د امریکې پوځ د جمعې په ورځ د یمن په دوو جلا سیمو کې د حوثي یاغیانو تر یو درځن زیات هدفونه ویشتلي دي چې پکې یې د دې ایران پلوه ډلې د وسلو سیسټمونه، اډې او نور سامان آلات په نخښه کړي دي.
امریکایي چارواکو دا خبر تایید کړی دی او وایي پوځي الوتکو او جنګي بېړیو یې د حوثي یاغیانو په تقریباً پینځو ځایونو باندې بمباري کړې ده.
اې پي خبري ایجنسۍ مخکې په خپل رپوټ کې ویلي وو، چې د حوثیانو پر مرکزونو په دغو بریدونو کې برتانوي ځواکونو هم برخه اخیستې ده، خو د بي بي سي د خبر له مخې برتانیې په دغو بریدونو کې شراکت رد کړی دی.
د حوثي یاغیانو رسنیو ویلي، په اوو بریدونو کې د حدیده په لوی بندري ښار کې یو هوايي ډګر او د حوثیانو تر واک لاندې کتایب سیمه په نخښه شوي دي چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې پوځي اډه هم پکې شته.
څلور نور بریدونه د سر ښار صنعا په سیانا سیمه کې او دوه بریدونه په ذمار صوبه کې شوي دي. د حوثي یاغیانو د رسنیو دفتر هم د صنعا په جنوب ختیځ کې په بیضا صوبه کې د درو هوایي بریدونو خبر ورکړی دی.
دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شول چې حوثیانو اسرایل پر وړاندې د "پوځي بریدونو د زیاتیدو" ګواښ وکړ.
همدارنګه دغه ډلې څو ورځې وړاندې دعوه کړې وه چې د یمن په هوایي فضا کې یې د امریکا یوه پوځي ډرون الوتکه را غورځولې ده.
تېره اونۍ هم حوثیانو د امریکا په جنګي بېړیو د برید ذمه واري هم پر غاړه اخیستې وه.
د امریکايي چارواکو په وینا، تېره اوونۍ حوثیانو د شپږو بېلسټیک او کروز میزایلو او دوو ډرون الوتکو په ویشتلو سره له باب المندب تنګي تېرېدونکې درې امریکايي بېړۍ په نخښه کړې، خو دغه میزایل د امریکا سمندري ځواک شنډ کړي او تباه کړي وو.
حوثیانو د تېر اکتوبر په میاشت کې، کله چې د اسرائیل او حماس جګړه د غزې په تړانګه کې پیل شوه، تر ۸۰ څخه زیاتې تجارتي بېړۍ په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو وویشتلې.
په دغو بریدونو کې یوه بېړۍ نیول شوې، دوې بېړۍ ډوبې شوې او څلور بېړۍ چلوونکي هم په کې وژل شوي دي.
د ایران له ملاتړه برخمنه د حوثیانو ډله دعوه کوي چې د اسرایل، امریکا یا بریتانیا اړوند بېړۍ په نخښه کوي، خو ددوی په بریدونو کې ډېرې هغه بېړۍ په نخښه شوې چې د غزې له روانې شخړې سره هېڅ تړاو نه لري او ځینې یې حتا د ایران په لور روانې وې.
یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum