لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدر جوبایډن د خپل حکومت لومړي بجټ کې د صحت، تعلیم او چاپیریال د تحفظ دپاره پېسې زیاتې کړي


د بجټ په تجویزونو د وي او ای څېړنه وايي چې دا د صدر بایډن هغو لوظونو سره سمون خوري چې هغه د صدارتي انتخاب دپاره خپل کېمپېن کې کړي دي، لکه تعلیم، روزګار او صحت دپاره پېسې زیاتول
د بجټ په تجویزونو د وي او ای څېړنه وايي چې دا د صدر بایډن هغو لوظونو سره سمون خوري چې هغه د صدارتي انتخاب دپاره خپل کېمپېن کې کړي دي، لکه تعلیم، روزګار او صحت دپاره پېسې زیاتول

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د خپل حکومت لومړی بجټ (بودېج) پېش کړو چې پکې صحت د خېرښېګرې، تعلیم، کورونو او د چاپیریال د تحفظ دپاره پېسو کې اضافه شوي ده.

د وي او ای رپورټ وايي د بایډن حکومت د کال ۲۰۲۲ دپاره د پېسو ترجیحات په داسې حال کې وړاندې کړي چې شپږ میاشتې پس د حکومت دپاره ټاکل شوی د پېسو حد سر ته رسېدونکی دی او کانګرس د اینده مالي کال دپاره د بجټ په خپله تلاره غور کوي.

په نوي بجټ د فاعيي اخراجاتو دپاره په پېسو کې یو اشاره پنځه فیصد اضافه تجویز شوي ده چې مجموعي مالیت به یې ۷۵۳ ارب ډالر وي. د دې په مقابل کې د غېر دفاعيي اخراجاتو دپاره ۷۶۹ ارب ډالر ټاکل شوي دي.

که د حکومت موجوده مصرف ته وکتل شي نو په نوي بجټ کې د غېر دفاعيي اخراجاتو کې ۱۶ فیصد زیاتوالی شوی دی.

په نوي بجټ کې د تعلیم څانګې دپاره پېسو کې څلوېښت اشاره اته فیصد او د صحت او انساني خدماتو څانګې دپاره پېسو کې درویشت اشاریه یو فیصد زیاتوالی تجویز شوی دی.

په نوي بجټ کې حکومت د کېنسر (سرطان) او شوګر (شکرې) په مرضونو د تحقیق دپاره د نوي اداې د قایمولو دپاره شپږ اشاریه پنځه ارب ډالر او د موسمي بدلون په اړه دحکومتي ادارو دپاره یې ۱۴ ارب ډالر غوښتي دي.

د کورونو او شهري ترقۍ دپاره پېسو کې ۱۵ اشاریه یو فیصد اضافه تجویز شوي ده.

د شهري حقونو د نافذ کېدو او د وسلې دلارې تشدد د مخنیوي دپاره هم حکومت د وړاندې نه زیاتې پېسې غوښتي دي.

د بجټ په تجویزونو د وي او ای څېړنه وايي چې دا د صدر بایډن هغو لوظونو سره سمون خوري چې هغه د صدارتي انتخاب دپاره خپل کېمپېن کې کړي دي، لکه تعلیم، روزګار او صحت دپاره پېسې زیاتول.

د وي او ای رپورټ وايي د صدر بایډن د بجټ تجویزونه به د ګس (چپ) لاس سیاسي سوچ لرونکي خلک خوشحاله کړي ځکه چې پکې د هغو حکومتي ادارو دپاره زیات مالي وسایل ټاکل شوي چې د هغه د پېش رو پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې پکې کمی شوی و. خو د دې برعکس او واک دېموکرېټک او د حزب اختلاف ریپبلېکن ګوند غړي به په دفاعي بجټ کې په کمي یو شان خفه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG