د اسرایل لخوا په غزه کې د ورستي تشدد جاج به د راتلونکې کال د ریپورټ لپاره اخلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG