لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي اداره وايي هغه هوايي جهاز چې درې افغان پایلټان په کې مړه شوي د پایلټ په غلطۍ غورځېدلې


د شنبي په ورځ د الوتکې غورځيدو په پېښه کي 35 کلن پايلټ محمد حسین موسوي، 35 کلن محمد بشیر صفدري او 29 کلن علي جان فردوسي مړه شوي دي
د شنبي په ورځ د الوتکې غورځيدو په پېښه کي 35 کلن پايلټ محمد حسین موسوي، 35 کلن محمد بشیر صفدري او 29 کلن علي جان فردوسي مړه شوي دي

د امریکې د هوا بازۍ وفاقي ادارې ویلي په اورېګن ریاست کې هغه جهاز چې د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ درې پايلټان په کې مړه شوي د پایلټ د غلطۍ په سبب غورځېدلی دی.

د شنبي په ورځ د الوتکې غورځيدو په پېښه کي 35 کلن پايلټ محمد حسین موسوي، 35 کلن محمد بشیر صفدري او 29 کلن علي جان فردوسي مړه شوي دي.

دغه افغان پایلټان په 2022م کال کې د کډوالو لپاره يوې غيردولتي ادارې سيليم فار ريفيوجيز له خوا جوړ شوي د پايلټانو د روزنیز پروګرام کې شامل وو.

د امریکې د هوايي چلند وفاقي اداري د ابتدائي تحقيقاتو وروسته د الوتکي د غورځيدو ذمه وار پایلټ محمد حسين موسوي بللی.

د ادارې په رپورټ کې وېل شوي چې انسټرکټر یا ښوونکي د لړې یا غبار له وجي پایلټ محمد حسين د اینډیپينډینس ښار په کوچني هوايي ډګر د کوزیدو نه منع کړی و خو هغه د منع کېدو باوجود د طياري کوزولو کوشش وکړو او په دغه مهال يې جهاز د بجلۍ ستنې سره ټکر شو او په نتيجه کي يې خپل او د دوو نورو افغان پایلټانو ژوند دلاسه ورکړو.

د امریکي د کورنو چارو د وزارت تر مخه په اوریګن ریاست کي ۱۴۰۰ پوري افغان کډوال د اګست ۲۰۲۱ راهسي ځائي کړي شوي۔

په اوریګن کي د افغان سپورټ نيټ ورک په نوم یو غېر حکومتي غير سازمان یو غړي درویش زاخيل وي او اي ډېوه ته وویل "مونږ ال د مړو شوو کسانو جسدونه نه دي تر لاسه کړي خو اميد لرو چي په راتلونکي څوورځو کي جسدونه مونږ ته حواله کړي شي۔"

هغه زیاته کړه چي محمد بشير صفدري به د امریکي په آرکينساس او محمد حسين موسوي او علي جان فردوسي به په اوریګن کي خاورو ته سپارلي کيږي۔

د جنازي د مراسمو لګښتونه پوره کولو او د غم ځپلي کورنو د مالي مرستو لپاره یو ګو فنډ هم جوړ شوي چي تر اوسه پوري پکي شاؤخوا ۵۵ زره ډالرې غونډې شوي دي۔

د ایسوسيټيډ پریس د راپور تر مخه کله چي د امریکي او نيټو ځواکونه د افغانستانه ووتل او طالبانو افغانستان ونيوو نو دا پایلټان هم د هغو کسانو په ډله کې وو چې خپلې الوتکې یې ګاونډي هيواد تاجکستان ته رسولې وي۔

  • 16x9 Image

    راشد خټک

    راشد خټک د امریکې په کېلیفورنیا ریاست کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له ورځنیو رپوټونو پرته پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو هم ليکل کوي. راشد خټک د سويډن له اوريبرو پوهنتون نه په جرنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG