لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونېسکو: په تېرو اتلسو کلونو کې په نړۍ کې تر 1,700 ډېر خبریالان وژل شوي دي


ملګرو ملتونو د خبریالانو خلاف د جرمونو د معافیت ختمولو د نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي، د 2006م او 2024م کالونو تر منځ په تېرو اتلسو کلونو کې په ټوله نړۍ کې تر 1,700 ډېر خبریالان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او کلتور ادارې یونېسکو د نومبر پر دویمه په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې په تېرو تقریباً دوو لسیزو کې د شاوخوا 85 فیصده خبریالانو د وژنې مقدمې عدالتونو ته نه دي تللې.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونيو ګوتېریش ویلي، په وروستیو څو لسیزو کې تر بلې هرې جګړې د غزې په جګړه کې ډېر خبریالان وژل شوي دي. هغه له حکومتونو غوښتي، د خبریالانو د خویندیتوب او د خبریالانونو خلاف د جرمونو څېړنې دې وکړي او ذمه واره کسانو ته دې سمدستي سزاوې ورکړي.

د افغانستان د خبریالانونو مرکز د جمعې په ورځ ویلي وو، په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د 20 ښځو په ګډون 128 خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. دې مرکز په خپل بیان کې ویلي، له سزا څخه د معافیت د کلتور په وجه د څه باندې20 فیصده وژل شویو خبریالانو کورنیو ته انصاف نه دی ورکړل شوی.

کارپوهان وايي، د خبریالانو د هدفي وژنو په پېښو کې د انصاف ترلاسه کول یو ستونځمن کار دی او زیاتوي په هغو مقدمو کې دا کار نور هم پېچلی کیږي چې د جګړې په وخت او سیمو کې درج کېږي.

په نړۍ کې د خبریالنو د ژغورنې د کمېټې یا سي پي جې مشر جوډي ګېنسبرګ وایي، د صحافیانو په وژنو کې د لاس لرونکو معافیت یا له مقدمو استثنی له ډېرې مودې راهیسې معمول دی، خو وایي فعالې جګړې دا ستونځه لا پسې زیاتوي.

ښاغلي ګېنسبرګ وي او اې ته وویل، "تاسو د څېړنو یا تحقیقاتو لپاره لږ سرچینې لرئ. عدالتونو ته اکثر پام نه کیږي. د پلټنو وړتیا له خنډ سره مخ ده ځکه چې ژوندۍ شخړه روانه ده".

خبریالان د ۲۰۲۱ کال د ستمبر په ۸ مه په کابل کې د طالبانو له خوا له وهلو ټکولو وروسته خپل ټپونه ښکاره کوي
خبریالان د ۲۰۲۱ کال د ستمبر په ۸ مه په کابل کې د طالبانو له خوا له وهلو ټکولو وروسته خپل ټپونه ښکاره کوي

د سي پي جې مشر وایي،‌ د اسرایل او حماس په جګړه کې، په اوکراین باندې د روس د یرغل، په برما یا میانمار کې کورنۍ جګړې او د هېټي هېواد په ډله ییز تشدد کې همداسې شوي دي.

د سي پي جې په وینا، د اسرایل او حماس په جګړه کې د تېرې اکتوبر میاشتې تر 31مې پورې لږ تر لږه 134 جرنلسټان او د رسنیو کارکوونکي د تېر کال د جګړې له پیل راهیسې وژل شوي دي چې زیات شمېر پکې فلسطینیان دي.

سي پي جې دا خبره څرګنده کړې چې په دغو وژل شویو خبریالانو کې د اسرایل پوځ پینځه تنه د دوی له کار سره د مخامخ تړاو له کبله په نخښه کړي دي. سي پي جې د اکتوبر پر 30مه په خپل خپور کړي فهرست کې ویلي، اسرایل د خبریالانو په وژنو کې د معافیت له پلوه په نړۍ کې "دویم بدتر" ملک دی.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل سفیر ویلي، اسرایلي ځواکونه به هیڅکله ونه غواړي داسې "کوم خبریال ووژني یا ورباندې ډزې وکړي" چې کار کوي، خو وایي "د جګړې په حالت کې دا شیان پیښیږي. موږ پرې خواشیني یو او بخښنه غواړو".

د خبریالانو د ژغورنې نړیواله کمېټه د اسراییل او حماس په جګړه کې د 10 نورو خبریالانو د ممکنه هدفي وژنو پلټنه کوي. وایي د جګړې او غزې ته د بهرنیو رسنیو د لاسرسي د محدودیتونو له امله دا معلومول ستونځمن کار دی چې ریښتیا څه پیښ شوي دي. ښاغلي ګېنسبرګ وویل:

"هر هغه څوک چې د یوه خبریال، ملکي وګړي د وژلو ذمه وار وي، باید عدالت ته راوستل شي او حساب کتاب ورسره شي. خبریالان ملکي وګړي دي، دوی هدف نه دي".

د اسرایلو پوځ د وي او اې هغه ایمیل ته جواب نه دی ورکړی چې د دې رپوټ په اړه د تبصرې غوښتنه پکې شوې. اسرایل تر دې مخکې د خبریالانو په نخښه کول رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وینا، له هغه راهیسې چې پوځ په 2021م کال کې په برما کې کودتا پیل کړې، تر 5,000 ډېر ملکي وګړي وژل شوي چې د سي پي جې په وینا لږ تر لږه اووه خبریالان هم د دوی د کار له امله وژل شوي دي.

د سي پي جې په وینا، برما یا میانمار د خبریالانو د معافیت له پلوه په نړۍ کې په پر لسم ځای دی. د میانمار پوځ د تبصرې لپاره د وي او اې غوښتنې ته جواب نه دی ویلی.

د خبریالانو د ژغورنې کمېټه وایي په اوکراین کې د روس په جګړه کې هم لږ تر لږه 15 خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هغه وخت وژل شوي دي چې د جګړې پوښښ یا کورېج یې کاوه.

د اوکراین د خبریالانو د ملي اتحاد مشر سرګي تومیلینکو وي او اې ته په یوه ایمېل کې وویل، "له احتساب پرته موږ نه یواځې په اوکراین کې بلکې په ممکنه توګه په نړۍ کې په راتلونکو شخړو کې پر خبریالانو د نورو بریدونو اجازه ورکوو."

په واشنګټن کې د روس سفارت او د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین په جګړه کې د خبریالانو د وژل کېدو په اړه د تبصرې لپاره د وي او اې ایمېل ته جواب نه دی ورکړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG